
د ځانګړو ځواکونو قومندان د وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوی
نن ټکی آسیا: د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم تیره ورځ د افغانستان په شرقي ولایت کونړ کي د منصف خان په نامه د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو قومندان د خپلي اسلحې سره طالبانو ته تسلیم شوی.
نوموړي د لوی اختر په لومړۍ ورځ خپل د 20 کسو عسکرو ټولې وسلې، چي په هغه کي ۳۰ میله وسله، په شپه کي د لیدولو عینکي، د هامفي په نامه عسکري موټر له ځانه سره بیولی.
د کونړ والي ویلي چي نوموړي خپل ماتحت عسکرو ته ویلي چي د اختر ورځ ده ، ولاړ دي سي لږ چکري دي ووهي، او ځینو ته یې پیسی هم ورکړی چي د رخصتۍ څخه خوند واخلي، او بیا یې ټولي وسلې او مهمات له ځانه سره په موټر کي بار کړي، او تر طالبانو یې رسولي دي.
د رویټرز د خبر پر اساس د زبیر صدیقي په نامه د حزب اسلامي یو تن ویاند ورته ویلي چي منصف خان دوی ته تسلیم شوی، او له ځانه سره یې ۱۵ میله وسلې او د عالي ټیکنالوژي لرونکې نور عسکري سامان آلات یې هم ورته راوړي.
باید وویل شي چي د افغاني عسکرو په منځ کي د امریکایانو او بهرنیانو په خلاف ډیر داسي عملیات پيښيږي، چي په دغو قواوو کي د طالبانو په پراخ نفوذ دلالت کوي، او له وجي یې بهرنیان له وار خطائي سره مخ کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس له قوله یوازي په تیره میاشت کي پر بهرنیانو ۴ داسي بریدونه شوي چي د افغانستان ملي اردو عسکر په کښي پر بهرنیانو ډزي کړي وي.
د کونړ والي ویلي چي دوی به خپل د عالي ټیکنالوژي د سامان او الاتو په بیرته تر لاسه کولو کي د قومونو د مشرانو او سپين ږیرو څخه کار واخلي.