نړۍ

د کوټې په ملکي روغتون کې چاودنې ۵۶ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکزي ښار کوټې په ملکي روغتون کې یوې زوروې چاودنې لږ تر لږه ۵۶ کسان وژلي او په لسګونو یې نور يې ټپیان کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې نن سهار ناڅرګندو کسانو د بلوچستان د مدافع وکیلانو مشر بلال کاسي په ډزو وژلی و او مړی یې ملکي روغتون ته راوړل شوی و.

په ملکي روغتون کې هغه مهال زوروره چاودنه وشوه چې د پېښو څانګې سره ډيری مدافع وکیلان راټول شوي وو. په وژل شوو کسانو کې هم ډيری مدافع وکیلان دي.

مخکې تر دې د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر سرفراز بګټي د ۲۵ کسانو د وژنې پخلی کړی او ویلي یې وو چې په ټولو روغتونونو کې یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د پيښي صحنې ته د پاکستان د پوخ مشر راحیل شریف هم رسیدلی او تمه کیږي چې لومړی وزیر نواز شریف به هم ځان ور ورسوي.

وروستي معلومات ښيي چې وژل شویو کسانو شمېر ۵۶ تنه دی، امکان سته چې تر دې هم زیات شي ځکه چې د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

په چاودنه کې د ډان نیوز او آج ټي وي دوه خبریالان هم وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x