
غزل/ مسرور درمل
مسرور درمل
شپه او ورځ ویښ وي یو سړی دی لېونی د سپوږمۍ
یبلي پښې ګرزي جدا شوی دی غمی د سپوږمۍ
چې خـوشـبویي یې تـر جهـانه پوري ورسـېږي
ستړی ستومان دی راوړي کلي ته بابری د سپوږمۍ
رنځ چې یې خـتم شـي او سـپینه رڼا وغـوړوي
پښو ته یې ناست دی ترې اوباسي به اغزی د سپوږمۍ
د خار په څوکه یې مزل دی پښې یې ویني-ویني
ډېر ورته ګران دی لکه سترګې او زړګی د سپوږمۍ
لـه ارغـوان ګلاب سنـبل غـوندي بشـر نه یې ځار
مسروره تاو یې له لاسو لکه بنګړی دسپوږمۍ
دوشنبه/خپله جونګړه
١٤٣٧/ذوالقعدة/٤