نظــر

د درېيمې نړۍ حکومتونه د ولسي او غربي ملاتړ ترمنځ

ذاکر جلالي

د درېیمې نړۍ هېوادونه د اتلسمې او نولسمې پېړۍ له استعماري دورې وروسته پر ډېریو د غربي حکومتونو د راج بڼه بدله شوه. دغه بحث چې څنګه د استعمار څېره او بڼه بدله شوه، سوسیالیست څېړونکي پرې په زړه پورې بحث کوي.

سوسیالیستان ښيي چې څنګه د درېیمې نړۍ وروسته پاتې هېوادونه په بله بڼه او لار یو ځل بیا د استعمار تر یوغ لاندې شول.

هغسې چې ویل کېږي، دغه هېوادونه خپلواک شوي نه دي. ډېر لږ داسې دي چې نسبتاً خپلواک شول. د بېلګې په ډول افغانستان کې په ۱۹۱۹ کې پاچاهۍ ته د امیر امان الله خان له رسېدو سره د افغان پاچا له لوري خپلواکي اعلان شوه. د افغان – انګلیس د درېیمې جګړې تر ټولو مهم دلیل همدا د خپلواکۍ اعلان و چې له نېکه مرغه د امیر تر شا د ولس درېدو سره د انګرېز درېیم یرغل په شا وتمبول شو. امیر دوې لارې لرلې: د ولسي ملاتړ پر مټ د خپلواکۍ ګټل او یا د استعمار له ملاتړ سره د هغوی تر راج لاندې واکمني. خو غازي امان الله خان لومړنی هغه بهتر وباله. د ولسي ملاتړ پر مټ د خپلواکۍ ګټلو دغسې بېلګې په نورو هېوادونو کې لږ تر سترګو کېږي. په ډېرو شاوخوا هېوادونو کې وینو چې د انګرېز استعمار په څه ډول ظاهراً ښکاره کړه چې ګواکې راج یې پای ته ورسېد؛ خو په حقیقت کې يې د استعمار بڼه بدله شوه.

د شلمې پړۍ له دویمې نیمايي سره په نړیوال سیاست کې د نړیوالو سازمانونو پدېده رامنځ ته کېږي. هسې خو د ملتونو ټولنه (League of Nations) له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۲۰ کې د پاریس د کانفرانس په پای کې رامنځ ته شوه؛ خو بیا د دویمې نړیوالې جګړې د پېښېدو له امله ټولنه د بلې ویجاړوونکې جګړې له مخنیوي پاتې راغله او له ماتې سره مخ شوه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان چې نن سبا نژدې د ټولې نړۍ پېژندل شوي دولتونه یې غړیتوب لري رامنځ ته شو. له دې سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ارګان، د عدالت نړیواله محکمه، د پيسو نړیوال صندوق، د سوداګرۍ نړیوال سازمان او بیا سیمه ییز امنیتي، سوداګریز او سیاسي سازمانانونه رامنځ ته شول. د ملګرو ملتونو په نژدې ټولو ارګانونو کې د غربي هېوادونو یا په دویمه نړیواله جګړه کې د برلاسو هېوادونو اغېز جوت دی. د دغې اغېزې په کارولو سره د درېیمې نړۍ هېوادونه له ظاهري خپلواکۍ وروسته بیا د پورونو او اقتصادي بندیزونو له لارې د زورواکو هېوادونو غوښتنو منلو ته مجبورېږي. ځکه نو خپلواکي نور خپل هغه دودیز مفهوم بایلي. دلته باید یو ناسم پوهاوی ونه شي چې ګواکې د نړۍ ټول کمزوري هېوادونه خپلواک نه دي. په دې معنا، چې د درېیمې نړۍ پر هېوادونو د غربي زورورو دولتونو فشار شته، چې دغه فشارونه په ټولو چارو کې برلاسي هم نه وي. لږ تر لږه د پرېکړې خپلواکي ډېر هېوادونه لري. ان د درېیمې نړۍ حکومتونه ځینې داسې سرې کرښې لري چې له ډېرو فشارونو سره سره شاید د غرب پر وړاندې ودرېږي. غربي دولتونه طبعاً خپلو ګټو پسې دي، هغوی ته دا مهمه نه ده چې د دوی غوښتنې څومره د درېیمې نړۍ د هېوادونو د ولسونو له غوښتنو سره همغږې دي او که نه.

دلته دی چې د درېیمې نړۍ حکومتونه له دوو انتخابونو سره مخ کېږي، چې ولسي ملاتړ انتخاب کړي او که غربي. دواړه په یوه وخت کې ډېر لږ پېښېږي. د بېلګې په ډول، پر افغانستان د شوروي تاړاک پرمهال د غربي هېوادونو ګټه دا وه چې شوروي باید په افغانستان کې مات شوی وای. د غربي حکومتونو له دغې غوښتنې سره زموږ د ولس داعیه هم همغږې شوه او د امریکا رسنیو د افغان جهاد لپاره پراخ تبلیغات وکړل او افغان مجاهدین د “خپلواکۍ مبارزین” وګڼل شول. ځکه دا جګړه د امریکا په ګټه وه. امریکا په ختیزې اروپا او سویل اسیا کې د شوروي د ایسارولو سیاست پاله. خو داسې حالت لږ پېښېږي چې ولسي او غربي غوښتنې او ګټې دې همغږې شي.

ستونزه دا ده چې امریکا د درېیمې نړۍ پر حکومتونو د فشار ډېرې لارې لري. له اقتصادي بندیزونو نیولې، تر سیاسي انزوا، استخباراتي جګړو او ان تر پوځي یرغل پورې يې ټولې حربې په لاس کې دي. کله چې کمزوري حکومتونه د امریکا خوښو ته لومړیتوب ورکړي او خپلې ملي او ولسي ګتې هېرې کړي، له ولس سره په واټن کې شي. کله کله یې ولس هم پر ضد په پاڅون لاس پورې کړي. څومره چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن زیاتېږي، په همدې کچه د حکومت تکیه پر امریکا زیاتېږي او په همدې کچه بیا د امریکا پر وړاندې د “نه” ویلو جرئت بایلي. دغه حالت بیا داسې شي چې د امریکا ملاتړ د حکومت د دوام او ژوند لپاره بنسټیز اصل شي او کله چې هم د امریکا ملاتړ لرې کېږي، حکومت سقوط کوي. حامد کرزی یو مهال د امریکا نژدې متحد و؛ خو له ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو وروسته یې په افغانستان کې د امریکا له سیاستونو سره اختلافات زیات شول. اوس چې د حامد کرزی ولسي ملاتړ زیات شوی، یو لامل د امریکا پر دوه ګونو او غولوونکو سیاستونو سپينې نیوکې دي.

د مصر سیسي د واکمنۍ یوازنۍ اډانه د امریکا او په سیمه کې د امریکا د سیاستونو د پلوو حکومتونو ملاتړ دی، کله هم چې دغه ملاتړ لرې شي، د سیسي د حکومت دوام په شک کې دی. د ده پر خلاف په ۲۰۱۲ کې په مصر کې د محمد مرسي حکومت او اوس په ترکیه کې د رجب طیب اردوګان له حکومتونو سره ولسي ملاتړ شته خو غربي هغه بیا نه یوازې دا چې نه شته بلکې د دوی پر ضد په دسیسه جوړولو کې پراخ رول لري. غرب یا امریکا سره ټکر په خپله ننګونې راولاړوي؛ خو تر دې ننګونو پورته له دغو حکومتونو سره د ولسي ملاتړ ګراف پورته و.

د غربي او ولسي ملاتړ څو بېلګې

د پاکستان پخوانی دیکتاتور، جنرال مشرف په ۱۹۹۹ کې د یوې کودتا له لارې واک ته ورسېد او د نوازشریف ملکي حکومت یې نسکور کړ. د ۲۰۰۱ په سپټمبر کې په امریکا کې پېښې وشوې او پاکستان امریکا لپاره مهم شو. مشرف د «اور پر کرښه» کې لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، کولن پاول ورته ټیلیفون وکړ او د ولسمشر بوش پیغام یې ورته ووایه چې «یا به له موږ سره یې یا له ترهګرو سره». مشرف وايي چې ده پاول ته په هماغه شېبه ټلیفون کې ډاډ ورکړ چې له دوی سره دی. د مشرف له خوا داسې بیړنی ډاډ ان کولن پاول ته هم د توقع وړ نه و. د مشرف دغه اقدام سره د پاکستان ولس مخالف و، پراخ لاریونونه وشول؛ خو مشرف باید په دوو انتخابونو کې یوه ته لومړیتوب ورکړی وای او ده غربي هغه غوره کړ. جنرال مشرف دواړه انتخابونه نه شوای جمع کولی. مشرف د خپلې واکمنۍ تر پایه (۲۰۰۸) پورې په غربي رسنیو او سیاستوالو په ژبه اتل او «ستر رهبر» یادېده. خو مشرف په پاکستان کې د خپل هېواد اتوم جوړوونکی ساینسپوه، ډاکټر قدیر خان زنداني او پر دیني مدرسه او جومات یې بمبونه وورول!

د سعودي حکومتي نظام پاچاهي دی. د سعودي پاچاهي نظام یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په ډېره ټیټه کچه هم په کې د بیان ازادي نه شته او په ډېرو وړو خبرو سیاسي فعالان، دیني علما او نور د نظر خاوندان کلونه کلونه بندیان شوي. څو کاله یې خلک د یوه معمولي شک له امله بندیان کړي وي او بیا يې خوشې کړي. سعودي په هېڅ ډول له «امریکايي ارزښتونو» سره همغږي نه لري؛ خو امریکايي رسنۍ ډېر لږ د سعودي نظام او واکمنې کورنۍ پرخلاف څه خپاره کړي. سعودي په سیمه کې د امریکا یو له داسې متحدینو دی چې تر اوسه یې له امریکا سره د نظر اختلاف خبره نه ده پورته شوې. د سعودي حکومتي نظام که څومره هم بشري حقونه او مدني ازادۍ نقضوي، بیا هم امریکا ته منلی دی. سعودي کې هم د ولسي پر ځای غربي ملاتړ له واکمنې کورنۍ سره مل دی.

په مصر کې د ۲۰۱۱ په پای کې لاریونونه پیل شول او د غرب د متحد مبارک نظام یې نسکور کړ. د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کې رڼې ټاکنې ترسره شوې او محمد مرسي واک ته ورسېد. مرسي له یوه داسې سیاسي غورځنګ سره تړاو درلود چې یو لړ ارزښتونه یې درلودل او د هغو ارزښتونو ماتولو ته تیار نه و. امریکایان پر دې پوهېدل چې د مرسي حکومت به د مصر په تړاو هغه پرېکړې ونه کړې چې د مصر په زیان وي یا به داسې نه وي لکه مبارک چې د امریکا هره ګټه ورته تر خپلو ګټو مقدمه وي. په فلسطین کې به د خپلواکۍ له مبارزینو ملاتړ کوي او د اسراییلو پر جنایتونو به پټه خوله نه پاتېږي. خو د حسني مبارک حکومت نه یوازې دا چې د فلسطین د خلکو ملاتړ نه کاوه بلکې د اسراییلو متحد و. د مرسي حکومت په خپله لومړنۍ کلیزه کې له یوې خونړۍ او وینه بهوونکې کودتا سره مخ شو چې کودتاچیانو په لومړي اقدام کې شاوخوا دوه زره تنه سوله ییز لاریونوال ووژل. د رابعه العدویة ډله ییزې وژنې د بشري حقونو د څار له خوا په معاصر تاریخ کې په یوه ورځ د سوله ییزو لاریونوالو تر ټولو ستره وژنه وګڼل شوه. د دفاع وزیر پر ولسمشر کودتا وکړه، د مصر په تاریخ کې يې لومړنی دیموکراتیک حکومت نسکور، د ولسمشر په ګډون یې چارواکي اکثر زندان ته ولېږل، زرګونه کسان یې ووژل او تر څلوېښت زرو نور یې بندیان کړل. امریکا په مصر کې د سیسي اقدام ته د “کودتا” کلمه هم ونه کاروله، غندنه او نیوکه خو یې لا پر خپل ځای! په مصر کې د مرسي له حکومت سره ولسي ملاتړ و؛ خو غربي نه و؛ سیسي سره اوس ولسي ملاتړ نه شته؛ خو غربي شته.

ترکیه چې په تمدني او د پرمختګ په لحاظ به ستونزمنه وي چې په درېیمه نړۍ کې دې حسابه شي؛ خو د جغرافیوي تړاو له لیده بیا د درېیمې نړۍ برخه ده. هلته هم ورته کیسه ده. ترکیه د اسلامي نړۍ د نسبتاً متحدې واکمنۍ (خلافت) وروستی مرکز و چې له لومړۍ نړیوالې جګړې سره یې مصطفی کمال اتاتورک ځای ونیو. کمال پر ترکیې مطلق سکولر نظام وکمن کړ او پر ډېرو عادو دیني مظاهرو یې بندیزونه ولګول. اتاتورک هڅه کوله چې د ترکیې ټولنه په بشپړ ډول بدله کړي او له خپل تاریخه یې وشلوي. له کمال مصطفی وروسته په ترکیه کې دوه ځلې د مشروعو او ډیموکراتیکو حکومتونو پر ضد د سیکولر پوځ له لوري کودتاوې وشوې. لومړنۍ کودتا د عدنان مندریس پر حکومت په ۱۹۶۰ کې وشوه چې وروسته یې بیا لومړی وزیر مندریس په دار وځړاوه او دویمه د نجم الدین اربکان پر حکومت په ۱۹۹۷ کې وشوه رجب طیب اردوګان په ۲۰۰۳م کال کې واک ته ورسېد، د ده له واک ته رسېدو سره ترکیه کې پاموړ اقتصادي پرمختګونه شوي دي. د اردوګان د واکمنۍ پر مهال ترکیه د نړۍ اوولسم اقتصادي ځواک ګڼل شوی. ۲۰۰۲م کې د ترکیې کورني ناخالص تولیدات ۲۳۲ملیارده ډالر و؛ خو په ۲۰۱۳ کې یې کچه ۸۲۰ملیاردو ته ورسېده. نړیوال بانک د دې پرمختګ پخلی کوي. واک ته د اردوګان له رسېدو راهیسې د ترکیې اقتصاد هر کال پنځه سلنه وده کړې ده. د ترکیې سړي سر په ۲۰۰۲ کې ۳۴۹۰ډالره وو؛ خو د اردوګان له لس کاله واکمنۍ وروسته ۱۰۷۸۰ډالرو ته رسېدلی. د ۲۰۱۴ په مۍ کې اردوګان وتوانېد چې په لومړي ځل ترکیه له پورونو پاکه کړې. له قرضونو د ترکیې پاکول د اردوګان ټیم لپاره ستره اقتصادي لاسته‌راوړنه وبلل شوه او د ولسي ملاتړ د پراخېدو یو عمده لامل یې اقتصادي ښېرازي ده. د دغو پرمختګونو په پایله کې بهرنۍ پانګونه هم زیاته شوې ده. په ۲۰۰۲ کې ۱۱۳میلیارده ډالر پانګونه شوې وه؛ خو په ۲۰۱۴ کې د بهرنۍ پانګونې کچه ۱۲۹میلیاردو ته رسېدلې وه.

له دې ټولو سره، د اردوګان حکومت په ترکیه کې د بېلتونپالو کردانو پر سر له امریکا سره د نظر اختلاف درلود. د داعش پر ضد جګړه کې ترکیې د امریکا پلوي وکړه؛ خو د کردانو پر ضد بیا امریکا هغه څه ونه کړل چې ترکیې هیله لرله. امریکایانو لږ تر لږه کردي بېلوتونپالي «ترهګر» هم نه بولي. دا د اختلاف یو ټکی و. دغسې په ډېرو نورو مسئلو کې ترکیې خپل لومړیتوبونه درلودل او اړتیا یې احساسوله چې باید امریکایانو ته خپلې سرې کرښې جوتې کړي. د تېر جولای په ۱۵مې د پوځ هغې څانګې چې ترکي صوفي، فتح الله ګولن ته وفاداره وه، د کودتا هڅه وکړه. کودتاچیانو ان د ملي تلویزیون پر پرده خپله لومړنۍ خبرپاڼه هم خپره کړه. خو وروسته کودتا ناکامه شوه. د کودتا هڅه او ناکامي يې یوې خوا… هغه څه چې دلته پاموړ دي، د امریکا دریځ دی.

هغه شپه چې کودتا پیل شوه، امریکایي رسنیو په ډېره ښکاره د کودتاچیانو په پلوۍ تبلیغات کول. جان کېري مسکو کې و، رسنیو ته یې وویل «د ترکیې ثبات او امنیت مهم دی». د جان کېري له دې وینا ډېر واضح ښکاري چې له کودتاچیانو سره همنظره دي. دغه شپه د امریکا دریځ یې له خپلو رسنیو ډېر ښه جوتېده. خو په ترکیه کې د درېيمې نړۍ د ډېرو نورو هېوادونو پر خلاف ولسي ملاتړ پر غربي هغه برلاسی شو. دا ښايي لومړی ځل وي چې ولس د کودتا هڅه شنډوي. امریکا سره له دې چې ډیموکراسي او بشري حقونه «امریکايي ارزښتونه» بولي او ځان یې په پاللو او ملاتړ مکلف بولي؛ خو هغه شپه چې په ترکیه کې دغه په اصطلاح «امریکايي ارزښتونه» ماتېدل، امریکايي چارواکو د سکوت روژه نیولې وه. تر هغې هم مهمه دا چې د ترکیې حکومت څو ځلې له امریکا غواړي چې په کودتا تورن ګولن وروسپاري؛ خو د امریکا حکومت نټه کوي.

پایله

په درېیمه نړۍ کې تر ټولو جدي او تازه پېښه په ترکیه کې د کودتا ناکامه هڅه وه چې تر شا يې د هغه صوفي لاس و چې له ۲۰۰۳ راهیسې د امریکا په پنسلوانیا کې مېشت دی. له دې پېښې سره ترکیې له امریکا وغوښتل چې ګولن وروسپاري؛ خو امریکایان د “واضحو اسنادو” د نه شتون په پلمه د ترکیې له دغې غوښتنې نټه کوي. په سوریه کې له جګړې راهیسې ترکیه په ځانګړي حساس حالت کې واقع ده. په سوریه کې روانه جګړه تر ډېره د امریکا او روسیې د ګټو د ټکر پایله ده. اردوګان په دغه مسئله کې ډېر جدي و او د روسيې له پلوي بشار اسد پر ضد هېوادونو په کتار کې ودرېد. له دې اقدام سره اردوګان د روسيې او ایران سره نژدې اړیکې وبایللې؛ خو د داعش پر ضد د امریکا د دریځ له ملاتړ سره سره یې هم ونه شوای کولی چې د امریکایانو رښتینی ملاتړ راخپل کړي، امریکا په سوریه کې د داعش پر ضد د ترکیې ملاتړ غواړي؛ خو خپله بیا د ترکیې د نظام مخالفو بېلتونپالو کردانو پر ضد اقدام نه کوي.

د سوريې د مسئلې او په سیمه کې د اردوګان پر وړاندې د شته تهدیدونو او مجبوریتونو له یوې پرتلې وروسته داسې برېښي چې اردوګان پر دې باوري شوی چې له امریکا سره یې د ګټو ټکر هغه حد ته رسېدلی چې د دواړو حکومتونو ترمنځ ګډ یون او اتحاد پای ته رسېدلی دی. له همدې امله اردوګان خپله لار بدلوي، د ناکامې کودتا له هڅې وروسته لومړنی سفر د اګسټ پر لسمه روسيې ته کوي. په مسکو کې ترکي ډيپلومات فایننشل ټایمز ته ویلي “په تېرو پنځوسو کلونو کې له امریکا سره زموږ اړیکې په تر ټولو بد حالت کې دي… دغه وضعیت طبعاً روسیه د یوه ښه انتخاب په توګه مطرح کوي”. اردوګان پوه شوی چې په ناټو کې يې شتون امنیت نه خوندي کوي او اروپايي اتحاديې کې د ګډون انتظار هم بې‌ګټې دی. کله چې ترکي ځواکونو تېر نومبر کې د روسيې الوتکه وغورځوله، د ترکیې ناټو “متحدینو” ترکیه د روسيې پر وړاندې یوازې پرېښوده. هغې پېښې ترکي سیاستوالو ته ډېر څه ورزده کړل.

په نړیوال سیاست کې د دوستۍ او دښمنۍ معیار د ګټو همغږيتوب او ټکر دی. که د دوو هېوادونو ستراتيژيکې ګټې همغږې شي، دوستان دي او که یې د یوه ګټه د بل په بده ورځ کې وي یا په اصطلاح Zero Sum Game حالت وي، دوستي او اتحاد خپله معنا بایلي. د ترکیې په بهرني سیاست کې وروستی بدلون که ناوخته هم وي تر دې ښه دی چې د ناټو د اتحادیتوب په هیله له نورو ننګونو سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x