په هلمند کې د امنیتي ځواکونو ځوروونکی وضعیت

د روان کال له پیله په هلمند ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې یادو جګړو نورهم زور اخیستی تر دې چې په مشرانو او ولسي جرګې کې د هلمند استازي او خپله په هلمند کې د ولایتي شوری رئیس د لښکرګاه سقوط نیږدي بولي.

په هلمند کې میشت دولتي ځواکونه په جګړه کې د خپلې ناکامۍ لامل د دولت لخوا د هغوي ناسم اکمال او د پوځي تجهیزاتو کمښت بولي.

دغه ځواکونه چې له وسله والو طالبانو سره د جګړې په لومړۍ کرښې کې قرارلري له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې په ښکاره وايي چې هغوی نه د خوړو لپاره خوراکي توکي لري او نه هم د جګړې لپاره پوځي مهمات.

د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خوراکي توکو او مهماتو له کمښت سره مخ پوځيان

د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خوراکي توکو او مهماتو له کمښت سره مخ پوځيان

هغوی وايي مونږ ته راکړل شوې وسلې ناکاره او جنګي مهمات مو نیمګړي دي، همدا لامل دی چې مونږ دا وس نه لرو چې له طالبانو څخه آزادې کړي سیمې وساتو.

که خبره ریښتیا هم دا وي چې د طالبانو په مقابل کې د دولتي ځواکونو د ناکامي لامل د هغوي ناسم تجهیزات او نیمګړي اکمال وي نو پوښتنه داده چې د ملي یووالي حکومت هغه په ملیونونو ډالر چیرته مصرفوي چې له امریکایانو څخه یې د امنیتي ځواکونو د تجهیز او اکمال په نوم ترلاسه کوي؟

د ملي یووالي حکومت چارواکي وايي چې هغوی له امریکايي لوري څخه د امنیتي تړون له لاسلیکولو په عوض کې روزانه ۲۴ملیون ډالره په افغانستان کې د دفاعي ځواکونو د جنګي لګښتونو او اکمال په غرض ترلاسه کوي.

دا چې د هلمند جبهه د افغانستان په کچه تر ټولو ګرمه او خونړۍ جبهه ده او هلته امنیتي ځواکونوته نه جنګي مهمات رسول کیږي او نه هم خوراکي مواد ، نو حکومت د دفاعي تړون له درکه ترلاسه کیدونکي یومیه مصارف چیرته او د کومو موخو د ترلاسه کولو لپاره لګوي؟

حقیقت دا دی چې امریکایان غواړي په دې ډول په افغانستان کې یواځې د جګړې دوام جاري وساتي، له هغوي سره هیڅ کله نه د افغانستان د ثبات اراده شته او نه هم د امنیت د تأمین نیت.

هغوي چې کله وویني چې د جګړې موازنه د یوه لوري په ګټه پایته رسیږي نو سمدستي په متقابل اقدام لاس پوري کوي او د دولتي ځواکونو په حمایت کې مقابل لوری د هوايي بمبار په وسیله تضعیفوي.

همدا لامل دی چې په هیواد کې د نیابتې جګړې لمبې د ډیروخت لپاره بلې پاتې او تمویل وونکی لوري یې په سوځوونکو لوخړو کې خپل شوم اهداف لټوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د