چارواکي : طالبانو جګړه د ۵ ولايتونو تر مرکزونو رسولې / ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۵ل):چارواکي وايي طالبانو د عمري عملياتو په لړ کې د پيل شوو جګړو لړۍ دا مهال د ۵ ولايتونو تر مرکزونو را رسولې.

ويل کيږي طالبان دا مهال د هلمند مرکز لښکرګاه سربيره د کندوز ، بغلان ، غزني او لغمان ولاياتو مرکزونو ته څېرمه له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

۱ : هلمند

د چارواکو په وينا هلمند کې څلور ولسوالۍ نوزاد ، موسی کلا ، باغران او ديشو په بشپړ ډول د طالبانو تر واک لاندي دي ، د ۷ نورو ولسواليو شاوخوا ټولي سيمي د طالبانو په لاس کې دي او يوازي مرکزونه يې د حکومت په ساتنه کې قرار لري.

د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خوراکي توکو او مهماتو له کمښت سره مخ پوځيان

د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خوراکي توکو او مهماتو له کمښت سره مخ پوځيان

ناوه او ګرمسېر له هغو ولسواليو څخه شمېرل کېدي چې حکومتي ځواکونه په بشپړ ډول پرې حاکم وو خو په دې وروستيو کې طالبانو هلته هم جګړې پيل کړي ، د هلمند د مشرانو د جرګې غړي هاشم الکوزي په وينا طالبانو په يادو ولسواليو کې زيات پرمختګونه کړي ، سيمي يې لاندي کړي او امکان شته چې يادي ولسوالۍ په نژدې راتلونکي کې سقوط وکړي.

د لشکرګاه ښار په پنځه کيلومترۍ کې د طالبانو کمربندونه پراته دي ، سيمه يې محاصره کړې ، د کندهار ـ هلمند لويه لار له تيرو دريو ورځو راهيسي تړل شوې او لا د پرمختګ په حال کې دي.

د جګړې له لومړۍ کرښو حکومتي سرتيري د خوراکي توکو او مهماتو له نشتوالي سر ټکوي او لوړ پوړي امنيتي مسؤلين د اکمالاتو په رسولو کې په ناغېړۍ تورنوي.

۲ : کندوز

کابو اته مياشتي وړاندي طالبانو کندوز ولايت د څو ورځو لپاره سقوط کړ ، له هغه وروسته کندوز ولايت د محاصرې په حال کې دی او هره ورځ ترې د تودو جګړو خبرونه خپريږي.

چارواکي مني چې په کندوز ولايت کې قلعه زال اوس هم په بشپړ ډول د طالبانو په واک کې ده او دوې نوري ولسوالۍ دشت ارچه او چهار دره تر ګواښ لاندي دي.

طالبانو د جکړې زور مرکز ته متوجه کړئ ، پرته د کابل ـ شمال د لاري له مسير نه نور د کندوز مرکز شاوخوا ته طالب قواوي له افغان امنيتي سرتيرو سره ډغري وهي.

نژدې ۲۰ ورځي وړاندي قلعه زال ولسوالي د دوهم ځل لپاره دطالبانو لاس ته لوېدلې او لا يې هم تر واک لاندي ده.

۳ : بغلان

د چارواکو په وينا د بغلان مرکز هم د هلمند او کندوز په څېر تر تهديد لاندي دی ،په ډنډ غوري ، ډنډ شهاب الدين او مرکزي بغلان کې د تهديد کچه تر دوشي ، پلخمري ، تالاوبرپک او بورکې ولسواليو پورته ښکاري .

فيروزالدين ايماق د بغلان د ولايتي شورا غړی وايي : مرکزي بغلان کې طالبان پر لپسې بريدونه کوي ، لويي لاري تړي ، مسافر تلاشي کوي ، زيات وخت له موټرو حکومتي منسوبين کښته کوي او په سيمه کې امنيتي ځواکونه ډېر ځله د دوی له لوري محاصره کيږي.

د لغمان ژوبل شوی امنيه قومندان مطيع الله صافی

د لغمان ژوبل شوی امنيه قومندان مطيع الله صافی

۴ : غزنی

په دې ولايت کې قرباغ ، ناوه ، مقر او اندړ هغه ولسوالۍ دي چې د کندهار ـ کابل پر لويه لار پرتې او مرکز ته نژدې دي ، وسله وال په کې پراخ حضور لري ، وخت په وخت ترې د جګړې خبرونه ورکول کيږي.

د غزني ولايت مرکز باندي هم طالبانو د جګړې الغه اچولې ، په اندړ ولسوالۍ کې د چاواکو په وينا له يوې هفتي راهيسي ددې ولسوالۍ د سقوط په موخه درنې جګړې رواني دي ، امنيه قومندان وايي دلته پاکستاني پوځيان جګړه پر مخ وړي خو د غزني والي عبدالکريم متين وايي اندړو ته د طالبانو ۴۰۰ کسيزه ټولۍ راغلې چې مشري يې د پيرآغا په نوم طالب قومندان کوي ، والي زياتوي دلته له هلمنده د طالبانو قطعات راغلي ، د غزني له ټولو ولسواليو طالبان را ټول شوي او دا د دوی د دراز پلان يوه برخه ده.

د غزني والي عبدالکريم متين وايي اندړو ته د طالبانو ۴۰۰ کسيزه ټولۍ راغلې چې مشري يې د پيرآغا په نوم طالب قومندان کوي

د غزني والي:اندړو کې د جګړې مشري طالب قومندان پيراغا کوي.

د غزني د ولايتي شورا مشر وايي د کافي امنيتي سرتيرو نه شتون په سيمه کې بد حالت رامنځته کړی.

۵ : لغمان

له تيري يوې اونۍ را په دې خوا د لغمان مرکز مهترلام ته هم د ناامنيو لمن غځېدلې ، طالبانو د مهترلام او علينګار تر منځ لار تړلې ، دلته له اليشنګ او الينګار سره سره مرکز مهترلام هم د جګړې ډګر بلل کيږي.

تېره ورځ د مهترلام اړوند اکين آباد سيمه کې امنيه قومندان مطيع الله صافی د طالبانو له لوري هغه مهال په جګړه کې ژوبل شو چې غوښتل يې له لاسه وتلي سيمي بيرته له طالبانو د يو لړ عملياتو په مهال ونيسي.

د چارواکو غبرګون:

چارواکي وايي په يادو ۵ ولايتونو کې يې د طالبانو د روانو جګړو د مخنيوي په موخه پراخ عمليات پيل کړي.

د ملي دفاع وزارت د اپراسيون رئيس محمد حبيب حصاري وايي : د کندز ، غزني او لغمان په نا امنه ولسواليو کې مو د مخالفينو د ځپلو په موخه عمليات جريان لري تر څو له لاسه وتلي سيمي بيرته تر لاسه کړو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د