شعـــــرونه

دامي ګران دى

تــاته شـــــوى دى ګلاب راباندي ګـــران دى
ستا بـيـان كــــوي كتاب راباندي ګـــران دى

خوش اخـــلاق مي ســـتاله رويه  دزړه سر دى
نه بد خـــوى او نه بې آب راباندي ګــــران دى

پكي نغــــاړي دالله او رســـــول مــــدحـــه
دملاصــاحب خـطـــــاب راباندي ګــــران دى

مدرسـه ده كـه مسجـــد دى ترې جاريږم
دحرم دســـلام باب راباندي ګـــران دى

ښكلوم دكـــــوه طـــــور كاڼي په  ســترګـــو
دمعراج ســوال او جــواب راباندي ګــــران دى

اې ددرست جهـان مــالـكـه ســـتا اســتـازى
هم په ويښه هم په خـواب راباندي ګــــران دى

چي رحمــت دى عالـــمــونــو ته الهــامــه !
دامي ګراندى داجـناب راباندي ګــــران دى

2013> 19 سيداحسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x