دیني، سیرت او تاریخ

د استغفار ګټې

قاري حکيم الله صابري

یو ځل امام احمد بن حنبل رحمه الله په سفر ووت ، په لار کې یو مسجد ته د شپې تېرولو لپاره ورغی ، خو د مسجد د ساتونکي له لوري پرې نه ښودل شو چې په مسجد کې شپه تېره کړي، امام احمد بن حنبل رحمه الله ډیر کوښښ وکړ چې د مسجد ساتونکي راضي کړي تر څو ده ته د شپې اجازه ورکړي خو هغه نه منله.

اخیر امام احمد بن حنبل رحمه الله د مسجد په دروازه کې بستره وغوړوله او ویده شو، د مسجد ساتونکي چې کله د مسجد امام ولیده راغی د امام احمد صاحب په کشولو یې شروع وکړه تر څو د مسجد له دروازي څخه یې لیرې کړي په همدې حالت کې د یو ډوډۍ پخوونکي سترگې پرې ولگېدې چې د مسجد ساتونکی یې په کشولو د مسجد له دروازی څخه شړي.

داچي امام احمد بن حنبل رحمه الله له شکل څخه هم د قدر او عزت سړی ښکاریده، نو ډوډۍ پخونکي راغۍ او په خپل کور کې یې د شپې تیرولو وړاندیز ورته وکړ او امام احمد رحمه الله ورسره کور ته لاړ، په کور کې یې د امام احمد رحمه الله ډیر اکرام او قدر وکړ، ډوډۍ پخوونکي اوړه لمدول او استغفار یې په ژبه جاري وه، یوه لحظه یې هم پرته له استغفار څخه نه تېروله، او امام احمد رحمه الله ورته متوجه وه.

چې سهار شو نو امام احمد رحمه الله له ډوډۍ پخوونکي څخه، د هغه په کثرت سره د استغفار په هکله وپوښتل، نوموړي وویل : چې استغفار یې خپل عادت گرځولی او هیڅکله یې استغفار نه دی پرې ایښی ، که څه هم امام احمد رحمه الله د استغفار په گټو پوهیده او فضایل یې ورته معلوم وه خو له هغه څخه یې وپوښتل چې آیا د استغفار فایده او گټه دې لیدلې که نه ؟ ډوډۍ پخوونکي وویل: هو، په الله جل جلاله مې دې قسم وي چې هره دعاء مې کړې الله تعالی قبوله کړې ده، پرته له یوې دعاء څخه.

امام احمد بن حنبل رحمه الله له ډوډۍ پخوونکي وپوښتل چې هغه کومه دعاء ده چې تر اوسه قبوله شوې نه ده؟ ه ډدډۍ پخوونکي وویل: دا چې امام احمد بن حنبل رحمه الله ووینم.

امام احمد رحمه الله ورته وویل: زه احمد بن حنبل یم، په الله جل جلاله مې دې سوگند وي چې زه ستا لپاره په ځمکه راښکودل شوم تر څو الله تعالی ستا دا آرزو هم پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x