نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲۲ برخه)

یوه ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته ټولو ملګرو استراحت کړی وو، معمولا به کله چې دغرمې ډوډۍ وخوړل شوه، ملګري به بیده کېدل، ما هم ځان اچولی وو، خو لا بیده شوی نه وم، که ګورم د خونې دروازه راخلاصه شوه، له همدې سره یو د پنځه ویشتو کلونو په شاوخوا کې یو ځوان خونې ته راننووت! د هېواد دجنوب غرب د خلکو په څېر غوڅه د مریو خوله یې پر سر ده! ښایسته توره ږیره! لوی لوی هغه په اصطلاح خنجري ډبل بریتونه! لویې لویې سترګې! رنګ یې الوتی! زمونږ په څېر همدا د ریاست ۱۷ خړې تنګې تروشې جامې یې په تن وې! خو نادره دا وه چې غریب یو څېرې پیرې شینبخون واسکټ هم ور سره اغوستی و!

تیز او سیده په وار خطا وارخطا ګامونه راغی، دروازې ته مخامخ اخوا دخونې آخري دیوال ته کیناست، په لاس کې  خپلې جامې ور سره وې، هغه یې په کومه خلته ملته کې هم نه وې اچولې! همداسې یې په لاس کې نیولې وې، هغه یې په ځمکه کېښودې او پاس پرې ور کېناست! نور یې غیر اختیاري یوې او بلې خوا ته وکتل! بیرته یې سترګې په دروازه کې خښې کړې!

زه ور جګ شوم، ستړي مشي مې ور سره وکړل، لاس یې راکړ، پوښتنه مې ترې وکړه، غوڅ غوڅ او لنډ ځواب به یې را کړ، چې څنګه یې راوستم، او له کوم ځای نه! او ولې؟ په همدې وخت کې باشي د خونې دروازه نه پوهېږم د څه لپاره خلاصه کړه، د دروازې له خلاصېدو سره یې د دروازې په لوري ور خیز کړل! او نارې یې کړې! وو فلانیه وو فلاینه! باشي بیرته دروازه بنده کړه، دی هم خپل ځای ته راغی، په خپل ځای کیناست! خو اخوا دیخوا یې غیر اختیاري کتل! ما پوښتنه ترې وکړه، چې چا ته دې نارې وهلې؟ وايي دلته زما یو بل ملګری و هغه یې لکه چې اخوا بوتلو!

لږ وروسته نور ملګري هم سره را ویښ شول، ټولو ستړي مشي ور سره وکړل، ځینې ملګري ګپ شپیان وو، په ځانګړي ډول هغه پشیی حاجي صیب! هغوی چې د نوموړي حالت ولید! چا خندل او چا اشارې ورته کولې! مګر دی بیغمه ناست و! د چا په کیسه کې نه و!

پوښتنه مو ترې وکړه چې نوم دې څه دی؟ وايي: عثمان، د کوم ولایت یې؟ وايي دغزني، د کومې ولسوالۍ؟ وايي: د ګیرو ولسوالۍ! ولې یې راوستلی یې؟ طالب یې؟ وايي خبر نه یم، او طالب هم نه یم! نه پوهېږم چې ولې یې راوستلی یم؟ له کومه ځای نه یې را وستې! وايي له خټو نه! خټې دې چېرته کولې؟ وايي په تګاب کې!

بیا یې کیسه پیل کړه، چې زه غریب سړی یم، له پلاره یتیم پاتې شوی یم، یو بل وړوکی ورور مې دی، مور مې بل خاوند کړی، ما مخکې سبق ویلو، کله چې مې پلار وفات شو، د کور مشکلات را له غاړې شول سبق را نه پاتې شو، له همغه ورځې اوس کله یو ځای کله بل ځای مزدوري کوم!  څه وخت مخکې له خپلو نورو انډیوالانو سره په خټو پسې راووتو، تګاب ته لاړو، هلته مو یوه کلا ونیوه! کله مو چې کار خلاص شو، یوه ورځ مازدیګر و، بازار ته راغلو چې کابل ته راشو او له هغه ځایه بیا کور ته لاړ شو!

مونږ پوښتنه ترې وکړه چې څومره پیسې دې وګټلې! وايي درې ملګري وو، په ټولو مو دولس زره افغانۍ وګټلې! هر یوه ته څلور څلور زره را ورسېدې! بازار ته چې راغلو، له ما نه مې نور ملګري ورک شول! زه نه پوهېدم چې څه وکړم، یو ټکسي والا ته مې ویل چې ما کابل ته یوسه، هغه ویل سمه ده، خو زر روپۍ به راکوې! ما ور سره ومنله، په ټکسي کې ور سره را سپور شوم.

دلته کابل ته چې را ورسېدو، ټکسي والا سیده یوې پوستې ته ور وستم، هغوی ونیوم، شپه مې هلته تېره کړه اوس یې دا دي دلته راوستم! د خبرو په منځ کې به یو یو ځل هوايي غوندې شو! فکر به یې په بله شو! مونږ ورته ویل، سړیه په حال یې؟ دا څه کوې؟ ده ویل چې زه سم په حال نه یم، کله کله مې سوچ په بله شي! مونږ ویل ولې؟ سر یې را وښود، یو لوی پرار و پکې! وايي دا وینئ! سر مې په ماشومتوب کې مات شوی، په کلي کې مې له یو کس سره جنګ شو، هغه د غنمو په چارشاخه په سر ووهلم! سر مې دومره مات شو! له همغه وخت راهیسې اوس سم په حال نه یم!

زمونږ ټولو سخت زړه درد پرې وکړ! چې دا غریب د خپل کوچني کور لپاره په خوارۍ پسې راوتلی، یوه دوه روپۍ يې ګټلې دي که نه! هغه ظالم ټکسي وان زر روپۍ ترې اخیستې دي! او نور یې د لیوانو په لاس ور کړی! هغوی ظالمانو دا دي دلته راوستلی دی! آخر ظلم او وحشت هم یوه اندازه لري!

په لمانځه به چې ودرېدو، دی به هم را سره ودرېد، مونږ به چې دوه رکعته، او کله یو رکعت وکړ، دی به شا ته شو، کرار به کیناستو، لږ وروسته به بیا را پورته شو، را سره وبه درېد، مونځ به چې خلاص شو، مونږ به ورته ویل چې عثمانه له سره لمونځ وکړه، تا خو لمونځ سم ونه کړ، ده به ویل سم مې وکړ!

لمونځ يې ټول ښه زده و، پښتو لیک یې هم لوستی شوای، له مونږ سره په خونه کې یو پښتو کتاب و، هغه مو ور ته را واخیست، ښه سم یې لوستلو!

 کله کله به یې چې فکر په بله شو، د زندان جامې به یې وایستلې، خپلې به یې واغوستې، کارمندان به چې راغلل هغوی به ویل چې دا سړی ولې داسې کوي، تاسو یې مه پرېږدئ چې خپلې جامې واغوندې! مونږ ورته ویل دا کس په حال نه دی کله یو څه کله بل څه کوي! مونږ هم سم په ژبه نه ور سره پوهېږو!

کله کله به افتاوۍ ته نه تللو، همدلته په خونه کې به پاتې شو، هر څو به مو چې ورته ویل چې ځه عثمانه! افتاوۍ ته! ده به ویل زه نه ځم! یوه ورځ مونږ ووتلو، کله چې خونې ته راغلو! په خونه کې یو عجیب ښایسته ځوان ناست دی! ښې نوې شخصي جامې یې اغوستې دي! ښه تازه نوې خوله یې پر تندي کږه ایښې ده!!! ښه نوی واسکټ یې په تن دی! ډه ډه یې وهلې ده! د خورما کوتی یې مخې ته ایښی، په لاس کې یې د شیدو کوتی نیولی او څښي یې!

 هغه ملګري چې له مونږ نه مخکې خونې ته راغلل، ټول حیران وو! یو او بل ته یې کتل چې دا ځوان په کومه او له کومه ځایه دلته راغلی؟!! ځکه چا ته اجازه نه وه چې په دغه دهلیز کې دا رنګ شخصي جامې واغوندي!

له مونږ سره په خونه کې دقندهار یو سپین ږیری حاجي صیب و، هغه و پيژانده چې دا خو عثمان دی! او هغه په خپلو جامو وپيژانده! کله چې مونږ له خونې وتلي یو، عثمان جګ شوی، د دغه سپین ږیري حاجي صیب شخصي جامې چې تر بالښت لاندې یې ایښې وې، را اخیستې دي، هغه یې اغوستې دي! خوله یې د کوم بل ملګري را اخیستې ده او واسکټ یې هم دهمدغه حاجي صیب اغوستی! پاس وړې وړې دربچې وې، لږ غوندې رپک یې درلود مونږ هلته خورما او شیدې ایښې وې، هغه یې را اخیستې وې! داسې نېشه ناست و! تا به ویل چې د پېښور کوم خان دی!

 ملګرو چې وپيژانده ټول په خندا شول! چې عثمانه دا دې څه نادره کړې ده! حاجي صیب غوسه و! وايي دا خو یې زما جامې اغوستې دي! ځینې نور ملګري هم ورته غوسه شول وايي عثمانه جګ شه له دې ځایه! عثمان په نیمه دنیا کې چورت نه وهلو! نه جګېدو! بې غمه ناست و، چا ته یې کتل هم نه! ځینو ملګرو په زور را کش کړ! عثمان چېرته جګېدو! ما خو له خندا نه ځان نشوای کنترولولی! زما هغه سپین ږیري حاجي صیب ته ډېره خندا راتله! هغه په مسلسل ډول ویل: دا خو یې زما جامې اغوستې دي! دا خو یې زما جامې اغوستې دي!

لنډه دا چې ځینو ملګرو راکش کړ، له هغه ځای نه یې جګ کړ! اوس به جامې څوک پرې وباسي! دوی ورته ویل چې جامې وباسه، ځکه حاجي صیب ډېر په غوسه و،  عثمان جامې نه ایستې! بیا یې شروع پرې وکړه، واسکټ خو یې ترې وایست! کمیس یې هم په یو ډول ترېنه وایست! اوس پرتوګ به څنګه کوي! عثمان ځان ټینګ کړی د چا پلار به اوس پرتوګ ترې واخلي! ټينګ یې نیولی! ملګرو که هر څو عذرونه ورته وکړل چې دا جامې د حاجي صیب دي، او بل دا چې اوس به کارمندان راشي جامې وباسه! عثمان په چا کې چورت نه وهلو! او زما خندا نه درېده!

آخر یې په یو ډول رضا کړ چې هغه خپلې جامې واچوي او د قندهاري حاجي صیب جامې وباسي! له دې سره مونږ بیرته شکمن شوو، چې دا کس لکه چې جوړ دی خو هسې ځان یې په لیونتوب وهلی! ځکه دومره کمال جوړ سړی نشي کولی لکه ده چې کړی و! معمولا په دې زندان کې له بندي سره پرتوګاښونه، او یا قلمونه نه پرېښودل کېدل! دوی ویل داسې نه چې کوم بندي ځان پرې زندۍ کړي! او یا په قلم ځان ژوبل نه کړي! خو بیا هم که کوم کس له ځان سره دوه جوړه جامې درلودې نو هغه په غوټه کې چې کومې جامې به وې، دوی د هغې تلاشي نه اخیسته، ځکه خو به په هغو جامو کې له یو یو کس سره کوم پرتوګاښ پاتې و! عثمان نه پوهېږم پرتوګاښ له کومه کړی و! چې له خپلو جامو یې را اخیستی و، او که یې د کوم بل ملګري په جامو کې پیدا کړی و! د پرتوګاښ اچولو آله هم نه وه، ده کمال کړی و، د کوم ملګری مسواک یې را اخیستی و، په هغه یې پرتوګاښ اچولی و! ملګرو ورته ویل: عثمانه! ولې دې داسې وکړل، هېڅ ږغ یې نه کولو!

کله به چې مونږ اوداسه ته تللو، دی خو به لومړی نه تلو، کله به چې ملګرو مجبور کړ چې ځه اوداسه ته لاړ شه، چې له خونې به را بهر شو، په دهلیز کې به یې د لویې دروازې په خوا منډه کړه، باشیان به یې مخې ته ودرېدل را تاو به یې کړ چې چېرته ځې؟ ده به ویل کور ته مې ځم! ولې مې نه خوشي کوئ!

له هغه ځایه به چې را تاو شو، تشناب ته به چې ننوتو، بیا به راوتلو نه! هلته به نور ملګري په نوبت ولاړ و، او هلته به عثمان نه راوتلو! نیمه ساعت به په تشناب کې ننوتلی و، ملګرو او باشیانو به چې هر څو نارې ورته وکړې چې عثمانه راووزه! ده به نه د هو ږغ کولو نه د نه، آخر به یې د تشناب له پاسه اوبه ور وشیندلې، لکه مخکې مو چې وویل د تشنابونه چتونه نه وو، سرونه یې همداسې خلاص وو، له هغه وروسته به بیا راووتو.

کله کله به چې سهار وختي ملګري اوداسه ته جګ شول، په ده به مو هم ږغ وکړ چې عثمانه پورته شه،اودس وکړه، دلمانځه وخت دی، چې بیا لمونځ کوو، دی به نه جګېدو! ملګرو به چې ډېر مجبور کړ، ده به ویل چې زما اودس شته! مونږ به حیران شوو، چې سړیه ټوله شپه وېده وې! اودس دې بیا څنګه شته؟ ده به ویل: زه نه یم بیده شوی! زما اودس شته! ځینې ملګري به ورته په غوسه شول! په زور به یې له خونې په ټیلو ټیلو وایست، هلته به بیا له تشناب څخه نه راوتو! …

نور بیا

عبد الحنان مجاهد

——–

ددې لیکني د نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x