افغانستان

ننګرهار: د بهرنيانو پر پوځي کاروان چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولايت بهسود ولسوالۍ کې د بهرنيانو پر پوځي قطار نن مازديګر مهال سرتيری بريد شوی.

بريد ۵ نيمي بجې هغه مهال شوی چې پوځي قطار په بهسود ولسوالۍ کې د رينګ روډ له اخندزاده صيب سيمي د تېرېدو په حال کې وو.

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتر نه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې په بريد کې له بريد ګر پرته چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د بهرنيانو يو ټانګ لږ تخريب شوی.

د بريد مسؤليت طالبانو منلی.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد وايي د عمر په نوم يو تن چې د ننګرهار د حصارک اوسېدونکی وو خپل له باردو ډک موټر ته له پوځي قطار سره نژدې انفجار ورکړ .

مجاهد زياتوي په پېښه کې يو ټانګ په بشپړ ډول او بل نيمه تخريب شوی چې په کې سپاره ۶ تنه وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.

باید وویل شي چې افغان چارواکي د بهرنیانو د تلفاتو په اړه رسنیو ته د څه ویلو اجازه نه لري، او بل اړخ ته بهرنیانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x