شعـــــرونه

د افغان ویاړ /نجیبه ګهیځ احمدزۍ

د پکتیا د دنګو غرونو شاهسواره

د افغان د ټپې زړونو پرستاره

نن هم کاڼې بوټي تاپسي ژړیږې

ټول ملت مو یادوې ای قهرمانه

غلیم اوس هم چې ستا نوم واوري لړزیږې

ای شهیده د دښمن د خچنو سترګو خاره

تا وطن لپاره ځان په دار اوچت کړ

د غیرت کیسی مو کړه دنیا حیرانه

تا تاریخ کې ځانته ښکلی مقام جوړ کړ

هره پاڼه د تاریخ کې به یادیږې په میړانه

که هزار کلونه تیر شې را به نشې

ستا په شاني بل رهبر ای قهرمانه

هره مور چې خپل بچی روزي په غیږ کې

رب نه غواړي ستا په شان بنده خاکساره

پاک الله مو جنتونه په نصیب کړه

زمونږ ویاړه هر پښتون د سر دستاره

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x