
مه خفه کېږه! (۱۱۱) ډاډه او قانع اوسه!
لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن
۞ ډاډه او قانع اوسه!
ابن الرومی یو شعر ویلې دی، په دې مانا چې:
حرص انسان د بدمرغۍ په درشل ودروي او همدغه د بدمرغۍ ستره وسیله ده، د هماغه ( قوت لایموت ) د روزۍ هرکلی وکړه، چې په اسانۍ سره لاس ته راځي او په مشفق او ستړیاوو کې مو نه ښکیل کوي.
الله تعالی وایې:
﴿ وَمَا أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُم بِالَّتِي تُقَرِّبُكُمْ عِندَنَا زُلْفَى إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحاً فَأُوْلَئِكَ لَهُمْ جَزَاء الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِي الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ ﴾
یانې: (( دا ستاسې شتمني او ستاسې اولادونه هغه څه نه دي، چې تاسې موږ ته نېږدې کوی، هو! خو څوک چې ایمان راوړي او ښه عمل وکړي، همدغه خلک دي چې د هغو لپاره د هغو د عمل دوه برابره مکافات دي او هغوی به په دنګو او هسکو ماڼیو کې په ډاډېنه اوسېږي. )
دکتور ډیل کارنګی وایې:
(( د امریکا په متحده ایالاتو کې یوې احصایې دا په ډاګه کړې، چې خفګان او اضطراب په امریکا کې لومړنۍ وژونکې رواني ناروغۍ دی، د وروستۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې زموږ درې میلیونه زامن ووژل شول او په هماغه زمانه کې د زړه درد زموږ پر دوه میلونو ځوانانو حمله وکړه، په عین حال کې یو میلون ځوانان د خفګان، اضطراب او عصبي توازن د ګډوډ کېدو له کبله له منځه تللي دي. ))
دکتور “الکسس کاریل” وایې:
(( د زړه مرض د دغو تلفاتو په اړه د یوه مرکزي سبب په حیث پېژندل کېږي! هماغه کسان، چې له خفګانه او اضطراب سره مقاومت نشي کولای، تر وخت د مخه مري. ))
خو معقول او لوی سبب یې دا دی:
﴿ وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلاَّ بِإِذْنِ الله كِتَاباً مُّؤَجَّلاً ﴾
ژباړه: (( هېڅ ساکښ د الله تعالی له حکم نه پرته نشي مړ کېدای، د مرګ نېټه لیکل شوې ده. ))
ډېر لږ زنګیان په امریکا او ډېر لږ چینایان په چین کې د زړه په ناروغۍ اخته کېږي، ځکه چې دوی د خپل ژوند پر اسانه تګلارو تله راتله کوي!
موږ ګورو چې یو زیات شمېر طبیبان د زړه له سکتې مري او د دوی شمېر د هغو دهقانانو او بزګرانو په نسبت، چې پر همدغې ناروغۍ مري، شل برابره زیات دی، ځکه چې د ډاکټرانو ژوند تل له دغو نفسي او عصبي ګواښونو سره مخ وي!!!
یو ډاکټر د خلکو درملنه کوي؛ خو په خپله هم ناروغه دی!