fbpx

ريښتیا د افغان ځواکونو په رهبرۍ کې مثبت بدلون راغلی؟

نن ټکی اسیا سر مقاله : په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت (غوڅ ملاتړ) وياند ډګروال پارذاکارياژن ویلي چې افغان دفاعي ځواکونو د تېرو کلونو په پرتله ډېر پرمختګ کړي او په مشرتابه کې يې د پام وړ ښه والى او بدلون راغلى دى.

نوموړي داهم ویلي چې افغان ځواکونه تر اوسه له خپل پوځي ماموريت څخه په برياليتوب وتلي اود سږ کال تر پایه به نورې لاسته راوړنې هم ولري.

د ښاغلي پارذاکار څرګندونې په داسې مهال کې په رسنیو کې خپریږي چې د هلمند ولايت لپاره د ولسمشر غني ځانگړی استازی، د اوپراتیفي عملیاتو مسؤل او د پوځي چارو کار پوه عبد الجبار قهرمان د افغان دفاعي ځواکونوپه اړه وايي چې د هغوي رهبري له مدیریتې لحاظه کمزوری، فاسده او په ډیرو سازشونو کې لتاړه ده، او همدا لامل دی چې په هیواد کې د جګړې لوری نه بدلیږي.

نوموړی د بیلګې په توګه په هلمند کې د افغان دفاعي ځواکونو د رهبرۍ او دهغوي د پوځي وضعیت په اړه وايي:

((سره له دې چې په هلمند کې د وسله والو طلبانو شمیر تر څلورنیم سوه کسانو زیات نه دی مګر له لسګونو زره مجهزو دولتي ځواکونو څخه یې د ۵ ولسوالیو په لاندې کولو سره دا ولایت ټول له خطر سره مخ کړی او خپله د ولايتي شورا غړي د ولايت له سقوطه په وېره کې دي)).

اوس كه د افغان د امنیتي ځواکونو په رهبري کې د مثبت بدلون او د هغوي د پوځي وړتیا په اړه په افغانستان کې د ناټو د چټک غبرګون د ویاند او د افغانستان له عیني واقعیتونو څخه د یوه باخبره پوځي جنرال د څرګندونو تقابل ته وکتل شي، په هلمند او ټول افغانستان کې به د ښاغلي قهرمان د وینا عملي مصداق په ډیر ښکاره ډول ولیدل شي.

ځکه سره له دې چې د ۳۵۰۰۰۰ افغان دفاعي ځواکونو ترڅنګ د ٣٩ هېوادونو شاوخوا ١٣زره بهرني پوځیان هم له خپلو ټولو ځمکنیو او هوايي تجهیزاتو سره د یادو ځواکونو تر شا ولاړ دي، مګر بیاهم لیدل کیږي چې ولایتي مسؤلین په شمال او جنوب لویدیځ کې د ولسوالیو د مرکزونو ترڅنګ د ولایتونو د سقوط احتمال هم نیږدي بولي.

که د امنیتي ځواکونو په رهبري کې د مثبت بدلون او دهغوي د وړتیا په اړه واقعا د ډګروال پار ذاکارياژن خبره ریښتیا وای نو ولي بیا له دې ټولو پوځي احضاراتو او امنیتي ځواکونو له پرمختګ سره سره د هیواد له لیرې پرتو سیمو څخه نا امنۍ د ارګ تر خولې پوري راورسیده؟

بهرنیانو تیر ۱۵ کلونو ټول په افغانستان کې په همداسې ناسمو اټکلونو او غیر واقعي نظرورکولو سره تیر کړل ، همدا وجه ده چې له افغانستان سره د ټولې نړۍ له مالي او پوځي حمایت سره سره نه افغانستان د اقتصادي ثبات خاوند شو او نه هم د امنیتي ټیکاو درلودونکی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د