شعـــــرونه

غزل/ فتحان حنفي

فتحان حنفي

کږې وږې هم به هوارو ته ځم
د ځان آزمون کړم سختو لارو ته ځم

له یو څادر، څیرې پیزارو سره
زه په دې ژمې سپینو واورو ته ځم

زما د هستوګنې ځای نو پوخ ولې دي
چې جوړ له خاورو یمه خاورو ته ځم

په مینه مست مست پتنګان به سوځې
ځم په مستۍ کې دې سرشارو ته ځم

مالیار کرلی ګلستان په دښت کې
مالیاره زه دي دې ګلزارو ته ځم

رانه جدا نکړي د میني جانان
په خلاص ټټر هغو رویبارو ته ځم

د هیلو زڼې نن تولۍ ټولۍ ځې
ځمه دې چم او دې قطارو ته ځم

شبګیر وهلې دي بدخابه زلمې
سترګې یې سرې دي دې خمارو ته ځم

مورکۍ او خوندي ځواني مرګ ته ژاړي
ډاډ به وروړم دې بوري ورارو ته ځم

راځه چې جوړ کړو د دین دوستو تعلق
فتحانه ځې؟ زه خو دیندارو ته ځم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x