تئاتر څه شی دی؟ ليکوال: صديق الله بدر

theaterتئاتر يوه يوناني کلمه ده، چې معنی يې يو څه ته کتل دي او د هغو ننداريزو هنرونو په ډله کې راځي، چې د مخاطبانو په وړاندې د پېښو بیان کوي.

انسان تل دا غوره ګڼلې پر هغو پېښو، چې د هغه له ارادې او میل نه بهر دي؛ تسلط ولري او دا د تئاتر اصلي ځانګړنه ده.

دا چې له نورو هنرونو لکه نقاشي، ادبیاتو، معمارۍ، موسیقۍ او … څخه په هغه کې کار اخستل کېږي؛ نو د نورو هنرونو په پرتله تئاتر ډېر امکانات لري. په اصل کې د تئاتر(theater) کلمه د تئاترون (theater on) له کلمې څخه جوړ دی، چې لومړۍ برخه يې (thea) د نندارچي او يا ننداره ځای مفهوم افاده کوي. د رون برخه يې (اوزګوړی) معنی لري او ويل کېږي، چې هغه وخت يونانيانو يو خدای درلود او هرکال يې د هغه د عبادت لپاره هغه اوزه حلالاوه او په  هغه ځای کې به يې يوه ننداره ښودله.

ويل کېږي، چې په تېرو زمانو کې، نندارچيان به د يوې تپې په سر کېناستل او هغه مذهبي مراسم به يې، چې په ډېر جوش او خروش او تشریفاتو سره د هماغې تپې نه لاندې يا د هغه معبد ترڅنګ، چې د عبادت ځای و، ننداره کوله.

يو شمېر کسان په دې باور دي، چې د تئاتر د ماهيت په اړه فلسفي څېړنه لاندې دوو اساسي پوښتنو ته ځواب موندل دي:

۱- د تئاتر ممیزه صفات کوم دي؟

۲- څرنګه د هنر له نورو ډولونو سره توپير پیدا کوي؟

دا چې تئاتر يوه پېچلې پديده ګڼل کېږي او د هغه مختلف اړخونه د بېلابېلو تاریخي دورو په غوښته د توجه وړ ګرځي؛ د هرې دورې نسلونو غوره ګڼلې، چې دغه پوښتنې په هغې خپلې ځانګړې طريقې سره ځواب کړي.

عام تصور دا دی، چې تئاتر د يو شي بياښودنه(Representation) یا تمثیل دی. دا شی کېدای شي، د مادي، روحاني، رواني او ټولنيز حالت بياښودنه او تمثيل وي. په دې ډول له يوه ليده تئاتر د ژوند تمثیل دی. تئاتر هغه هنر دی، چې بې له مخاطبه د هنر نوم ورته نه شو اخیستلای. ځکه په تئاتر کې د ((مخاطب)) تاثیر په دقیق ډول د ((ښکلاپېژندنې)) د مفهوم په اندازه موثر او مهم دی.

تئاتر، چې پنځه پېړۍ وړاندې له ميلاد نه په اتن او روم کې رامنځته شوی، د منځنيو پيړيو، رنسانس او بيا د اروپا تر نوي عصره پورې دوام موندلی؛ يو ډراماتیک هنر دی. تئاتر ته د يوې هنري مجموعې په سترګه هم کتل کېږي او تر هرڅه مخکې متن او بیا کارګردان ته اړتیا لري، چې لوبېدنه، صحنه جوړونه، موسیقي، لايټ، نقاشي، معماري او… په کې راځي. دغه هنري مجموعه د يوې ډرامې په وړاندې کولو سره نندارچي د ځان مخاطب ګرځوي او له هغه سره نېغه او انساني اړيکه ټینګوي.

د تئاتر د اجرا لپاره د وينا، حرکتونو، موسیقۍ ګډا، غږ او رڼا څخه کار اخستل کېږي. د داستاني وينا د معيار پر سبک سربېره؛ تئاتر نور ډولونه هم لري، لکه اوپرا، باله، کابوکي، پانتوميم او نور.

تئاتر په افغانستان کې

د ځينو سرچينو له مخې په افغانستان کې د تئاتر تاريخچه د یونان باختري دورې ته ورګرځي؛ چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د یونان باختري دولت حاکم و او پايتخت يې کاپیسا و. د استاد اسدالله غضنفر په وينا، له ځینو څیړنو سره سم، د شاهنامې مشهوره کیسه یعنې د رستم او سهراب او رستم او اسفندیار داستانونه له یوناني ډرامو سره مشابهتونه لري او دې شي دا نظریه پیدا کړې ده، چې په څلورمه میلادمخکې پیړۍ کې د مقدوني سکندر له حملو وروسته، چې افغانستان ته یونانیان راغلل او دلته دیره شول، نو یوناني تیاتر یې هم ورسره راووړ او د شاهنامې ځینې داستانونه د هماغه یوناني تیاتر زوزاد ګڼلای شو.

په افغانستان کې عصري تیاتر د نولسمې پیړۍ په دیرشمو کلونو کې د برطانوی هند هغو عسکرو پیل کړ، چې کابل یې اشغال کړی و. هغوی به پخپل منځ کې لوبې سره کولې، خو په معاصره دوره کې شاه امان الله خان؛ په افغانستان کې د تئاتر رښتنی بنسټګر بلل کېږي. د ده په زرينه دوره کې د نورو پرمختګونو ترڅنګ د هنرونو ودې ته لا زیاته توجه وشوه.

څېړونکي د ضیاقاري زاده له قوله لیکلي دي، لومړۍ ډرامه چې د پغمان غونډۍ په لمن کې اجرا شوه د اندلس فتح نومېده. ويل کېږي، په دې ډرامه کې پېژندل شوو دولتي څېرو لکه سرورګویا اعتمادي، علي محمدخان او قاری دوست محمد د قاري زاده پلار لوبېدلي وو. وروسته دغه لړۍ پسې دوام ومونده او بیا هم تر ډېره بریده د دغو ډرامو پرمخ وړونکي او ممثلين لوړپوړي دولتي چارواکي وو.

د همدې کلونو په شاوخوا کې په افغانستان کې تئاتري هڅې په لومړنيو بڼو جریان درلود، چې په دې لړ کې د کابل په لاهوري دروازه کې د جبار نقاش يا رنګمال کميدي ډرامې يادولای شو. نوموړي به د پخوانيو شاهانو له افسانو څخه کميدي ډرامې نندارې ته وړاندې کولې.

په لومړيو کې د افغانستان په کابل او هرات ولایتونو کې تئاترونه موجود وو. خو وروسته په کندز، پروان، ننګرهار او پلخمري کې دا هڅې پسې وغځېدې. وروسته وروسته د هيواد په ګڼو ښوونځيو کې هم د تئاتر لپاره هڅې پراخې شوې.

په ۱۳۰۳ لمريز کې د خپلواکۍ د جشن په ورځ، لومړی ننداره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستوري په ماڼۍ کې د شاهي کورنۍ لپاره نندارې ته وړاندې شوه.

که څه هم د افغانستان لومړی تئاتر د پغمان تئاتر و، خو وروسته وروسته د لوړ پوړو دولتي چارواکو د پاملرنې له کبله په کابل کې د پوهنې نندارې تئاتر، کابل نندارې، د روزنې تئاتر يا ښاري ننداره، مرستون ننداره، لښکر ننداره، زینب ننداره او يو شمېر نور رامنځته شول.

په لومړيو کې په افغانستان کې د دوديزو خنډونو له کبله ښځو په تئاتر کې کار نه کاوه او ډېر ځله د ښځو نقشونه نارينه وو لوبول. د يو شمېر ليکنو په بنسټ غلام حضرت کوشان لومړی نارینه و، چې په ۱۳۰۳ کې د پغمان په تئاتر کې د يوې ښځې نقش ولوباوه. د دغې ډرامې نوم مادر وطن و. همدارنګه وروسته وروسته يو شمېر نورو هنرمندانو هم لکه استاد عبدالقيوم بېسد، ز.انوري، الف.اشفته، ن. قایل، م. مومن، م. هنریار، م.ح.ب.شفیعي، الف ارام، ق. بسام، م.ن. شعله، خ.قاري زاده، ع. پیکان، الف.ن، الف.ش. سلیمان، ن. رفاه او ح.خیال د ښځینه جامو په اغوستلو د ښځو نقشونه لوبولي دي.

د سردارمحمد داود د صدارت په دوره کې د نسوانو د غورځنګ په رامنځته کېدو سره افغاني تئاتر خپله بشپړه ځلا ترلاسه کړه او يو زیات شمېر ښځو تئاتر ته مخه وکړه. نجیبه دنیا هغه لومړنۍ ښځه وه، چې په تئاتر کې راڅرګنده شوه.

لطيفه کبيرسراج، حبيبه عسکر، مزيده سرور، خانم مخفی، مقدسه مخفی، محبوبه جباری، ميمونه غزال، روح افزا عسکريار، زرغونه آرام، اقليما مخفی، فريده شايان، نجيبه پژمان، نورتن نورانی، زليخا نورانی، زليخا نگاه، زرغونه زرنگ، سايره بيرنگ، ثريا صميم، فخريه محجوب، عذرا نيکخواه، فتانه انديشه، حميده عبدالله، انيسه وهاب، پروين صنعتگر او …… له لومړنيو ښځينه هنرمندانو څخه ګڼل کېږي، چې د ګڼو دوديزو ستونزو پر شتون سربېره يې په بېلاپېلو وختونو کې په دوامدار او موقت ډول په تئاترونو کې يې برخه اخيستې او کرار کرار يې نارينه او نارينه سالاره ټولنه قانع کړله، چې د صحنې پر مخ ښځې ومني.

تر جګړو دمخه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې مو فعال تیاترونه درلودل. غضنفر صاحب وايي، چې له هغې ډلې په کندز کې ناشر تیاتر فعال و. کندز ښار د ښاروالي تیاتر په نوم یو بل تیاتر هم درلود. په دغو دواړو ودانیو کې به وخت په وخت تیاتري تمثیلونه وړاندې کیدل.

اوس اوس د ګوئته انستیتیوت او کلید ګروپ له خوا د تئاتر د بيا راژوندي کولو لپاره هڅې ترسره کېږي. که څه هم دغو ادارو د يو شمېر فستيوالونو په جوړولو سره په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او د ګڼو مينه توجه يې ځانته اړولې، خو بيا هم لکه څنګه، چې په کار ده، په عامه کچه د دغه هنر لپاره دومره ډېره توجه نه کېږي.

ليکوال: صديق الله بدر



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.