شعـــــرونه

غزل/ شکور الله همراز

شکور الله همراز

د پاکې میني دا ثبوت ښــکاره کــــــوم جانان ته
په وینو لوند څیري ګـریوان به نن وروړم جانان ته

د سختو،سختو ګذارونــو شــاتــه داسې ښکاري
ورغـــاړي وزم او په مینه به ورځـــــــم جانان ته

دار ته مي پورته کړۍ چي وصل شم د میني یارته
د انتــــظار شپې په زنــــدان کي تیروم جانان ته

هغه ګـــــــذار چي د سپیڅلي یار په نوم لګیږي
مخه یې نیسم او تندی پـــرې ماتــــــوم جانان ته

ډیوې د میني به د ګــران وجود په ګـــرانو وینـو
د تـــــورو شپـو لـمن کـي لــوړي بلوم جانان ته

“همــرازه” ستا په قلـم داسې څو رنګیني کرښي
په مینــه،مینــه ورلیـکـــــم او دا لــیږم جانان ته

شکورالله همراز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x