نړۍ

د (رابعه) نشان د ابوظبي شیخ ته رواني ستونزه پیدا کړې

د الخلیج ورځپاڼې لیکلي چې متحده عربي امارات د یو داسې بدیل نشان د موندلو په لټه دي چې د رابعه العدویه د نشان ځای ونیسي، کوم چې په ټوله نړۍ کې د مصر د پوځي کودتا د مخالفت او د اخوان المسلمین د ملاتړ په دود استعمالیږي.

دغه اماراتي ورځپاڼه لیکي چې د ابوظبي ولی عهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان یوې امریکايي کمپنۍ (ګلوفر پارک) ته دنده سپارلې چې د رابعه په مقابل کې یو نوی نښان ترتیب او ډیزاین کړي، او په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې د شهرت او ترویج لپاره کار وکړي.

ګلوفر پارک یو امریکايي کمپنۍ ده چې د عامه اړیکو، اعلاناتو، مارکیټینګ، او د بحراني حالاتو د کنټرول چارې ترسره کوي.

د ورځپاڼې په وینا دا ګام “له مصري ولس سره د مرستې” له مخې اخیستل کیږي.

د متحده عربي اماراتو په رسمي جرایدو، ورځپاڼو او ویب پاڼو کې سره له اوسه د دغه بدیل نشان خبر ډیر تود انعکاس موندلی.

متحده عربي امارات، سعودي عربستان او اسرائیل په ګډه په سیمه کې د مصر د پوځي کودتا کلک ملاتړ کوي، او د مرسي په مشرۍ د اخوان المسلمین د منتخب او قانوني حکومت سخت مخالفین دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x