شعـــــرونه

غزل/ هلال مهاجر

هلال مهاجر

په کوم ماښام تا چې احرام دسفروتړلو
یمه بیمار له هغه شپې درپسې ومې ژاړل

ډېر ارمانونه، ډېرې هیلې مې په زړه پاتې شوې
ته چې له ما روخصتیدې درپسې ومې ژاړل

دومره خفه وم ماویل ماته دکمکي ورور جنازه ایښي ده
راځینې ته چې بیلیدې درپسې ومې ژاړل

هسې مې خلكوته پلمه کړه چې په سرمې درد ده
سترګې مې تاپسې وې سرې درپسې ومې ژاړل

زړه ته مې ډېر ډېر څه راتلل خو دومره توان مې نه وو
چې مې درکړې وای قیصې درپسې ومې ژاړل

هلال تر هغه وم ولاړ درپسې ته مې لیدې
چې په کنډو فانه کیدې درپسې ومې ژاړل
ــــــــــــــــــــــــــ
۱۴۳۷،۱۱،۴
هــــــلال،مهاجر
خوست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x