
کابل: د امریکايي پوهنتون دوه پروفیسوران وتښتول شول
نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان په پلازمینه کابل کې د امریکې د پوهنتون دوه پروفیسوران چې یو یې امریکايي او بل یې اسټرالیايي دی، د ټوپک په زور تښتول شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه دوه کسان چا تښتولي ، خو د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي رسنیو ته د پيښي پخلی کړی او ویلي یې دي چې پولیسو پلټني پیل کړي دي.
د امریکايي خبري سرچینو د راپورونو سره سم دواړه پروفیسوران د پوهنتون دننه څخه د وسلې په زور ایستل شوي دي.
امریکايي رسنۍ وايي چې د پوښتني سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دوی سره په دې اړه معلومات نه دي شریک کړي.
دا خبر بیړنی حیثیت لري، په اړه یې تر اوسه رسمي څرګندوني او بشپړ معلومات نه دي تر لاسه شوي او نه هم د پيښي مسؤولیت کوم اړخ منلی.
Fears for the welfare of an Australian professor in Afghanistan, following reports he was kidnapped. #Kabul #9Today https://t.co/V6lOtRDpjZ
— The Today Show (@TheTodayShow) August 7, 2016