ډاکټر ځلاند: چین غواړي په افغان سوله کې فعال کردار ولوبوي

ډاکټر فیض محمد ځلاند

یادونه:

ښاغلی ډاکټر فیض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سیاسي فعال دی. ښاغلی ځلاند هم تېر کال په قطر کې د طالبانو له استازو سره د پګواش ناستې له ګډونوالو څخه و. په دې وروستیو کې يې چین ته سفر کړی و. ښاغلی ځلاند د افغان سولې په تړاو خپل نظر او لید لري. نن ټکي اسیا په همدې تړاو ورسره مرکه کړې چې ستاسې پام ورته رااړوو:

نن‌ ټکیاسیا: تاسې او ځینې نور افغان ژورنالیستان تېره اوونۍ چین ته د “ولسي ډیپلوماسۍ” په یوه سفر تللي وئ. وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ښايي چین د افغان سولې خبرو کوربه شي. تاسې داسې څه احساس کړل؟

ځلاند: له تاسو یوه نړۍ مننه چې ماته مو د مرکې وخت را کړ!

چین د سیمې او نړۍ په کچه غواړي پخپلو دیپلماتیکو هلو ځلو کې بدلون را ولي (د چین کردار په سیمه کې په خاص ډول د افغانستان په اړه بدلیدونکی دی)، چین تر ډیره بریده د Wait and See د (انتظار او لیدو) له پالیسۍ څخه نور په سیمه کې په فعاله دیپلماسۍ لاس پورې کووونکی دی. چین د افغانستان سره د همدې نوې ستراتیژۍ له مخې د پراخو هلو ځلو په لورې ګام اخیستی. چین د کابل اورمچې ترمنځ د اریانا نویو پراوزونو ته زمینه برابره کړي چې دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ او راشه درشه اسانه کړي، چین د کرنې، د کلیو د پراختیا او دیپلماتانو د روزنې په برخه کې پراخې هڅې پیل کړي دي، چې د دې ټولو هلو ځلو تر څنګ یې د افغان سولې په برخه کې وروستې هلې ځلي د پام وړ دي.
موږ د چین د ګڼو څیړنیزو مراکزو او اکادیمکو ادارو څخه لیدنه وکړه چې ټولو د افغان سولې په اړه د چین، پاکستان، امریکا، روس، ایران او هندوستان په کردارونو بحث ته لار هواروله.
له دې بحثونو څخه معلومیږي چې چین غواړي په افغان سوله کې فعال او رغنده کردار ولوبوي چې دا به د افغان جګړې په درولو کې ډیر اغیزمن کردار وي.

نن‌ ټکی اسیا: د رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو ستاسو له سفر وړاندې چین ته سفر کړی و. د هغوی له سفر وروسته ستاسې سفر، د دې دوو سفرونو ترمنځ کوم تړاو وینئ؟

ځلاند: موږ په دا ورستیو کې د سولې ارزښت ته په کتو خپلې هلې ځلې د سولې په برخه کې زیاتي کړي، افغان جګړه د افغانانو له وژنو، د افغانستان له ورانۍ پرته بله کومه پایله نشي لرلاي، هره جګړه باید یو عقلاني او په حقیقتونو ولاړ یو پای ومومي، موږ د همداسې یو پای په لټه کې یو، په دې اړه مو په دا ورستیو کې د افغان سولې او جګړې څیړنیز مرکز پرانیست چې د همدې مرکز په استازیتوب مو چین ته سفر درلود. د طالبانو د استازو بحثونه د سولې او سیمې د نا امنۍ په اړه ډیر د پام وړ دي، زموږ د پاره د سولې د هلو ځلو په اوږدو کې دا وخت ډیر مهم او ارزښتمن وو چې له چین څخه مو لیدنه وکړه، او د ګڼو هغو پوښتنو او څیړنو د پاره مو ځوابونه برابر کړل چې په افغان ولس پورې تړلي ګڼلی کيږي. ځکه طالبانو او د ملي وحدت حکومت خپل استازي او بحثونو له ګڼو هیوادونو سره شریکوي خو هیڅوک هم د عادي افغان په توګه د جګړې د معقول پای بحث نه کوي، موږ د دې همدې پاړکې په استازولی په چین کې د سولې بحثونه لرل.

نن‌ ټکی اسیا: د ملي يووالي حکومت له رامنځ ته کېدو راهیسې تل د سولې د خبرو لپاره د پاکستان چاینل غوره کړی. فکر کوئ افغان حکومت به دا ځل چین غوره کړي؟

ځلاند: د ملي وحدت حکومت په وروستیو کې له پاکستان سره له هلو ځلو ناهیلی شوي، حکومت په دې پوه شوی چې پاکستان خپلې کړې ژمنې نه شي ترسره کولی، چین په پاکستان جوت اغیز لري، چین کولی شي په پاکستان فشارونه وارد کړي خو دا چې د دې فشارونو په پایله کې به پاکستان وکولای شي چې طالبان د خبرو میز ته کینوي لا هم یو سوال دی. له دې امله د ملي وحدت حکومت کیدی شي د چین هلو ځلو ته په مثبت نظر وګوري خو څومره چې زموږ د بحثونو څخه معلومیده چین هم د پاکستان سره په دې نه دی توانیدلی چې طالبان دې څلور اړخیزو ناستو ته راضي کړی شي.
نن‌ ټکیاسیا: تاسې په قطر کې د پګواش په ناسته کې هم ګډون کړی و. د طالبانو استازي مو له نژدې ولیدل او د هغوی دریځونه مو ولیدل. فکر کوئ طالبان به چین د منځګړي په توګه ومني؟

ځلاند: د طالبانو او چین ترمنځ اړیکې د امارت له وختې دوستانه او نژدي وي، چین له طالبانو سره کومه ستره اندیښنه او ستونزه نلري، طالبان هم چین د دوست ګاونډي هیواد په سترګه ګوري، خو د سولې خبرې یو څه پیچلې او ستونزمنې ښکاري، طالبانو د سولې د خبرو د پاره خپلو ځانګړو اسانتیاوو ته اړتیا لري چې که چین په دې برخه کې له طالبانو سره مرسته وکړي او د امنیت د شورا له لارې امریکا دیته اړه کړي چې د خپلو پوځیانو د مهالویش ټاکل، د طالب بندیانو د خلاصون زمینه برابره کړي او دارنګه له تورلیست څخه د طالبانو د ویستلو لار اسانه کړي، کیدی شي طالبانو د چین له لارې د سولې خبرو ته زړه ښه کړي.

نن‌ ټکی اسیا: په افغانستان کې د امریکا پراخ ښکاره او پټ شتون او پر افغان حکومت د امریکا د فشار او اغېزې په پام کې نیولو سره، فکر کوئ متحده ایالات به اجازه ورکړي چې چین د سولې بهیر کې فعال رول ولوبوي؟

ځلاند: امریکا او چین په سیمه کې ګڼ متضاد سیاستونه او د ګټو اختلاف لري، خو جګړه د هیچا په ګټه نه ده، امریکا هم په دې وروستیو کې پوه شوي چې د جګړې له لارې نه شي کولي په افغانستان کې خپلې ګټې او یا هم په سیمه کې خپل حضور یقیني کړي، له دې امله کیدی شي د خپلو متضادو سیاستونو سره سره د ځینو ګډو ګټو د خوندیتوب د پاره دا ځل چین د افغان سولې د یو لوبغاړي په توګه ومنلی شي، خو چین د داسې یو کردار د لوبولو د پاره کم وسایل په لاس کې لري. د امریکا نظامي شتون، د جګړې زیاتیدا، د افغانستان شمال کې د جګړې پراخیدا او د مخدره توکو قاچاق سیمې او چین ته یو سرخوږی او اندیښنه ده چې په دې برخه کې به چین امریکا دیته اړ کړي چې د چین د سولې هلو ځلو ته درنه سترګو وګوري او د چین په ملاتړ د افغان سولي امکانات ډیر کړی شي.

نن‌ ټکی اسیا: افغان حکومت او طالبانو ته ستاسې وړاندیز څه دی، څه ډول دواړه غاړې کولی شي چې د سولې مثمرې خبرې ولري. کوم چاینل غوره بولئ؟

ځلاند: طالبان او افغان حکومت باید د سولې خبرې د یو بین الافغاني ډیالاګ له مخې حل کړي، په دې مانا چې دا سمه ده چې په جګړه کې امریکا، لویدیځ ، پاکستان، ایران، روسیه، هند او چین خپلې ګټې او مسلې لري، خو بلاخره جګړه په افغانستان کې د افغانانو په وینو او سرښندنو ترسره کیږي، کور په کې د افغان ورانیږي، وژل کیږي په افغان. له دې حالت څخه د وتلو د پاره باید لومړیتوب د افغانستان تاریخي ملي او اسلامي ګټو او ارزښتونو ته ورکړل شي، هره هغه اجندا چې د سولې د پاره وړاندې کیږي باید افغاني ملي اسلامي ارزښت ولري، افغان لوري باید له خپلمنځیو کرکو، غوښتنو، اجنداوو د ملي ګټو د خوندیتوب دپاره تیر شي. د جګړې ټول لورې باید له ګذشت، حلم او قربانې څخه کار واخلی، افغان مظلوم ولس د جګړې د اوږدیدا توان نلري، هره ورځ د لسګونو افغانانو وژل کیدا د افغان ولس ملا ماته کړي، هره شیبه یې په غم بدله شوي، افغانستان د نړۍ په کچه له خفګانه ډک لومړی هیواد ګڼلی کیږي، له دې امله طالب او افغان حکومت ته په کار دي چې د یو بین الافغاني لوري (جرګې) یا جوړښت له لارې دې د سولې خبرې حتمي کړي او پرینږدي چې د نویمو کلونو کرغیړن تاریخ بیا تکرار شي او په افغانۍ سوله یوه بله بهرنۍ معامله ترسره شي او موږ نوي جګړې ته سوق شو.