افغانستان

لغمان : مرکز کې امنيه قومندان مطيع الله صافی ژوبل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۵ل):لغمان ولايت د مرکز مهترلام اړوند اکين آباد سيمه کې امنيه قومندان ژوبل شوی.

د لغمان امنيه قومندان مطيع الله صافی د کونړ ولايت اوسېدونکی دی ، نوموړي تېر کال داکتوبر مياشتي پر ۱۵ مه رسماً په خپلي دندي پيل کړی.

مطيع الله هغه مهال د يوې جګړې په ترڅ کې ژوبل شوی چې غوښتل يې د حکومت پر وسله والو مخالفينو تعرضي بريد وکړي او لاندي شوې سيمه ترې بيرته تر لاسه کړي.

حکومتي چارواکو تر اوسه د امنيه قومندان د ژوبل کيدو اړوند څه نه دي خپاره کړي خو وايي طالبان د لغمان مرکز مهترلام ته په څو کيلومترۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړو بوخت دي.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد وايي امنيتي ځواکونو غوښتل په آکين آباد سيمه کې د يوې لوي قوې په مرسته له طالبانو نيول شوې سيمه بيرته تر لاسه کړي خو بريالي نه شول.

مجاهد زياتوي په ياده جګړه کې دوه تنه پوليس وژل شوي او د امنيه قومندان مطيع الله په ګډون څلور تنه نور مرګوني ژوبل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x