
مه خفه کېږه! (۱۱۳)
لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن
۞ کله چې د بدن یو غړی له لاسه ورکړې، په نورو شکر وباسه!
ابن عباس رضی الله عنهما شعر ویلی، په دې مانا چې:
(( که الله تعالی ﷻ زما د سترګو بصیرت واخیسته، نو زما په ژبه او غوږونو کې لاتراوسه رڼا شته، په زړه کې مې ذکاوت او عقل مې له کږلېچونو څخه پاک دی او په خوله کې د تېرې تورې په څېر ژبه مې لا کار کوي. ))
بشار بن برد وایې:
(( دښمنان ماته پېغور راکوي او عیب په همدوی کې دی، ما ته په سترګو ړندېدل عیب نه برېښي. ))
صالح بن عبدالقدوس چې کله ړوند شو، داسې یې وویل:
(( سلام پر دنیا، په دنیا کې بوډا او ړوند څه برخه لري!؟ ))
وګوره د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما، بشار بن برد او د صالح بن عبدالقدوس په خبرو کې څومره توپیر لیدل کېږي!؟
عمیر بن عبدالعزیز میمون بن مهران ته ولیکل چې:
(( تا د عبدالمالک په وسیله زما تعزیت کاوه، دا یو داسې کار ؤ، چې ما یې تمه نه درلوده؛ خو پرې خفه هم نه یم! ))