زنيره – لنډه کیسه، ژباړه: محیب رحمتي

hasband_and_wifeليكواله  :: صديقه هما

ژباړه      :: محيب رحمتي

– ښايسته او په زړه پوري سترګي نو د چا نه خوښېږي، خلك د دې سترګو له لاري زړونو ته ننوځي، سترګي د زړه آئينه ده .

– هو، ته هم يوه ورځ په ماپسي لېونى وې زه دي غوښتم .

– تر ډېره وخته پوري مي په تاپسي سترګه وړله  . خو ته وې چي زما د تر لاسه كولو په هڅه كي وې .

 

– هر وار به دي له ما سره دي د ټولو ژوند ژمني كولې، زه به د دنيا ټولي خوښۍ دركړم، هره غوښتنه به دي پوره وي، په ما اعتبار وكړه، لكه شهزادګۍ داسي به دي ساتم .

– ته دونه قسمونه ولي كوې ؟

– ځكه چي ته په ما اعتبار وكړې .

– كه زه تا د ژوند ملګرى نه كړم نو بيا؟

– زه به ځان مړ كړم .

– زما يې څه ؟

– زنيرې! ته خو يواري ما سوڼ كړه او ومي ګوره .

– زه تا وګورم ؟ بس – بس، چپ شه، اوس بيا فلمي ډائيلاګونه مه تكرار وه .

– تا ته ټولي خبري فلمي ډائيلاګونه ښكاري، لېونۍ! هغه ټولي خبري خو زما د زړه اواز دى . زه غريب يم، خو بيا به هم د دنيا ټولي خوښۍ ستا په لمن كي واچوم، ستا سره به د روپو هيڅ كمي نه وي .

– ګوره مدثره! زه د ډېر دولت تمنا نه لرم، زه د بنګلو، كوټو  خواهش نه لرم، زه يو داسي ملګرى غواړم چي تل له ما سره وي، او هيڅ كله را نه جدا نه شي .

– هو، زه به ټول عمر له تاسره تېر كړم .

– ټول عمر؟ زه پر تا څنګه يقين وكړم ، ګوره! يوازي دومره كولاى شم چي له خپلي كورنۍ سره ستا په اړه خبري وكړم، نور كه هغوى رازي شي كه نه؟ دا ده هغوى خوښه ده .

– خو زنيزې! كه ستا كورنۍ زموږ په دوستي راضي نه شوو نو بيا ؟

– مدثره! هغه نو بيا ستا قسمت دى .

– خو زه به د قسمت سره بغاوت وكړم او تا به تر لاسه كړم .

– ته و لي دونه لېونى يې ؟ موږ له لاهور څخه د راتلو په مهال په اورګاډي كي سره وليدل، د دې خو دا مطلب نه دى چي زموږ منزلونه هم سره يو دي، تا زما له پلار سره په خبرو كي ټول معلومات تر لاسه كړل، مګر ته دا فكر مه كوه  د هغه څه په  اړه چي تا فكر كړى دى هغه تر لاسه كړې، زه خو ستا لپاره له خپلي كورنۍ سره بغاوت نه كوم .

پر څه چي زه وېرېدم څو ورځي وروسته هغسي وسول، زما كورنۍ مدثر قبول نه كړ، هغوى غوښتل چي زما واده له ثاقب سره وكړي، هغه زموږ دوست دى، د خواري لپاره دوبۍ ته تللى و .

– نه، زنېرې! زه ستا په جدايي كي نه سم اوسېداى .

– نو بيا راته ووايه چي زه څه وكړم ؟

– زنيرې! موږ به په محكمه كي واده وكړو، كورنۍ به بيا وروسته  راضي كړو .

– ستا خو به دماغ نه وي خراب شوى؟ ته پوهېږې چي ته څه وايې؟

– هو، هو، زه پوره په هوښ كي يم، زه پوهېدم چي ستا كورنۍ به هيڅكله په دې دوستي نه شي راضي، ځكه چي زه د يوه كلي اوسېدونكى يم، او د يوه كوچني ښونځي ښونكى يم، خو ته يقين وكړه موږ به ډېر ژر كورنۍ راضي كړو، ته يواري زما شه او بس .

– مدثره! څو  ورځي وروسته زه ستا په اړه  له خپلي كورنۍ سره خبري كوم، خو كه بيا هم هغوى ونه منله، نو بيا ما د تل لپاره  هېره كړه، اوس ټليفون بند كړه، زموږ لپاره به دا ښه وي چي دعاوي وكړو .

– زنيرې لورې! موږ ستا ښه راتلونكى غواړو، او ته دهغه مدثر لپاره خپل ژوند په دوزخ كي اچوې، لېونۍ موږ ستا خير خواه يو، تر څو چي هغه تاته يو ښه ژوند دركوي، تر هغو به پېړۍ- پېړۍ تېري شوې وي، ژوند يوازي د ميني په واسطه نه تېرېږي .

– هو، بابا! ته رښتيا وايې، ته چي هره پرېكړه كوې ماته د منلو وړ ده .

– لورې! ښه ژوند درته غواړم، دا ستا په ښايسته سترګو كي اوښكي ولي؟

– نه، بابا! كومه خبره نسته، زه تاته ډوډۍ راوړم، ته تر هغو ارام وكړه .

– ګوره لورې! له ما څخه يې مه پټوه، زه ستا په سترګو كي اوښكي هيڅ نه شم زغملاى . زنېرې لورې!  ستا د مور له مړه كېدو وروسته ما تاته د مور او پلار دواړو مينه دركړې ده، ستا دوو وروڼو په خپله خوښه واده وكړ، په خپله خپله دنيا كي مست دي، زه خبر يم چي ستا د دواړو ورېندارګانو كړه وړه له تا سره ښه نه دي، په هره خبره له تا سره جنګېږي، د كور په كارو كي له تاسره مرسته نه كوي، په دې كال كي ستا تعليم پوره كيږي، زه غواړم چي ستا واده ژر له ثاقب سره وكړم، زه پوهېږم چي مدثر يو ښه خواري كښ او شريف ځوان دى، كه ده هغه له كورنۍ ستا د غوښتني لپاره څوك راغلل، له څه نورو معلوماتو وروسته به هوكړه ورسره وكړم .

– مننه بابا .

– ښه، اوس  نو ماته ښه چاى راپوخ كړه .

څو ورځي وروسته مدثر او دهغه كورنۍ زموږ كور ته راغلو، د مدثر كورنۍ زه ډېره خوښه كړم، زما كورنۍ څخه يې زما غوښتنه وكړه، څو ورځي وروسته بابا زه وركړم، دوې مياستي وروسته د كوچني اختر په څلرمه د مدثر كور ته واده شوم، رښتيا هم په ناويتوب كي لكه ملكه داسي ښكارېدم، آيا ټول عمر به د مدثر په زړه باندي د دملكې په شان حكومت وكړم؟

زما په غوښتنه مدثر په ښار كي كور ونيو او هلته كي ميشت شوو، ځكه چي زه په كلي نه وم عادت، بيا د مدثر وظيفه هم په ښار كي وه، كله – كله به په رخصتيو كي د مدثر كلي ته ولاړو ، هلته به ټولو زما خيال ساتى  او ډېره مينه به يې راسره كوله ، دوې ورځي بعد به بيرته ښار ته راغلو،

ما خپل ژوند په كلي كي ونه كړاى شو، ځكه چي د كلي او ښار ژوند ډېر توپير سره لري .

ورو – ورو د مدثر له ډېر خبرو راته څرګنده شوه، هغه مدثر چي د واده نه مخكي به يې زما د زده كړو ستاينه كوله، اوس له واده وروسته يې زما په زده كړو بنديز ولګاو، ځكه ماغوښتل چي نوري زده كړي وكړم .

په څلورو دېوالو كي په تم پاته كېدو ا و له ملګرو سره په ليدو يې هم منع كړم، له واده مخكي مدثر زما د سترګو ا و حسن صفتونه كول، خو اوس هغه زما د ښايست په كيسه كي هم نه دى .

ما ډېري چيغي وكړې، زه له دې يوازي ژوند څخه ستړې شوم، نو پوهېږم ميني ولي پناه كيږي؟ خلك ولي نورو ته تكليفونه وركوي؟ دا ده نارينه وو عجبه ټولنه ده، له چا سره چي مينه كوي هغه وهي .

زما حيثيت د كور تركارونو پوري و، پر وخت ډوډۍ، پاك كور، پرې منځلي او اوتو كړي كالي، رنګ شوي ګوټوڼه، كه به كوم كار پر وخته تر سره نه شو نو بيا به يې په وهلو، ټكولو لمانځلم .

ما ته به د مدثر وعدې يو په بلي پسي رايادېدې :

– زه به ستا هر غوښتنه تر سره كوم، ستا په ښايسته سترګو كي به هيڅكله اوښكي نه وي .

خو نن چي زه زاړم، مدثر زما په اړه هيڅ احساس و نه كړ، له ما سره چي يې وعدې كړې وې ټولي هسي يو په بل پسي پاته شوې .

ما ته به ثاقب په ياد راته، كه مي له هغه سره واده كړى واى، نن به مي په دوبۍ كي ښه ژوند درلود، ما چي له ثاقب سره د واده نه انكار وكړ، هغه هم ډېر مايوسه شو، څو مياستي وروسته ثاقب زما له ترلې قرايقين سره واده وكړ، نن هغه له يو بل سره ډېر په خوښۍ ژوند كوي، زما تر له هلته په يوه شركت كي كار هم كوي .

د فهد له پيدا كېدو سره سم زه نوره هم مصروفه شوم ، نوره مي د مدثر پروا هم نه كوله، مدثر چي له ما سره مينه نه لري، نو زه ولي ده ته اهميت وركړم .

– زنيرې- زنيرې! زما كالي دي ولي نه دي اوتو كړي، يو ملګري ته ځم .

– چيغي ولي وهې، ما ډوډۍ پخه كړه، د باندي په څوكۍ كي پراته دي خپله يې اوتو كړه، خپل ګوټونه دي هم رنګ كړه، له هغي المارۍ سره پراته دي .

– تا خپله ولي نه كول ؟

– زه له ماښامه راهسي نه يم ښه، فهد هم ساتنه غواړي، ته هم لږ احساس وكړه .

مدثر خپل كالي پخپله اوتو كړل، ګوټونه يې هم پخپله رنګ كړل، بړ- بړ يې ختى .

هو، په رښتيا سره دا نارينه موږ په خپله په سر باندي خېزولي دي، په بهرنۍ هيوادونو كي خلك له ښځو سره اوږه په اوږه كار كوي .

مدثر زما بدلېدونكى حالت درك كړ، نور مي زړا هم پرېښوده، د ميني خيرات خو زما له اوله سره نه خوښ، زما دې بي پروايي د مدثر په زړه ژور اثر وكړ، د هغه خيال و چي زه په وزاړم، غالمغال به وكړم، هغه ته به فرياد وكړم، د خپل حق غوښتنه به ځني وكړم، هغه ته به خپله وظيفه ورپه زړه كړم، خو زه پټه خوله پاته شوم .

مدثر كشمير ته دچكر په غرض اراده وكړه .

– زنيرې! ته خبره يې چي كشمير څونه ښه ځاى دى، دې ته د جنت نظاره هم وايي، دوې ورځي وروسته موږ كشمير ته په چكر ځو .

– نن د چكر فكر څنګه درته پيدا شو، ښځي خود كور د كارونو لپاره پيدا شوې دي، هغوى په دې دنيا كي د چكر وهلوحق چېري لري .

– نه زنيرې! داسي نه ده، اوس ماته ستا احساس وشو، شايد زه له تا سره په ناداني كي زياتى كوم، هغه ژمني چي ما له تا سره كړې هېري كړې، په آينده كي په بې له كومي وجي په تا بنديز نه لګوم، نه به ظلم درباندي كوم، چېرته ځې ؟

– ډوډۍ پخوم .

– ډوډۍ مه پخوه، نن ډوډۍ په هوټل كي پخوو، دا مي ستا لپاره كالي راوړو، دا رنګ به ستا سره ډېر خوند وكړي .

په هوټل كي نرمه موسيقي هم غږېده .

– زنيرې! ته خو به له ما خفه نه يې ؟

– نه، مدثره! دا زما لپاره هر څه دي چي ته بيرته زما خوا ته راغلې، ته پوهېږې چي د هوټل ډوډۍ، زېور او ګران بيو جامو ته اړتيا نه لرو.

– نو بيا ؟

– موږ دخپل خداى مينه او پاملرني ته ضرورت لرو.

– اوس دا انسان ستا خوا ته راغلى دى، بلكه هغه ته د خپلو غلطيو احساس هم شوى دى، مهرباني  وكړه ته تېر ترخه هېر كړه، زه به په آينده كي هيڅكله هم تا خوابدې نه كړم ، نور به ستا په دې ښايستو سترګو كي هيڅ كله هم اوښكي را نه شي، زه ستا خوا سره په خوشحاله كېدو ډېر خوشحاله يم، اوس ژمنه راسره وكړه، چي ته به زما د زړه له دنيا څخه نه ځې .

– زه به ټول عمر له تا سره اوسم



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.