شعـــــرونه

غزل/ کوچی احمدزی

کوچی احمدزی

د چا سترګې په رانجو ډیرې ښکلیږي
د چا ښکلې د خپل یار په لیدو کیږي

ځنې سترګې په خپل ذات کې ښایسته وي
نه یې یار نه یې رانجو ته اړتیا کیږي

د چا زړه کې د دنیا مینه چې نه وي
د هغه زړه بیا د خدای مینې ته کیږي

د دنیا مینه کې درد او رنځ همیش وي
د الله مینه د هر درد دوا کیږي

ای بنده څه چې په دنیا وکړې تیریږي
یو عمل ده ستا د ژوند چې پاتې کیږي

د دنیا رنګینۍ پاتې له هر چا دي
یو په ښو باندې ستا قبر رڼا کیږي

که جانان درسره سل کاله ژوندی وي
اخر تګ دې تور لحد ته تنها کیږي

نور فکرونه د دنیا د مینې پریږده
د دنیا هستي پخپله فنا کیږي

دا انبار د دولت څه کړې ای انسانه
اخر یو کفن دې مرګ کې په تن کیږي

که هر څومره جایدادونه دلته جوړ کړې
په دنیا دې اخر تور لحد کور کیږي

,کوچی٬ ټولو وروڼو خوندو ته دا وایي
نن هم وخت ده کنه بیا ناوخته کیږي

هر سړی د خپل اعمالو جوابګو وي
خو ویل د خدای په لار کې ثواب کیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x