نړۍ

پخوانی امریکايي چارواکی: د قطر فعالیتونه د امریکايي منافعو پر ضد دي

د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن مشاور (جیرمي شاپیرو) ویلي چې قطر په سیمه کې د امریکا د منافعو پر ضد فعالیتونه کوي.

شاپیرو زیاتوي، سره له دې چې د امریکا لویه پوځي اډه د قطر په خاوره کې واقع ده، دغه هیواد په مصر، لیبیا او سوریه کې د اخوان المسلمین ملاتړ کوي او دا کار د امریکايي منافعو سره په ټکر کې دی.

نوموړي د امریکايي مجلې (فارین پالیسي) په وروستۍ ګڼه کې یوه مقاله لیکلې او ویلي یې دي:

“قطر د امریکا متحده ایالاتو دښمن نه دی، خو په عین زمان کې يې دوست هم نه دی، دغه هیواد خپله بې کچې ستره مالي پانګه په داسې ځایونو کې لګوي چې د امریکا یو شمیر سیاسي پروژو ته خنډونه ایجادوي، په ځانګړي ډول په لیبا، سوریه او عراق کې له اسلامپالو سره مرسته کوي”.

دغه امریکايي چارواکی وړاندې لیکي:

“شونې وه چې د قطر نوی حکومت چې په راس کې يې شیخ تمیم بن حمد ال ثاني واقع دی د خپل هیواد په سیاست کې بدلون راولي، خو دا هیلې هغه وخت ناهیلې شوې چې نوموړي کټ مټ د خپل پلار سیاستونه تعقیب کړل”.

 شيخ تميم د چارو د واګي د ترلاسه کولو په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د امیر په بدلون سره به په هغو چلینجونو کې بدلون رانه شي چې دا هیواد ورسره مخامخ دی.

جیمي زیاتوي چې شیخ تمیم په تیرو دوه وو کالو کې په قطر او سوریه کې د اسلامي تنظیمونو د ملاتړ او همکارۍ سنبالوونکی پاتی شوی.

لیکوال د قطر د رول د پیکه کولو په موخه د امریکا متحده ایالاتو ته څو وړاندیزونه کړي. 

لومړی دا چې د ترکیې په هیواد فشار راوړل شي څو د هغو اسلحو د لیږد مخه ونیسي کومې چې د ترکیې له خاورې په سوریه کې اسلامي تنظیمونو ته استول کیږي. 

دوهم وړاندیز  یې دا دی چې که امریکا غواړي په سوریه کې د قطر نفوذ راکم کړي نو باید د سعودي حکومت وهڅوي تر څو د سوریې له وسله والو مخالفینو سره خپل مالي ملاتړ تر دې اندازې زیات کړي چې د قطر مالي کمکونه په کې ورک شي.

د جیمي دریم وړاندیز دا دی چې د امریکا متحده ایالات باید د قطر او سعودي ترمینځ پخواني اختلافات راتازه او داسې استفاده ترې وکړي چې سعودیان هغو قطریانو ته په خپله خاوره کې هرکلی ووايي کوم چې د قطر له واکمن نظام سره مخالف دي او په مشروعیت کې يې شک لري، او د (العربیة) تلویزوني چاینل له لارې ورته داسې فرصت مهیا کړي چې په آزاد ډول خلکو ته خپل دریځونه روښانه کړي، لکه څرنګه چې الجزیرة د سعودي حکومت مخالفین په خپل تلویزوني چاینل کې میلمانه کوي.

څلورم وړاندیز یې دا کړی چې امریکایي پوهنتونونه او د سیاسي چارو انسټیټیوټونه د قطر په حاکمه کورنۍ کې هغو کسانو ته چې د اوسني امیر سره مخالفت لري، په غونډو او کنفرانسونو کې د وینا بلنه ورکړي ترڅو په واکمنه کورنۍ کې د داخلي اختلافاتو په اړه وغږیږي.

د جیرمي شاپیرو اخیرنی وړاندیز دا دی چې باید له هغه غیرانساني چال چلند څخه پرده پورته شي کوم چې د قطر په داخل کې له اجنبي مزدورانو سره ترسره کیږي، د نوموړي په اند په داسې حال کې چې قطر په ۲۰۲۲ کال کې د نړیوال جام د لوبو کوربه توب ته چمتووالی نیسي، دا کار به په نړیواله کچه د دغه هیواد په بدنامولو کې ډیره مرسته وکړي.

جیرمي اندیښمن دی او ټینګار کوي چې په منځني ختیځ کې د یوې حساسي موضوع په اړه د امریکا سیاست د یو کوچني هیواد د اجنډا په ګورت کې ایساریدل په حقیقت کې یوه لویه ډیپلوماټیکه ناکامي ده.

باید ووویل شي جیرمي شاپیرو له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳ کلونو پورې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د اروپايي او اسیايي اړیکو د پلان په بخش کې کار کړی، اوس د امریکا د بروکنګ انسټیټیوت د خارجي سیاست په پروګرام کې کار کوي.

یو شمیر کتونکي په دې اند دي چې ښايي له قطر سره د دغه حساسیت او مخالفت اساسي لامل د سوريې موضوع نه بلکې له فلسطیني مجاهدینو څخه د قطر ملاتړ وي، د اسرائیلو حفاظت د لویدیځوالو له علیا مصالحو څخه دي، او قطر په سیمه کې یوازینی هیواد دی چې په فلسطین کې د اسرائیلي اشغال پر خلاف ږغ پورته کوي.

د یادونې وړ ده د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د واک د ترلاسه کولو په لومړۍ ورځ په خپلې وینا کې په ښکاره وویل چې مونږ د فلسطیني ولس تر څنګ ولاړ یو، مونږ له فلسطین څخه د اسرائیلي اشغال خاتمه او یو خپلواک فلسطیني حکومت قایمیدل غواړو.

نوموړي دغه راز په ډاګه وویل چې د قطر شعار د مظلومو ولسونو ملاتړ دی او دا هیواد به همیشه د مظلومو ولسونو تر څنګ ولاړ وي.

سرچینه: http://mideast.foreignpolicy.com/posts/2013/08/28/the_qatar_problem

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x