ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۱۲) – په تقدیر ایمان لرل، ټول غمونه له منځه وړي!

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ په تقدیر ایمان لرل، ټول غمونه له منځه وړي!

په یوه حدیث کې راغلې دي، چې:

(( وَلَا نَقُولُ إلا مَا يُرضَي رَبَّنَا ))

ژباړه: (( موږ یوازې هماغه څه وایو، چې رب پرې راضي کېږي. ))

سپېڅلې فریضه دا ده، چې انسان باید حقیقتونه ته سر ښکته کړي او په سړه سینه یې ومني، چې همدغه د یوه عاجل افلاس او ناببره دربدرۍ په له منځه وړلو کې رول لوبولای شي.

یو شاعر وایې:
کله چې ما په خپل سر کې سپین ویښته ولیدل، نو ما یې هر کلی وکړ، ځکه تر دې پرته بله چاره نه وه.

د تقدیر پرېکړه شوې ده، که څه هم له پوستکي او جامو څخه بوټ راووځي!!!

“ایمرسن” په خپل کتاب ( د یو کار په ترسره کولو ځواکمني ) کې پوښتنه مطرح کړې، چې: (( دغه فکر موږ ته له کومې خوا راغی چې ډاډمن او نېکمرغه ژوند لوی او نېکمرغه خلک رامنځته کوي؟ په داسې حال کې چې خبره د دې برعکس ده!

هغه خلک چې تل د خپل ځان په اړه د ویر په کولو عادي وي، هغوی به دغه ویر کوي، که څه هم د ورېښمو د پاسه څملي او غوره جامې واغوندي. ))

تاریخ ګواه دی، چې عظمت او نېکمرغي په مختلفو پرګنو کې د هماغو خلکو په برخه شوي، چې څیرې ګرېوانونه او ایبله پښې به ګرځېدل او سترې سترې کارنامې به یې سر ته رسولې.

هو!

هماغه کسان چې د محمدي دعوت په لومړنیو شپو کې یې د هدایت رپۍ رپانده ساتله، ازاد شوي غلامان، فقیران او بې وزلان وو او د دغه دعوت پرضد چې کوم خلک راپورته شوي وو، هغه د قوم سرداران، مشران او … وو.

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَيُّ الْفَرِيقَيْنِ خَيْرٌ مَّقَاماً وَأَحْسَنُ نَدِيّاً ﴾
ژباړه: (( کله به چې پر دوی زموږ جوت ایاتونه لوستل کېدل، نو کافرانو به مسلمانانو ته ویل، چې په دغو دواړو ډلو کې کومه یوه یې د رتبې په لحاظ لویه، قوي او غټه ده؟ ))

او داسې نور … .. .

د عنتره دغه شعر د یادونې وړ دی، چې وایې:

إن كنتُ عبد افإني سيدٌ كَرَماً
أوْ أسود اللونِ إني أبيضُ الخُلُقِ .

ژباړه: (( که خلک زما په اړه د یوه تورپوستي غلام اټکل کوي، نو څه وشول؟ په داسې حال زه په خوی سپین او د کارنامو په لحاظ د قوم سردار یم! ))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdul halim

افغانستان ده افغان ولس دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x