شعـــــرونه

نظم/ هاشم سادات

هاشم سادات

څه نصیب وو ځما داسې
څه ســتم د زمانې وو
څه د غیرو په نظر کښ
ځمانوم په نشانې وو

څه مې کلې کښ ځایی نه وو
څه زماترینه زړه ډک وو
څه مې رزق په دنیا کښ
داسې خور دانې وانې وو

څه د میني تقاضه وه
څه د میني امتحان وو
څه مي یار یو داسي یار وو
چه لایق د یاراني وو

څه جذبه وه څه ځواني وه
څه خیالات ځما حساس وو
څه مزاج مي د فطرت نه
لکه جوړ د پرواني وو

ځه پشاند د یوسف خرڅ شوم
په ناقدره سوداګرو
څه بازار هم د ړندو وو
بس قیمت مي څو آني وو

څه دعا کښ اثر نه وو
څه سجدي وي ځما کمي
څه نصیب د وطن کم وو
څه رواج د میخاني وو

ځما رنګ دومره بد نه وو
څومره شور چه په جهان وو
څه دا خلق کم شناس وو
څه قصور د آئیني وو

څه سازش وو د اغیارو
څه ځما به هم ګناه وه
څه جانان هم له مودو نه
منتظر دڅه بهاني وو

څه ځما هم زړه نري وو
څه مي اوښکي قابو نه شوي
څه قصه هم عجیبه وه
څه هنر د افساني وو

غلاګر څه د باهر وو
څه مي خپل هم ورسره شو
چا وطن په بیعه خرڅ کړو
څوک یی غل دخزاني وو

څه هغو هم ظالمان وو
څه منظر د کربلا وو
څه هاشم ولاړ په کلکه
د نیکه په تراني وو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x