ادبي لیکني

باطني ښايست/ مسرور درمل

مسرور درمل

احمد او ادریس د واړه په یوه ښوونځۍ کې زده کونکي وو، هغوی چې به کله غرمه له ښوونځي نه رخصت شول په لاره کې به یې له خپلو نورو ملګرو سره لوبې کولې.

احمد په ظاهري ښکلا له ادریس نه څو چند زیات ؤ، خو ادریس بیا په باطن کې له احمد نه ډېر ښه ؤ، که به چا ورته سپکې سپورې ویلې ادریس به ددې پر ځای چې جواب ورته ووایي مسک شو.

یوه ورځ دوی له نورو ملګرو سره له ښوونځي نه روان وو، چې د لوبو په میدان کې د ملک زوی مجید، احمد ته ډېر بد وویل احمد له غصې نه سور وا وښت او ګلابي شونډې یې وار په وار تورېدلې تندي یې کونځي وکړې، ښائست یې په بد رنګي بدل شو او له مجید سره لاس او ګرېوان شو، مجید چې پوه شو چې له احمد
سره زور نه شم کولای سم د لاسه ادریس ته په کنځاوو کولو بوخت شو، خو داځل ادریس د تېر په خلاف مجید ته مسک شو او هغه ته یې په نصیحت پیل وکړ، د ادریس مسکا د هغه په څهره کې لا ښکلا را وستله او سپین غاښونه به یې ښکاره شول.

مجید چې کله د ادریس له خولې د پوچ پاچ ویلو تاوانونه واورېدل، نو یې له احمد او ادریس دواړو نه بښنه وغوښتله او دتل لپاره له داسي کولو نه منع شو.
ـــــــــــــــ

_ ظاهري ښائست که یو وار ولرو بیا هم نه جلا کېدونکی ملګری مو نه دی، د چا له سپکو سپورو نه مو نه شي ژغورلای.
_ باطني ښائست که یو وار ولرو تل راسره وي، د چا له سپکو سپورو مو ژغورلای شي، او بل مسلمان ته هم پرې ګټه رسولای شو.
_ که په چا کې کوم له شریعته خلاف عمل ووینو، باید له پایلو یې خبر کړو ښایي هغه به زموږ په نصیحت له دې کاره منع شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x