نړۍ

د پاکستان سیاسي او دولتي چارواکي هم فیسبوکیانو ته معاشونه ورکوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د جیو نیوز مشر ژورنالیست حامد میر پر خپل ټویټر لیکلي چې په پاکستان کې واکمن چارواکي او سیاستوال په سلګونو خلک یوازي ددې لپاره په ټولنیزو پاڼو کې په کار اچولي تر څو ددوی په ګټه تبلیغات وکړي او درواغ خپاره کړي.

نوموړي ویلي چې دوی دغه کار ځکه کوي چې ددوی لپاره رشتیا ډیر تکلیف رسوونکي وي.

څو ورځي وړاندي د افغانستان څخه هم په ټولنیزو پاڼو کې د ځینو فیسبوکي لیکوالانو نومونه کشف شوه چې د ملي امنیت شورا له لوري ورته معاشات اجرا کیږي او د هغه تر مخه هم داسي خبرونه خپاره شوي وه چې ارګ او د اتمر په مشري د ملي امنیت شورا د خپل حکومت ځلولو او سیاسي مخالفینو د ځپلو او بدنامولو لپاره ډیر امکانات په کار اچولي.

په هغه لیست کې چې په دې وروستیو کې پر فیسبوک نشر شوی، ځیني داسي نومونه هم په کښي افشا شوي چې تر ډیره ورته افغانانو د یو خپلواک او ازاد قلموالو په توګه کتل.

د یادوني وړ ده چې داسي ګنګوسي هم شته چې د افغانستان حکومت به ډېر ژر پر هغو فیسبوکي اکاونټونو او پاڼو بندیز ولګوي چې پر حکومت باندي تنقیدونه کوي او یوازي به په خپل ګټه تبلیغاتي خبریالان او لیکوالان پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x