له کور نه بهر د ښځې کار کول ارزيابي کړئ

ليکوال : محمد صالح المنجد

ژباړن : حزب الله “ناصح”

د اسلامي شريعت يوه برخه بله تکميلوي، کله چې الله تعالى ښځو ته امر کړى چې (وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ) [الاحزاب: ٣٣ ] ” په کورونو کې کرارې کينئ“.

ښځې يې داسې حالت ته برابرې کړې چې بل کس لکه پلار يا خاوند بايد وجوبا ورته مصارف او نفقه ورکړي.

اصل دا ده چې ښځه بايد د کور نه بهر کار ونه کړي، مګر دا چې له کور نه بهر کار کولو ته ضرورت ولري، لکه چې موسى عليه السلام د يوه صالح سړي دوه لورګانې د کوهي (څاه) په څنګ کې وليدې چې خپلې ميږې را جمع کوي او انتظار اوباسي، موسى عليه السلام له هغو نه پوښتنه وکړه:  مَا خَطْبُكُمَا قَالَتَا لا نَسْقِي حَتَّى يُصْدِرَ الرِّعَاءُ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ [ القصص: ٢٣ ] ”تاسې ولې داسې ياست؟ هغوى وويل: مونږ تر هغو خپلو څارويو ته او به نه ورکوو ترڅو ټول شپانه ولاړ شي او زمونږ پلار خورا ډير بوډا دى“

دا دواړه انجونې په دې وخت کې د کور نه راوتلو کې معذورې وې، ځکه چې ميږو ته يې اوبه ورکولې او ولي (سرپرست) يې د سپين ږيرتوب له کبله نشواى کولى چې دا کار وکړي، نو له همدې کبله چې مناسب چانس لاسته ورغى، کوښښ يې کولو چې له کور نه بهر کار کولو نه ځانونه خلاص کړي.

قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنْ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الأَمِينُ
[ القصص: ٢٦ ]

”له هغو دوو نه يوې وويل: پلار جانه! دا سړى مزدور کړه بيشکه هغه غوره مزدور چې ته نيسې بايد ډير پياوړى او امين وي“
دې انجلۍ په دې عبارت سره چې وړاندې يې کړ، بيرته کورته د راګرځيدو سره مينه او علاقه څرګنده کړه، ترڅو په دې سره خپل نفس له هغو ازارونو او ستونزو نه را خلاص کړي چې له کور نه بهر ورسره مخامخ کيږي.

کله چې کفار په نن عصر کې، وروسته د نړيوال جنګ نه، د تاوانونو د تعويضولو په خاطر را پاڅيدل، د سړيو د کمښت او د جنګ له کبله د ويجاړو شوو ځايونو د بيا رغونې د وضعيت د بحراني کيدلو له کبله د ښځو کار کولو ته اړ شول، د همدې اړتيا سره يو ځاى، د يهودو د ازادۍ فرياد او د ښځې د حقوقو پروګرام هم پيل شو تر څو ښځه فاسده کړي او ورپسې ټولنه فاسده شي، دا خبره له کور نه بهر د ښځې کار کولو ته راکاږل شوه.

سره له دينه چې زمونږ ټولنه د هغوى د ټولنو په څير نه ده، ځکه مسلمان د خپلې کورنۍ حريم ساتي خپلې ميرمنې ته مصرف او نفقه ورکوي، خو ولې د ښځې د ازادۍ غورځنګ ځواکمن شو او خبره ديته را کاږل شوه چې هغوى بايد د هيواد نه بهر (د درس او زده کړې لپاره) ولاړې شي، په پاى کې د ښځې (له کور نه بهر) د کار کولو غوښتنه ميدان ته راکاږل شوه، ترڅو د هغوى شهادتنامې ضايع او هدر نشي، همدا ډول يې جريان پيل کړ.

دا په داسې حال کې چې اسلامي هيوادونه په دومره پراخه پيمانه چې اوس جريان لري، له کور نه بهر د ښځې کار کولو ته اړتيا نه لري، ځکه په دې هيوادونو کې بې شماره خلک بې کاره او بې وظيفې ګرځي، حال دا چې ښځې په پراخه پيمانه په کارونو او وظيفو باندې په دوامداره توګه ګمارل کيږي.

کله چې مونږ وايو : [په ډيره پراخه پيمانه ] معنى دا چې د ښځې کار کولو ته په ځينې برخو کې لکه : تعليم او زده کړه، طبابت وغيره د شرعي شرطونو سره اوس هم اړتيا شته..

دا لنډه مقدمه مې ځکه وړاندې کړه چې ځينې ښځې پرته د هيڅ څه ضرورته، کور نه بهر د کار لپاره ځي، سره له دينه چې کله نا کله په ډير کم حق او تنخوا باندې کار کوي، ځکه دوى احساسوي چې بايد د کار لپاره له کور نه بهر ولاړې شي، اګر که هغه اړتيا هم ونه لري، يا په داسې ځاى کې کار وکړي چې ورسره مناسب نه وي، دغه رنګه حالات دي چې غټه فتنه ترې را منځ ته کيږي.

د هغو اساسي فرقونو د جملې څخه چې د اسلامي فکر او علماني فکر(سيکولاريزم) تر منځ د ښځې د کار کولو په قضيه کې نظر ته راځي يو اساسي فرق دا دى چې: اسلامي فکر يا تصور په دې قضيه کې داسې انګيري چې (وقرن فى بيوتکن) اصل دى، او له کور نه د ښځې وتل د ضرورت او اړتيا پر اساس دي: (اذن لکن ان تخرجن لحوائجکن) او علماني فکر په دې اصل مبتني دى چې ښځه په ټولو حالاتو کې کولاى شي چې له کوره و وځي.

په يوه عادلانه ارزيابي سره ويلاى شو: د ښځې کار کول (له کوره بهر) په ځينې وختونو کې د ضرورت په وجه وي، لکه : يوه ښځه چې وروسته له وفات د خپل خاوند نه يا د خپل پلار د ناتوانۍ په وجه خپلې کورنۍ ته نفقه راوړونکې او د کور سرپرسته و اوسي.

په ځينې هيوادونو کې چې څنګه ټولنه په اسلامي ستنو ولاړه نه وي، ښځه مجبوره ده چې له کوره بهر په کار لاس پورې کړي، تر څو د خپل خاوند سره اوږه پر اوږه د کور مصارف پوره کړي، په داسې هيوادونو کې سړي يوازې موظفو او کارګرو ښځو ته مرکې وړاندې کوي، او ځينې خو د ښځې کار کول د عقد په شرطونو کې ږدي.

لنډيز: د ښځې کار کول کله د ضرورت لپاره، يا د يوه اسلامي هدف په وجه وي لکه د الله تعالى په لاره کې د عوت کول، تعليم او روزنه کې برخه اخيستل، يا يو کار د ښځې لپاره تفريح وي، لکه هغه ښځې چې اولاد نه لري، او يوه کار ته وړاندې کيږي.

له کور نه بهر د ښځې د کار کولو منفي اړخونه

١ ـ ښځه له کور نه بهر، د کار کولو پر مهال د مختلفو شرعي منکراتو سره مخامخ کيږي، لکه : اختلاط او د ښځې ناسته له سړيو سره، د سړيو سره معرفت او پيژندنه، د سړيو سره حرام خلوت، د سړيو لپاره عطر او خوشبويي کارول ، د زينت او ښائست ښکاره کول پرديو ته، او طبيعي خبره ده چې دا امور د فحشا او رسوايي لامل جوړيږي.

٢ ـ له کور نه بهر د ښځې کار کول د دې لامل جوړيږي چې د خاوند حقوق يې برباد شي، د کور کارونه يې ګډوډ شي، د ماشومانو د حق په اړه يې نيمګړتيا را منځ ته شي.

٣ ـ د ځينې ښځو په نفسونو کې د سړي د حقيقي قوامت معنى کميږي، يوه ښځه ګورو چې شهادتنامه يې د خپل خاوند د شهادتنامې يا له هغې نه هم اوچته ده (دا کار پخپله څه عيب نه دى)، کيداى شي، حقوق يې هم د خاوند له حقوقو نه زيات وي، ايا دا ډول ښځه کافي ضرورت خپل خاوند ته لري،؟! او ايا د دا ډول ښځې په وړاندې د خپل خاوند د اطاعت شعور رشد او تکامل کولى شي؟ او ايا د بې پروايۍ احساس د مشکلاتو د را منځ ته کيدو او د کورنۍ د راغورځيدو لامل نه جوړيږي؟ ـ مګر ځينې هغه کسان چې الله تعالى پرې د خير اراده کړې، هغوى له دې حالت نه خارج دي، ـ او په همدې توګه د کار ګرې ښځې لپاره د نفقې او مصرف مشکلات، او د کورنۍ نفقه او مصارف پاى ته نه رسيږي.

٤ ـ ښځه د جسمي او بدني تکليف، روحي او عصبي فشار سره مخامخ کيږي چې دا د ښځې د طبيعت سره مناسب نه دي.
وروسته له دې نه چې له کور نه بهر د ښځې د کار کولو پر مصالحو او مفاسدو باندې مو تيريدنه وکړه اوس وايم: بايد د خداى نه و ډار شئ، تقوا خپل کسب وګرځوئ، مسائل د شريعت په تله وزن کړئ، هغه حالات چې له کور نه بهر د ښځې کار کول په کې جائز دي، او هغه چې پکې ناجائز دي، بايد و پيژاندل شي، بايد دنيوي مکاسب د حقائقو له درک نه زمونږ سترګې ړندې نه کړي او د حق په لاره کې له حرکت نه وا نه ړوي.

زما عاجز بنده وصيت د مسلمانې ښځې لپاره دا دی چې تقوا کسب وګڼي، د خپل خاوند اطاعت وکړي، او که يې خاوند غوښتل چې ښځه دې د خپل مصلحت لپاره او د خپلې کورنۍ د مصلحت لپاره خپل کار پريږدي، وه دې مني.

همدا ډول دې خاوند هم د خپلې ميرمن په وړاندې له انتقامي او ضدي اجراآتو نه ډډه وکړي، او د خپل خاوند د مال نه دې پرته د حق نه استفاده نه کوي.

_____________________________

“مسلمانه کورنۍ څلويښت لارښونې” له کتاب څخه

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د