german conslate afghanistan

المان ولي په کابل کې خپل سفارت وتاړه؟

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د جمعې په  ورځ الماني چارواکو  په کابل کې  د امنیتي وجوهاتو له مخې  د خپل سفارت  د تړلو حکم صادر کړ .

اوس المان د بهرنیو ځواکونو په جمله کې تر امریکا او انګلستان وروسته  دریم هیواد  دی  چې په افغانستان کې  ۴۴۰۰ پوځیان   لري   او د تیرو ۱۲ کلونو په جریان کې  یې تر اوسه   ۵۳  تنه  پوځیان   وژل شوی دي.

دالماني ځواکونو  زیاته برخه  دهیواد په شمال کې  ځای پرځای ده  اوداسې ویل  کیږي  چې  د هغوئ  یو محدود شمیر پوځیان به  دبهرنیو ځواکونو تروتلو وروسته هم  په افغانستان کې پاتي کیږي ، خو په کابل کې  د هغوئ  د سفارت تړل کیدل ښایي   په افغانستان کې د هغوئ  د ځواکونو  د پاتي کیدلو احتمال  هم کمزوری کړي .

جرمني  هیواد هم له  پوځي او هم له سیاسي پلوه  په افغانستان کې ځانګړی رول لري ، د بن لومړی کانفرانس په جرمني کې منعقد شوی  او  همدا راز هغوئ  په راتلونکي کې    غواړي  د افغانستان  لپاره راتلونکي پوځ  او  امنیتي  ځواک    وروزي .

په کابل کې  د امنیتي  دلائلو له امله   د المان  د سفارت تړل کیدل په مجموع کې  د ټولو بهرنیو سفارتونو او ديپلو ماتیکو مرکزونو لپاره  د خطر زنګ  بلل کیږي ؛ ځکه  دغه سفارت  د کابل په ترټولو خوندي  سیمه کې موقعیت لري  او په دې سربیره دهغه  د حفاظت او  مراقبت لپاره   خپله   الماني  امنیتي ځواکونه  هم ګمارل  شوي تر څو داحتمالي بریدونو په مهال  دسفارت د دیپلو ماتانو  اونورو کار کوونکو  محافظت وکړي .

خو د دې  با وجود چې  د ارګ په څوکیلومتري  کې  د المان سفارت  بیاهم  د امنیتي لاملونو له مخې تړل  کیږي  دا په حقیقت کې  په ټول کابل  ،بلکې په ټول هیواد کې  د امنیتي ګډ وډې فضا  په خرابوالي  دلالت کوي  چې  هلته ورکې نه  دولتي  منسوبین ځان  محفوظ ګڼي او نه هم  بهرني  دیپلوماتان .

د المان  د بهرنیوچارو  وزارت  چارواکو   (دای ‌ولت)  نومي  الماني  ورځپاڼې ته ویلي چې دوئ وروسته  تر دي  د سفارت  د تړلو  پریکړه وکړه  چې  په یاد سفارت باندې  دبرید کولو یو پیغام  ترلاسه کړ .

داچې  الماني چارواکوبه  دغه  ډاروونکی پیغام  له کومه  او دچا لخوا تر لاسه کړی  وي  ځانته خپل توجیهات  لري  ، خو  په بهرنیو سفارتونو  او ټولو دیپلوماتیکو  مؤسسوباندې  د حملو  کولو  امر    ۶ میاشتې ترمخه  دطالبانو  په هغې اعلامیې کې  ورکړل شوی وه  کومه چې  هغوئ  د خالد ابن ولید (رضی الله عنه ) تر نامه لاندې  دخپلو پسرلنیو عملیاتو  دپیلولو په مناسبت   نشر کړې وه .

په یاده اعلامیه کې  طالبانو ځکه  د بهرنیو سفارتونو او دیپلوماتیکو مرکزونو د په نښه کولو امرصادر کړی  وه  چې  د دوئ  په اند دغه  سفارتونه   د  ديپلوماتیکو  فعالیتونو  تر نامه  لاندې  جاسوسي  چارې  ترسره کوي .

که   الماني  چارواکو  خپل سفارت  د همدغې اعلامیې  په اساس  تړلی وي نو د هغې خطاب یواځې الماني سفارت ته نه،  بلکې  ټولو هغو سفارتونوته متوجه دی کوم چې ځواکونو یې  د امریکایانو ترقیادت لاندې په افغانستان کې میشت  او د افغانانو په ځورولو لګیادي  .

همدغو سفارتونوته  که نوي  ګواښونکی پیغام  ورسیږي که  نه ورسیږي  هغوئ  مخکې ترمخکي  مستدف   او دکابل شړیدلې اداره یې  د هغوئ  د تحفظ او خوندیتوب     هیڅ  وړتیا نه لري .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د