نظــر

امنیتی تړون.. د موافق او مخالف دریځ په ترڅ کې د ملت بېعلمي

تاریخ شاهد دی، هرکله چې استعماري ځواک د ځمکې پر مخ په کومه  سيمه او یا کوم هېواد باندي نظامي یرغل تر سره کړی دی، په داسې حال کې چې تر یرغل لاندې هېواد اوسیمه د اقتصادي لحاظه شتمنه اوستراتیژیکه سيمه هم وي، نو خپل یرغل او اشغال ته ئې د ستراتیژیک تړون د لاسلیک  څخه پرته چې امنیتي  او دفاعي برحخه یې تر ټولو ټاکونکې برخه ده،  د پای ټکی نه دی ايښی  او له کومه ځایه چې د بشپړ نظامي یرغلونو او اشغالونو تداوم  ډیر لوړ لګښت او ځاني تلفات لري،

نو د خپلو اقتصادي ګټو د تأمين لپاره تر بشپړو نظامي یرغلونو او اشغالونو دایمي اډې غوره ګڼي او هڅه کوي خپل نظامي یرغل او اشغال ته د دایمي اډو د لاسته راوړنو په بدل کې د پای ټکی کېږدي او لدِې لارې په دپام وړ سیمه کې خپلې اقتصادي ګټې خوندي او ستراتیژیک پلانونه بشپړ کړي . او ځینې سیاستپوهان بیا تر دې هخوا په دې اند دي، چې همدغه دايمي اډې په یوه ډول نه یوه ډول د همغو نظامي یرغلونو او اشغالونو امتداد دی، چې  د ډیموکراسۍ او تروريزم سره د مبارزې تر شعار لاندې په لاره اچول کېږي  او د تر یرغل لاندې هېوادونو او سیمو خپلواکي بیا تر پوښتنې لاندې راوستی شي.

له کومه ځایه چې افغانستان یوه مهمه ستراتیژیکه او سوق الجیشي سیمه ده ، چې له یوه لوري  په سیمه کې د موجودو ذخایرو او زیرمو کنټرول او څارنه لدغه ځایه په ښه توګه تر سره کیدای شي ،او لهمدې کبله دسیمې هېوادونه په افغانستان د دغه امنیتي او دفاعي تړون اړوند اندیښنې لري، او د افغانستان د حکومت څخه په دې هکله د ډاډ غوښتونکی دی، تر څو دا راز ټړون په افغانستان کې د دوی ملي او امنیتي ګټو ته ګواښ متوجه نه کړي  او له بل لوری افغانستان په خپله ډیر زیات طبیعي ذخایر او زیرمې لري، نو په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه به په هیڅ ډول حاضر نه شي، چې د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره لدغو ذخایرو او شتمنیو څخه ګټه پورته نه کړي. د دغه لید لوری پر اساس د افغانستان د یرغل او نظامي اشغال یوه بنسټیزه موخه په افغانستان کې دایمې اډې لاسته راوړنه ده ، چې د افغانستان سره د ستراتیژ یک تړون د لاسلیک په پایله کې به ورته قانوني بڼه کیښودل شي، کومه چې امریکا ئې په هکله له یوې اوږدې مودې څخه د افغانستان له حکومت سره خبرې په لاره اچول دي  او ښايي امریکا او د افغانستان حکومت پدې هکله ډیرسره نیږدې شوي وي، ځکه چې که تر دې وړاندې د امریکا سره دامنیتي تړون اړوند دخلکو تر غوښونو ډول ډول اوازې رسیدلې، خو اوس د افغانستان په مطبوعاتو او رسنیوکې دا موضوع د خلکو په وړاندې د یوه حقیقت په څیر تر بحث لاندې نیول کیږي او نهایی پریکړې ته پکې چمتوالی نیول کېږي، سره لدې چې لا تر اوسه مطبوعات هم د دغه تړون په هکله ملت ته روښانه او څرګندتصور نه شي وړاندې کولای، څرنګه چې پکار ده چې وړاندې ئې کړي  او ملت د دغه ټړون د جزئیاتو څخه خبر کړي.

عموما دافغانستان په مطبوعاتو او رسنیو کې د ستراتیژیک تړون اړوند بحثونه او مرکې دوه لیدلوری منعکسوي، یو لیدلوری خو یاد امنیتی تړون د افغانستان په ګټه یوتړون ګڼي، په دې دلیل چې افغانستان د اقتصادي، سیاسي او نظامي ..لحاظه یوه ناتوانه هېواد دی  او په موجودو شرایطو کې نه توانیږي چې د دغه راز نظامي حمایت او ملاتړ څخه پرته چې د امنیتی تړون په پایله کې به ترې برخمن شي دګاونډیو هېوادونو له اطماعو څخه ځان وساتي اوپه کورنیو چارو کې ئې د لاس وهنې مخنیوی وکړي او همدا راز د هغو قوتونو مخنیوی وکړي چې د دغو ګاونډیو هېوادونو له لوری ورسره مرسته کېږي تر څو د افغانستان امنیت اخلال کړي . دا لید لوری په حکومت کې  هغه سیاسي ډلې او قوتونه منعکسوي، چې خپلې ګټې د بهرنیو ځواکونو د شتون په نتیجه کې خوندي ویني او نه غواړي چې موجود حالت ته د پای ټکی کیښودل شي، او کله نا کله خو په افغانستان کې د ملي سولې مخالفت هم د همدغه تصور په بنیادکوي، ځکه چې په دولت کې د مخالفینو د ګډون په پایله کې خپله سیاسي او د نفوذ ساحه تنګه ویني.

دوهم لیدلوری یاد شوی امنیتی تړون د افغانستان په زیان یو تړون ګڼي، په دې دلیل چې افغانستان د سیاسي، اقتصادي او نظامي لحاظه یو بې ثباته او ناتوانه هېواد دی ، او نه شي کولای په داسې حالت کې خپل شرایط په مقابل لوری و مني  او دا تړون د افغانستان سیاسي خپلواکۍ ته یو جدي ګواښ بولي  او ستراتیژیک تړون په دې معنی چې امریکابه په افغانستان کې د ګڼ شمیر امتیازاتو خاونده شي ، د افغانستان په ډیرو مهمو او بنسټیزو پریکړو کې به د دخالت حق تر لاسه کړي، د افغانستان خپلواکي او آزادي به تر پوښتنې لاندې واقع شي ، د افغانستان طبعي ذخایر او زیرمې چې د افغانستان د اوسني او راتلونکی ملت حق دی، به د امریکا او استعماري قوتونو په لاس کې ولویږي ، او په داسې توګه به ئې د استخراج چارې تر سره شي، چې ډیره محدوده ګټه افغانستان ته ولري او د ګټې لوی برخه به ئې د امریکا د اقتصاد په پیاوړتیا کې توظیف شي ، او دا چې افغانستان په پیل کې د پرمختګ او پراختیا په چارو کې په استعماري قوتونو اعتماد وکړي تر پایه به دلویدیځ استعماري کړیو ته اړمن پاتې شي ، ځکه چې د لویدیځ استعماري قوتونه کله چې د نظامي یرغل او اشغال له لیارې او یا د لاسپوڅي حکومت له لیارې دکوم هېواد په طبیعي زیرمو او مقدراتو باندې برلاسی شي، نو بیا  هڅه کوي تر څو تر پای هغه هېواد په خپله استعماري منګول کې وساتي . دا لیدلوری هغه سیاسي ډلې او قوتونه منعکسوي ، چې نه غواړي د لوېدیځ استعماري قوتونه د افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخلیک کې اوږد لاس ولري ، داسربیره پدې تصورچې یاد شوی امنیتی تړون به په افغانستان کې د بې امنیتۍ لامل وي ، او په سیمیز ډګر کې به هم د افغانستان اړیکې  د سيمې له هېوادونو سره زیانمنې کړي.

د دغو دوه متضادو دریځونو په ترڅ کې د افغانستان د ملت له هر وګړی سره دا پوښتنه پیدا شوې ده او باید هم پیدا شي، چې یاد ستراتیژیک (امنیتی) تړون د افغانستان ملت ته څه ګټه لري او څه زیان ؟ که چېرې دا تړون د افغانستان دملت د ګټې او منفعت لپاره چې نن هم شته او سبا به هم وي هغه حکومت  لاسلیک کوی، چې نن شته دی خو سبا به نه وي، نو بیا پکار ده چې د افغانستان حکومت دا ملت د دغه تړون په ټولو جزئیاتو باندې پوه کړي او دا خبره په روښانه توګه  ورسره شریکه کړي  او دغه حکومت چې د دغه تړون په لاسلیکولو کې د ملت د ممثل او استازي  دنده په غاړه لري، د دغه ملت رایه په واقعي ډول واخلي نه هم په شکلي ډول . ځکه، که چېرې دا تړون د ملت په ګټه نه وي، نو ملت به ئې د هغو ګواښونو او زیانونو سره تر ابده لاس ګریوان وي، چې د نوموړي تړون د لاسلیک لامله کېدای شي راپیدا شي او حکومت به د خپلې دورې د ختمېدو سره پدې هکله له هر راز مسؤولیت څخه آزاد شي .

د یادونې وړ ده چې عموماد دغه  ډول تړونوپه قطعنامه کې چې امریکا د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره لاسلیک کړي، لاندې شرطونه درج  وي، چې په لنډه توګه ئې مهمې کرښې دلته  ذکرکوو:

د دغه تړون په اساس به امریکايی ځواکونه په افغانستان کې د امریکا د قانون مطابق د کشالو په حل او فصل کې اقدام کوي، د افغانستان حکومت به حق نه لري، چې د تجاوز او تخلف په صورت کې امریکایی جنګیالي وپوښتي، او یا ئې محلي محکمو ته را کښ کړي، د افغانستان هوايي حریم به د امریکايی ځواکونو په واک کې وي ، د امریکا هر ډول نقلیه وسایط او وسایل به د مالیه د ورکولو څخه معاف وي ، د اړتیا په صورت کې به دا ځواکونه پرته لدې چې د افغانستان د حکومت سره مشوره وکړي د هر ډول نظامي عملیات حق لري، له کومه ځایه چې په افغانستان کې یو بل ګمارل شوی اضافي ګواښ وجود لري ، د “ تروریزم او ترهګرۍ ګواښ “ نو د جرم د ارتکاب په مهال به ئې مسلحتوب یا نه مسلحتوب د یونفرم درلودل یا نه درلودل کوم توپیر نه لري.

خو د جلالتماب  ولسمشر او جون کېري د خبري  ګډ کنفرانس  په لړ کې په ډېرو داسو مبهمو ټکو ټینګار کېده، چې د پورتنیو شرطونو څه نا څه نفې پکې څرګندیدله، لکه د افغانستان خپلواکۍ ته احترام!، د خپل سرو عملیاتو مخنیوی!، د افغانستان امنیت او تل پاتې سوله.. دا خو ټول مني چې افغانستان تر هر څه وړاندې تل پاته سولې او امنیت ته کلکه اړتیا لري او په دې ټکي باندې د ولسمشر وروستی تینګار هم د هېواد د راتلونکې لپاره خپل ځانګړی  ارزښت او اهمیت لري، خو د دعه راز موخې دې لاسته راوړنې لپاره باید په نوموړی  سند کې روښانه او څرګند میکانیزم  شتون ولري او نوموړی میکانیزم د ملت سره  چې تر اوسه ورته ګنګ دی د لویې مشورتي جرګې له لارې شریک او تر بحث لاندې ونیول شی. حال دا چې نوموړی تړون  یو امنیتی تړون دی. که چېرې د امنیتي تړون په پایله کې د افغانستان امنیت په بشپړه توګه تأمین نه شي نو بیا د نوموړي تړون ګټه څه ده!؟.

که چېرې  نوموړی امنیتي تړون داسې جزئیات ولري، چې پورته ذکر شول نو بیا وېره ده چې دا تړون د افغانستان د کړېدلي ملت لاس او پښې ونه تړئ اودا تړون د اوسني یرغل او اشغال  ادمه پاتې نه شي، چې هیڅ یو خپلواک افغان ته  به د منلو وړ نه وي.

عبدالرحمن فرقانی
Forqani_604@hotmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x