افغانستان

غزني: ګیلان کې چاودنې ۶ ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د غزني ولایت چارواکي وايي چې په ګیلان ولسوالۍ کې د سرک د غاړې ماین ۶ ملکي وګړي وژلي دي.

د ګیلان ولسوال محمد کریم ترکي ویلي چې وژل شوي کسان د دوه کورنیو غړي دي چې درې یې ښځې، دوه ماشومان او یو نارینه دي.

هغه زیاته کړې چې دغه کورنۍ د خپلو دوستانو سره چې له هلمنده غزني ته راغلي وو په بدرګه د کابل کندهار لارې ته وتلي وو چې د بېرته کور ته د ستنېدو پر مهال د سرک د غاړې ماین پرې وچاودید.

ولسوال ادعا کړې چې دغه ماین وسله‌والو طالبانو ځای پر ځای کړی و.

د یادونې وړ ده چې بشري حقونو مستقل کميسیون په کلني راپور کې ویلي وو چې په ۱۳۹۴ل کال کې د ملکي وګړو تلفات د نورو کلونو په پرتله لوړ شوي دي.

د دغه راپور په اساس په ۱۳۹۴ل کال کې ۹۴۳۱ ملکي وګړو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې وه چې له منځه يې ۳۱۲۹ وژل شوي وو او ۶۳۰۲ نور یې ټپيان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x