مونږ باید فکري جګره هم پرمخ یوسو

لیکوال: ابابیل نیازی

تاریخ داثابته کړې چې غرب کله د جګړې د لاري مات شي نو بیا دوی فکري جګړې پیل کړي او په هغې باندي هرکال ملیاردونو ډالر مصرفوي او په ملیونونو کار پوهان او متخصصین یې د بېلا بیلو فکري ، فرهنګي ، سیاسي او تعلیمي مؤسساتو له لاري په کار اچولي دي.

فکري جګړه داسي جګړه ده چې دعسکري جګړې سره ډیر توپیرونه لري

1 : عسکري جګړه ښکاره خو فکري جګړه پټه روانه وي

2 : په عسکري جګړه کې مقابل لوری هم عسکري وي خو په فکري جګړه کې مقابل لوری بې دفاع ولسي وګړي وي

3 : عسکري جګړه ځمکه اشغالوي خو فکري جګړه عقل ، فکر، او فرهنګ اشغالوي

4 : عسکري جګړه جنګي وسائل او ودانۍ له منځه وړي خو فکري جګړه ایمان،عقیده، عزم او اراده له منځه وړي

5 : دعسکري جګړې د ورانۍ بیا ودانول لږ وخت غواړي خو د فکري جګړې د ورانۍ بیا ودانول پېړۍ غواړي

دفکري جګړې مخنیوی

د پوځي جګړې مخنیوی کله په پوځي غلبې او کله هم په صلحي او متار کي سره کیږي خو فکري جګړه هغه جګړه ده چې په هیڅ صورت صلحه او منځګړیتوب نه مني او نه ورکي د صلحي لپاره ځای شته.

فکري جګړه یوازي د فکري غلبې په صورت کې دریږي او بس او تر څو چې یو طرف پر بل طرف په مکمل ډول غالب شوی نه وي تر هغو دا جګړه روانه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

نیاری صاحب سلامونه ! دا سمه ده چه کفار له فکری جګړی د خپلی شیطانی میدیا په واسطه تر نطامی ډیره ګټه پورته کوی ، مګر دا د هغو د فطری خصلتو یو خصلت دی له هغو خصلتو لوی خصلت هم حرص دی ، شیطان د دغه حرص په وسیله د هغو په سینو کی وسوسی اچوی چه نور استثمار او استعمار کړی ، دوی چه کافر دی د همدی حرص له امله کافر دی ، کافر حق پتولو ته وایی حریص انسانان د نورو حقوق پټوی او الله ج د نورو د حقوقو اعاده کوی ، نو دغه حریص… نور لوستل »