نظــر

حرامیان څوک دي ..!!؟

موسی فرهاد

چې پـه ننګ او په ناموس ترټولو کم وی — خدای دې مور کا په هغسی زویه بوره – رحمان بابا

لارډ میکالي د برتانوي امپراتورۍ د مهال ترټول غټ انګریز قانونپوه بلل کیده ، د اوسنۍ برتانیې آساسي قانون هم د همغه میکالي په آساسي ابتکاراتو جوړ شوی دی. چې هندوستان او پاکستان دواړو کې هم د لارډ میکالي لارښود د سرکار آساسي قانون دی .

کله چې انګریزانو هندوستان اشغال کړ ، نو پرخلاف یې په هندوستاني ولس کې کرکه او نفرت زیات وو ، تل دا ویره وه چې د انګریزي یرغلګر پوځ پرضد به خلک راپورته کیږي .

دغه مهال د لارډمیکالي وړانديز دا وو چې ویل یي :  موږ ته تر هرڅه لومړی دا پکار ده چې د هند په نیمه وچه کې داسی نسل وروزو چې ژبه ، وینه او شکل یې هندی وي خو عقل ، فکر او فرهنګ یې د انګریز وي . ویل کیږي چې نوموړي دا خبره په 1935 فروري په 2 یمه د برطانیې پارلمان ته پخپله وینا کي وکړه . او دا یې د خپلي کامیابۍ یوازنۍ لاره ګڼله .

کټ مټ همدا لوبه نن امریکایی اشغالګرو په افغانستان کې روانه کړي ده ، د جنګ جګړې ترڅنګ یې زیاته پاملرنه د فرهنګي او میډیایی یرغل له لاري د ځوان نسل د اذهانو تخریب ته وقف کړي ، د دې کار لپاره یې له غرب څخه یو زیات شمېر افغان شکله افغانان راوستي چې له هغوی نه هیڅوک ګیله نه کوي ځکه چې هغوی خو لا له وړاندي د اسلامیت او افغانیت پرخلاف د دښمن د کمان غشي وو او دي ، مګر افسوس د هغه چا پر حال دی چې تر پرونه یی ځانونه د اسلام او جهاد ټیکه داران ګڼل ځانونه یې د اسلامي او افغاني فرهنګ وارثان بلل، او د جهاد او هجرت په چاپيريال كې یې ځانونه د ښو او تحريکي مسلمانانو په توګه مطرح كړي وو، او اسلامي نشرات به یې هم درلودل، خو اوس هغوئ د څو ډالرو په بدل کې د يرغلګرو په خدمت كې پراته دي او د جهاد او مجاهدینو په خلاف د تشکیک او منفي تبلیغاتو پروژه یې له یرغلګرو په ټیکه اخیستې ده، او په ډېرې نامردۍ دوئ هم په دې اشغال شوي هېواد کې له يرغلګرو سره يو ځای په کار کولو د غرب د منحوسي ډېموکراسۍ مخ سپيناوی کوي، او د دې خدمت په بدل کې په لاسته وروړو ډالرو او نورو امتيازاتو په خپل ګومان خپله دنيا او آخرت ښايسته کوي.  حقيقت دا دی چې دغه ډله دنیا پرست فرهنګیان پخپل دې کار سره هم دنیا خرابوي او هم آخرت …!!

دا خبري مي د داسي یو ځوان پوري رایادي شوي چې زه یې یقیناً دې ته حیران کړم چې رښتیا چې د انسانانو خاتمې مستوري وي ، د حدیث شریف مفهوم دی د آخیر وخت له علائمو څخه دا دی چې یو کس به سهار مسلمان وي خو ماښام ته به کافر شوی وي او یو کس به ماښام مسلمان خو سهار به کافر وي . د سر په سترګو یې ډېر مثالونه موندلای شو .

محمدنعمان دوست یو لغمانی لیکوال دی چې په انټرنیټي پاڼو او چاپي ورځپاڼو کې یې ډېري نویشتي تر سترګو کیږي . زه یی ډایریکټ نه پیژنم خو ورسره پیژندونکو ملګرو یې خورا ښه را پیژندلی دی . د تیر جهاد او هجرت د وخت محصل مهاجر مجاهد دی ، د طالبانو د امارت پرمهال یې له هغوی سره د یو معتقد ریښتیني او متعهد مسلمان وطنپال په حیث د جهاد په روحیه خدمتونه کول ، ځان به یې د کمونیزم خلاف کلک مسلمان مجاهد باله ، حماسي اشعار به یې طالبانو ته لیکل ، لیکني او ستایني به یې په ادبي او شاعرانه ژبه او نثري قلم هرکله ورته ویلي او لیکلي . طالبان به یې د آزادۍ او خپلواکۍ اتلان د نیکونو پرلاره تلونکي سپاهیان بلل ، نوموړی د دعوت الجهاد د پوهنتون شاګرد پاتی شوی ؤ او د هغه پوهنتون ځانګړتیا دا وه چې استادانو او شاګردانو به یې د ډېر واړه سنت تعمیل هم د فرض عین په شان پرځان لازم ګاڼه.

له همدې ځایه وه چې د نعمان دوست په څیر ځوانانو به په ښه اسلاميت او سپیڅلتیا کې ځانونه تر طالبانو هم سپیڅلي بلل. خو کله چې د رښتیا میدان راغی نو طالب د سر په بیه ترځان تیر شو خو تر اسلامیت ، افغانیت ، ازادۍ او خپلواکۍ تیریدل یې تر زغم پورته وګڼل .

أما نعمان دوست و امثاله یې بیا ډالرو ته ځان ټینګ نه کړای شو ، ډالر یې خپل کړل خو نور یې هرڅه ترشاه کړل ، هغه چې سنت عمل به یې د فرض په شان ګاڼه ؛ خو اوس له جهاده منکر شول ، منکر څه چې تحریف او استهزاء یې شروع کړه . د یرغلګرو کافرانو خدمت ته یې داسی ځان وقف کړ چې تر عام ماموریت ورپورته یې فرهنګي او فکري چوپړ ورته پیل کړ ، قلم یې د اسلام پرځای امریکایي دیمکراسۍ تر بر ونیوله ، په لیکنو کې یې د مجاهد او جهاد ټکيو  ځای تروریست او تروریزم ته خالي کړ ، د امریکایی یرغلګرو موجودیت یې د افغانانو لپاره نیک شګون وباله ، اسلامي نظام یې طالبانایزیشن او غربي دیمکراسي یې د هر افغان ارمان وګڼله . د طالبانو په مشرۍ د افغانانو اوسنی برحق منصوص علیه جهاد وحشت ګڼي او له هغوی سره مرسته د نمک حرامه او حرامیانو انسانانو کار بولي .

د نعمان دوست زیاتره لیکني خورا مُضِري وي ، خو هغه ورځي یې د غزلچي صدیق پسرلي د زامنو په یوه ویبپاڼه (تاند) کې یوه مقاله خپره شوه چې اصلاً یې د ارګ میشتو ګوډاګیانو اتمرخیلو یوې ورځپاڼي سرخط ته لیکلي وه ، او عنوان یې ورکړی وو ، حرامیان .

نوموړي په دې لیکنه کې حرامیان، نفوذي مجاهدین بللي وو ، یعني هغه ځیني وروڼه چې په اردو ، پولیسو او نورو ادارو کې داخل شوي وي او بیا د خپلو ایماني جذباتو او وطني غیرت پر بنا په پټه له مجاهدینو سره مرسته وکړي ، امریکایی یرغلګر کافران او یا د هغوی ګوډاګیان ووژني او وسله یې مجاهدینو ته ورسوي ؛ د ښاغلي نعمان په اند، دا خلک حرامیان دي .

ده د خپل ډبل سري حکومت له کارمندانو څخه په کلکه غوښتنه کړي وه چې ژر تر ژره دغه حرامیان د حکومت له لیکو وباسي ځکه چې د ده په وینا دا له ترهګرو سره مرستي کوي . او دا د افغان حکومت او نړیوالو دوستانو لپاره تر ټولو خطرناک تاکتیک دی .

زه په ډېر ډېر تأسف سره له ښاغلي دوست نه پوښتنه کوم چې تا خو پخپله ویکیپیډیا کې لیکلي چې علم الفقه ، حدیث ، تفسیر ، بلاغت ټول عربي دیني علوم دي لوستي دي . د دین او ایمان په شرایطو به ښه پوهـ یي ، ته په رښتیا ووایه چې فرض یې که بل کس دا خبره کړي وي او تاته څوک ووایی چې د قرآن او حدیث په رڼا کي پرته له تحریفه دا سړی څنګه ګڼي ؟ ایمان ورپاتی دی کنه ؟، تجدید د ایمان تجدید د نکاح ته اړتیا لري کنه ؟ یوځل بیا داسي وضاحت درته وکړي چې :

یو کس چې د متجاوز کافر پر خلاف یې توره اوچته کړي وي د فرض عین جهاد امر پرځای کوي ؛ او بل مسلمان سړی په تاکتیکي ډول د کافرو په صف کې وي او بیا له هغه مجاهد سره مرسته وکړي ، ته هغه ته حرامي یاني حرامزادی ووایی ، دا کار یي غلط او منکر وبولي آیا ته بیا مؤمن بلل کیدای شي ، ترڅو دي توبه نه وي ایستلی ؟!  تحریف او غلط تأویلات به د کشاف او سیاف غوندي، نه کوي ځکه چې تحریف کول بیا ډبل کفر شو ، د قرآن او حدیث اصلي او واقعي حکم ته به رجوع کوي…!!!

ښاغلی دوست صیب! ته خپل ایمان ، وجدان او ګریوان قاضي کړه او بیا ووایه چې هغه څوک به حرامي وي چې له یرغلګرو کافرانو سره د خپل وطن په اشغال کې ملګري شي ، خپله خاوره ، خپل دین ، خپل ناموس د متجاوزو کفارو لپاره لیلام کړي ، له هغوی سره یوځای د آزادۍ غوښتونکو مجاهدینو په مقابل کې جنګیږي ، د وطنوالو په کورونو کې د شپې او د ورځي ورلویږي ، مسلمانان په شهادت رسوي ، بندیانوي یې ، وهي او ټکوي یې ، توهین یې کوي آیا دغه کس به حرامزاده وي او که دغه څوک چې د مجاهدینو مرسته وکړي ؟!  دا پوښتنه یوازي زما او زما د وطنوالو نه ده چې په دنیا کې یې له تاڅخه کوي ؛  بلکي دا پوښتنه هرو مرو په قیامت کې هم درڅخه کیدونکي ده . ستا جواب که اوس هرڅه وي ، هلته خو به ضرور رښتیا وایی که څنګه .؟!

ښاغلی نومان !   زه دا منم چې دا ډول خبري خو د کابل په اداره کې ډېره عادي مسئله ده ، په هرو پنځو دقیقو کې سړی ضرور یوه د کفر کلمه اوري ، ځکه چې کفار او د کفارو د ډالر به دومره اغیز خامخا لري.

خو خبره دا ده چې د دا ډول خبرو ګیله خو څوک له فیسبوکي مجید قراري او شرابي عصمت کاني او د ارګ و اتمر د ډالري ټیم مربوط نورو کوڅه ډبو لوچګانو څخه نه کوي ، ځکه چې هغوی خو اکثراً له اسلام او د اسلام له فرضي حکم جهاد نه دومره کرکه او نفرت لري ، لکه یو ریښتینی مؤمن مسلمان چې له کفر نه کرکه لري .

نو له هغوی نه خو دا ډول ګیله او پوښتنه هیڅ مطرح کیږي نه ، د هغوی لپاره خو فقط د مجاهد توره پاتي ده . اما داسی وګړي چې ځان ورته اوس هم ریښتینی مسلمان ښکاري ، او د یو مجبوریت او یا غربت له وجي یې ځان د کفارو صف ته ورټیل وهلی وي ، نو که نور څه نشی کولای نو د خپل ایمان زیان خو دې په دا ډول نا ځوان مردانه خبرو او کفریه کلماتو سره نه کوي ….!!!

پای

موسی فرهاد

2016 / آگسټ / 8

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

فرهاد صاحب دا مړتت خو ماته له ډېر پخوا څخه په هډونو صاف نه ښکاري.

دا شمیر خلک بیخي ډېر دي او د ګل افتاب پرست خاصیت لري.

اجمل

ډېر بېکاره او خراب نوم دي لیکني ته ورکړی. په لیکنو کې که درانه ټکي وکارول شي لیکوال په دروند ښکاري. که ته وایي چې د چا په اړه یې لیکم هغه سپک دی، نو که هغه سپک وي موږ خو ځان نشو سپکولای.
په ډېره مینه یې درته لیکم مقصد مي یوازي اصلاح ده بحث او مباحثه ته مي شوق نه کیږي.

موسی فرهاد

اجمل صیب ! تشکر ، ډېر خیر یوسی … اصلاحی خبره ښه وي، زه به په مستقبل کي د دې ټکي خیال ساتم . مګر ته هم مه خفه کیږه ، دا یوه خبره یاده لره ، همیشه د یو چا خبره مکمله اوره بیا یی تصدیق او یا پری انتقاد کوه ، لیکنه هم لومړی لوله بیا پری تبصره کوه . متاسفانه چې دا لیکنه دي لوستلی نه ده ، فقط د عنوان په لیدلو دي اکتفاء کړي ، بیا دی انتقادي تبصره لیکلي ، که لیکنه دي لوستلي وای ، بیا دي خپله ځواب موندلای شوای . دا… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x