شعـــــرونه

غزل/ خالقيار احمدزی

خالقيار احمدزی

 

درته کړمه التجا زه درنه لاړم
نن په لوری دعقبا زه درنه لاړم

زندګی وه تیردله په شیبو کې
کله غم کله خندا زه درنه لاړم

لاس دې راکړه آخری دیدن لپاره
رانه پاتې شوه دنیا زه درنه لاړم

یو قلم څو کتابونه شو درپاتې
په ګردو نشی آشنا زه درنه لاړم

لږ دا غوږ که رانږدې کړې طالب جانه
را پسې وکړه دعا زه درنه لاړم

اوس بښنه درنه غواړی خالقیاره
په رقیب ګډه ژړا زه درنه لاړم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x