ټولنیزه برخه

خپل د خالق خدای سره یوه دروازه خلاصه پرېږده

امام احمد بن حنبل رضي الله تعالی عنه فرمايي:

زه یو ځای په سفر کي په لاره روان وم، پر یو غله باندي پيښ سولم، هغه په لاره کي ولاړ وو، او خلګ یې شکول. بله ورځ مي هم هغه کس ولید چي په مسجد کي پر لمانځه ولاړ وي، او لمونځ کوي.
امام وايي زه ورغلم او ورته می وویل: کومه معامله چي ته د الله جل جلاله سره کوي، هغه سمه معامله نه ده، الله جل جلاله به کله هم په داسي حال ستا عبادت ونه مني، چي یو خوا خو خلګو ته په لارو کي دریږي، غلاوي کوي، او بل خوا مسجد کي ولاړ یې لمونځونه کوي.

غله ورته وویل: ای امامه، زما او د الله جل جلاله تر منځ ډیري زیاتي دروازې تړلي پاتې دي، زه غواړم چي اقلا یوه دروازه خپل او د خدای تر منځ خلاصه پرېږدم.

امام صاحب وايي چي څو میاشتي وروسته مکې مکرمې ته د فرض حج ادا کولو لپاره ولاړم، د طواف په حالت کي وم، چي یو کس باندي مي سترګي ولګېدې، دا کس د کعبې شریفي پرده نیولی وه، او ویل یې: الله تاته مي توبه ده، ما باندي رحم وکړې، ستا ګناه او معصیت ته به بیا کله هم نه ور وګرځېږم.

امام احمد صاحب وايي چي په دغه ژړېدونکي، او آه کښونکي کس کي ما ښه فکر وکړ، او ښه په ځیر مي ورته وکتل، او ومي لید، چي دا خو هغه د پرون غل دی.

نو له ځانه سره مي وویل چي د خپل او د الله تر منځ یې یوه دروازه خلاصه پرېښوده، او الله جل جلاله د هغې دروازې په برکت خپل ټولي دروازې ورته خلاصې کړي.

فایده:

مونږ لره په کار ده چي د خپل خالق او بادار سره ټولي دروازې ونه تړو، بلکي که هر څومره ګناه ګار یو، هر څومره معصیت کونکي یو، باید یو لاره، یوه دروازه بلکل همداسي د خپل خالق خدای او د ځان تر منځ خلاصه پرېږدو، کیدای شي همدا دروازه مو د نجات سبب شي، او کیدای شي همدا یوه دروازه د نورو دروازو د خلاصېدو سبب شي.

د ابوخلیل قدوسي نه په مننه، ژباړه: فداء

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x