نظــر

د روان ناتار، جګړي او ناامنۍ اصلی پیلامه او عوامل

مصباح الله (مبصر)

لمړۍ: په ۲۰۰۱ میلادی کال کی د امریکایانو یرغل په افغانستان او د طالبانو د نظام له پرزیدو وروسته د یو څه مودي لپاره د جنګ لمبي سړي شوي او هر چا خپلو شخصي کارونو ته مخه کړه خو د امريکايانو بمبارۍ، د امريکايانو له لوری د عامو خلکو کورونه او ښځي په سپو باندی تلاشی کول، د عام ولس په ناحق ځورول، د لارویانو وژل کیدل، د ودونو او جنازو بمباریدل، د بیګناه خلکو بنديان کیدل، عامو خلکو ته مالي تاوانونه وراړول او د هغو مهاجرت ته اړکول دي ډول کړنو یو ځل بیا د جنګ شغلي تودی کړي او دا کړني د جګړی پیلامه او د اوسنۍ جګړي او ناامنۍ یو ستر عامل ګڼل کیږی.

دوم: طالبانو ته د القاعدی په سترګه او ټولو “پښتنو” ته د طالبانو په نظر کتل د نړيوالي ټولنی بله لویه غلطي او د جګړي د رامنځته کیدو او د امنيت د خرابیدو بل ستر عامل ګڼل کیږي.

دریم: په ۲۰۰۱ میلادی کال کی د طالبانو د واکمنۍ له سقوط څخه وروسته د طالبانو په زرهاوو عسکر نوی اداری ته ځانونه هغه وخت تسلیم کړل چی اطمنان ورکړل شو چی دوی به طالبانو ته د خدمت کولو په تور نه ځورول کيږي، طالبانو غوښتل چی له نوی حکومت سره کار وکړي او یا هم په خپلو کورو کښيني او خپل شخصي کاروبار ته مخه کړي مګر په زور ونیول شول، بنديان شول د لیلي په دښته کي لاس تړلي ژوندي خښ شول تعقيب شول وځورول شول.

نو بناً امریکایی او اتلافی قواوو قصدا طالبان او پښتانه کونج ته تخته کړل او له سیاسي صحني څخه یي لري وساتل او بي له مقاومته يي بله لار ورته پرینښودله نو داهم د روان جنګ پيلامه او د ناامنۍ ستر علت ګڼلۍ شو.

څلورم: د هیواد په شمال کي تقريباً دوه نیم لکه پښتانه د قومي تصفیي تر پروګرام لاندي د طالب او القاعده په تور مړه، بي حرمته، لوټ او د خپلو کورونو څخه وشړل شول نو بناً د دغه شړل شويو کورنيو ځوانان په تیرو کلنو کي د طالبانو د جنګي قوت ملاتیر جوړاوه.

پنځم: د طلبانو د نظام له سقوط څخه وروسته په کابل کی ټول پښتانه دولتي مامورين د طالبانو په تور تهديد او له کاره څخه وايستل شول چي دا هم د رواني جګړی د پیلامی عامل کيدلاي شي.

شپږم: لکه څرنګه چي د طالبانو په خلاف امريکايانو شمالي ټلواله د خپلو عسکرو په حیث استعمال کړه، همدا شان شمالي ټلوالي هم امريکايان د طالبانو، پښتنو او حذب اسلامي او نورو مخالفینو د ټکولو په حیث استعمال کړل، حکمتيار ته د بن په کنفرانس کي دعوت نه ورکول د شمال د ټلوالي هدف وو تر څو د واک ګدۍ خپل ځان ته منحصره وساتي چي له همدي وجهي نن هم د حذب اسلامي سره د سولي د مذاکراتو د ناکامۍ په خاطر ډول ډول څرګندوني او کړني ترسره کوي.

او همدارنګه امريکايانو په پښتنو د نه اعتماد له وجهي خپل ترجمانان د شمال ټلوالي غیر پښتانه استخدامول چي دغو ترجمانانو د ژبي د نه پوهيدو او یا هم د قومي تعصب له کبله د امريکايانو او پښتنو تر مینځ اوبه خړولي چي له امله یی کلي بمبارد، بیګناه خلک مړه، بندیان او وځورول شول، ” چي حتي کرزي یي په حال وژړل” دا هم د جګړي د پیل او ناامنۍ یو عامل کیدلۍ شي.

نو بناً په دی وروستيو کي یو ځل بیا د جنګ صحني ته د امریکایانو داخلیدل نه تنها چي د امنيت او ثبات په ټینګښت کي به کوم مثبت تغیر رامنځته کړي بلکي د ناامنۍ لمن به نوره هم لاپسي پراخه او د نورو بدو عواقبو به شاهدان و اوسو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

طالبان له سختې ازموینې سره مخ دي: محمدانور آڅړ اوس د طالبانو لپاره د لویې ازموینې وخت رغلی دی، که طالبان د ای- اس- ای ګوډاګیان نه وي او د خپلو بندي ملګرو خواخوږي وي، نو هغه پاکستاني جنرالان چې په یوه چورلکه کې، د لوګر ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې نیول شوي دي، د خپلو بندي ملګرو، چې د پاکستان د (i -s -i) په تورو تیارو(کوټه قلفیو) کې اچول شوي دي او د سختو وحشيانه شکنجو سره مخ دي تبادله کړي، بندي طالبان د پنجابیانو لخوا په دې تور نیول شوي دي چې له خپل هیواد سره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x