شعـــــرونه

غزل/ هلال مهاجر

هلال مهاجر

كله سیلۍ کله طوفان شي جانان
کله بهار کله خزان شي جانان

کله سپرلی شي ګلابونه او عطرونه پاشي
کله سپيره اغزنه دشته بیابان شي جانان

کله د زړه په وچو وچو للمو وواریږي
آه درحمت او برکت شيرین باران شي جانان

کله شي پیر مراقبې کوي ذکرونه کوي
کله شوخي زده کړي بلا شوخ شي او وران شي جانان

کله تمبل شي ،ګل مرجان شي ،بس یوه نه مني
کله شي پوهه حکمت دوخت  لقمان شي جانان

کله مې زړه ته اطمینان او سکون دواړه راوړي
کله شي درد ،کله درمل ،کله درمان شي جانان

هلاله ګرم نه دی د هجر زور نه، نه دی خبر
رابه شي وخت پوهه په درد به د هجران شي جانان
ــــــــــــــــــــــ
۱۴۳۷،۸،۱۰
هلال، مهاجر
خوست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x