ادبي لیکني

ليکنه او کيسه/ اجمل ښکلی

اجمل ښکلی

مقاله هغه منثور متن يا ليکنه ده، چې ليکوال پکې معلومات يا فکر خپل مخاطب ته په ليکنۍ بڼه وړاندې کوي.

د ليکنې بل تعريف دا دی، چې مقاله د مخاطِب (ليکوال) او مخاطَب (لوستونکي) ترمنځ ليکنۍ اړيکې ته وايي.

مقاله په فرهنګي بدلون کې لاس لري او تر څېړنيزو آثارو وروسته په ټيټ کچ په علمي پرمختګ کې برخه اخلي.

مقالې نقد و بحث ته لار پرانيزي او دا راته د ټولنيز ذهنيت په بدلون کې د مقالې ارزښت ښيي.

په انګلستان کې د رنسانس په پيل کې فرانسس بيکن د مقالو دود پيل کړ، چې وروسته يې ورته (Essay) وويله. په ايسی کې به فرانسس بيکن خپل لنډ فلسفي موضوعات وړاندې کول.

وروسته همدا ايسی هند او افغانستان ته راغی. کومې مقالې چې به د جدي علمي موضوع په اړه په رسمي سبک ليکل شوې وې، هغو ته يې مضمون او وروسته مقاله وويله او کومې چې په نارسمي يا ادبي سبک ليکلې وې، هغو ته يې ادبي ټوټه وويله.

مقاله په پيل کې پخپله د ليکوال د سوچه فکر او تجربې استازې وه او له ماخذونو نه پکې استفاده نه کېده؛ خو وروسته څېړنيزې مقالې هم رامنځته شوې، چې له شمېرو(ارقامو)، ماخذونو او اقوالو نه پکې استفاده پيل شوه. څېړنيزې مقالې د مونوګراف او تېزس غوندې په رسمي ښوونيز مرکزونو کې دود شوې.

په لومړي ډول مقاله کې، چې ادبي مقاله ورته وايي، پر موضوع او فکر سربېره ژبه هم ادبي وي؛ خو په دويم ډول مقالو کې د معلوماتو د لېږد(انتقال) لپاره رسا، ساده ژبې يا مرسل نثر ته اهميت ورکول کېږي.

مقاله د موضوعاتو له پلوه په ديني، ادبي، سياسي، تاريخي، ټولنيزې، ساينسي او داسې نورو ويشل کېږي.

مقاله د لفظونو او موضوع له دوو اړخونو جوړه وي او د ليکوال هڅه پکې دا وي، چې د فکر د انتقال په موخه معلومات منظم وپېي. که په مقاله کې شته معلومات منظم نه وي، لوستونکی ترې منظم فکر نه شي اخيستی او ابهام پکې پيدا کېږي.ابهام د ليکوال او لوستونکي ترمنځ پر ښيښه د موجود ګرد دنده ترسره کوي.

پخوا به ليکنې بالعموم په معلومه جمله مثلا: (دا يو روښانه حقيقت دی) پيلېدې او د معلوماتو ترمنځ اړيکه به (له عموميت نهد خصوصيت پر لور) پر معيار ولاړه وه. لومړی به له مشخصې موضوع سره د عموميت په اړيکه تړلې خبرې کېدې، د موضوع تاريخي شاليد به وړاندې کېده او له دې امله به اوږدې سريزې ورکول کېدې؛ خو اوس وينو، چې څېړونکي د خلکو د وخت خيال ساتي او خپله ليکنه پر خپله همغه مشخصه موضوع څرخوي. اوس پيل هم د پخوا غوندې يو ډول او ستومانوونکی نه دی. هر ليکوال پوهېږي، چې خپله موضوع څرنګه پيل کړي، چې پر لوستونکي ښه اغېز وښندي او ليکنه تر پای ولولي.

د هر ليکوال خپل طرز دی او د هرې ليکنې د پيل طريقه يې تقرييا بېله ده. اوس ليکوال د لنډې کيسې غوندې د مقالو پيل، منځ او پای ته اهميت ورکوي.ليکوال د داستاني ادب له مېتود نه په استفاده مقاله په داسې جملو، وينا، پېښه، روايت(کيسه) او بېلګه پيلوي، چې لوستونکي يې لوست ته هوسېږي او مقاله ادبي کوي. مثلا: که د اخلاقو پر ارزښت خبرې کوي، ښايي، د بودا په يوې وينا يا کيسه يا پېښه خپله ليکنه پيل کړي.

دا داستاني ادب خصوصيت دی او په دې کار سره په ليکنه کې داستاني خوند پيدا کېږي. ليکنه له ماضي سره اړيکه پيدا کوي او پر موږ د يوې هېرې خوندورې افسانې مرموزه نړۍ ګوري، لکه څوک چې لرغوني مدني پېر ته تللی وي.

امکان لري، چې د تلوسې د پيدا کولو لپاره ليکوال د پوليسي داستان غوندې د پخوا پر خلاف پيل د ليکنې په پای وکړي او په شا لاړ شي.له دې سره هم په مقاله کې تازګي احساسوو او دا هم شونې ده، چې پيل او پای د دوه انډيو غوندې يو او بل اړخ ته شي او د مقالې پيل له منځه وشي.

خو پيل د ليکوال د خپل ذهن او د موضوع د اړتيا توليد دی. څرنګه چې ليکوال ته موثره ښکاري، همغسې خپله ليکنه پيلوي؛ خو د ليکنې د دلکش کولو يوه موقعه هم نه ضايع کوي.

پر اوسنيو ليکنو د داستاني ادب اغېز وينو. د اوسنيو مقالو منځ د کيسې له لوړې څوکې(کلايمکس) سره ورته والی لري. په منځ کې موضوع اوج ته رسېدلې او ليکوال، لوستونکی په استدلال سرهد خپلې موضوع په اهميت پوه کړی. اوس بايد د دې غوټې(تېس) يا لانجې حل راووځي. لوستونکی قانع شوی، چې دا يوه ستونزه ده يا مهمه موضوع ده؛ خو حل او پايله به يې څه وي. البته له سرمقالې سره د نورو مقالو توپير دا دی، چې دلته د موضوع حل خپور وور وي او د لوستونکي د حساسيت د راپارولو له ويرې مستقيم او صريح نه يادېږي.

د ليکنې په منځ کې موضوع اوج ته رسېدلې او اوس مخ په ځوړ ده او پای ته ورنېژدې کېږي. لوړه څوکه د مقالې په منځ کې ده او ځوړ د منځ او پای ترمنځ پروت دی. غره ته ختلی سړی ستومانه شوی دی اوس چې د غره بل اړخ ته کوزېږي او مخ په ځوړ روان دی، خوشحاله دی. د ليکنې اوج لکه د رنځ تشخيص داسې دی.لوستونکی په خپله حافظه کې پرتې تجربې، مشاهدې او معلومات او له دې لارې ترلاسه کړی ذهنيت هممهاله د دې مقالې له ورکړو معلوماتو سره پرتله کوي او په ذهن کي ګډوډي او ويجاړي احساسوي. اوس دی پر خپل پخواني فکر او معلوماتو شکمن شوی او بايد لاس پکې ووهي او خپل فکر او معلومات له سره منسجم او منظم کړي.مخ په ځوړ حالت له لوستونکي سره د نوي فکر په رغون کې مرسته کوي او چې مقاله پايته رسي، لوستونکي يو علمي پېغام اخېستی وي. دا پېغام ښايي نيمګړی او د نورې مطالعې تږیوي.

د اوسنيو مقالو له پای نه لوستونکی د پخوا پر خلاف محدود پېغام نه اخلي. نه ليکوال په لفظونو کې دا يادونه کوي، چې زما د دې ليکنې موخه دا وه، ځکه له دې سره د ليکنې خپاره واره او مستقيم، نامستقيم پيغامونه محدودېږي او ليکنه يوې وراشې يا قول ته ورته کېږي.

دا هم شونې ده، چې په ليکنه کې ستونزه په مستدل ډول له خپل حل سره موازي لاړه شي. ليکوال يوه دوديز ذهنيت ته اشاره کوي، چې لوستونکي د يوه ناماتېدونکي حقيقت په توګه منلی او ورسره جوخت ورته بديل ښيي؛ خو بالعموم يوه ستونزه تشخيصېږي، علتونه يې ښودل کېږي او بيا يې حل راوځي. دا حل د لنډو کيسو د پايلو غوندې وي، چې ښايي په صراحت ياد نه شي او لوستونکی پرې فکر ته راوبولي.

د اوسنيو مقالو د اهميت نښه د روايت مخالفت دی. پخوانيو مقالو کې له دود سره(که علمي وي که تولنيزې) د همغږۍ تصور پياوړی دی؛ خو په اوسنيو ليکنو کې د موضوعاتو لپاره د نويو زاويو کارونه وينو. کله ناکله ښايي دا طرز افراطي شي او سم دودونه هم وځپي؛ خو ځيرک ليکوال پوهېږي، چې کوم دود د چلښت او منلو دی او کوم نه دی. د (غزل) له ژانر سره هېڅ بې هېڅه مخالفت د معتدل ليکوال خوی نه دی. دا يې وړوکی مثال دی.

پخوانو دا خپل مسووليت ګاڼه، چې ورپاتې روايتونه راتلونکي کول ته ولېږدوي؛ نو د دود د ناسموالي تصور لا چا نه شو کولی؛ خو اوسني پوهېږي، چې ډېر بوتان اوس د روايت شکنې ابراهيمي تسکورې منتظر دي.

که ليکنه راته تازه فکر رانه کړي او پر خپل ذهنيت مو شکمن نه کړي، مطلب دا چې په موږ کې يې مثبت بدلون نه دی راوستی او خپل مسووليت يې نه دی ترسره کړی.

مقاله د بڼې له پلوه د پاراګرافونو ټولګه او پاراگراف د څو جملو ټولګه وي. د مقالې هر پاراګراف له بل پاراګراف سره منطقي تړاو لري. په کيسو کې مشهوره ده، چې هره پېښه له بلې پېښې سره د علت و معلول منطقي تړاو لري او همدې ته پلاټ وايي. که پلاټ د پېښو دروني انسجام ته وايي او له دې انسجام نه ظاهري بڼه جوړېږي؛ نو ليکنې هم د کيسو غوندې پلاټ لري. که پيل، منځ او پایلرلی شي، پلاټ هم لرلی شي. په ليکنه کې هر پاراګراف کور دننه خپلواک وي؛ خو له نورو پېښو سره يې منطقي تړاو وي او د بېلابېلو پاراګرافونو ترمنځ همدا منطقي تړاو د ليکنې پلاټ جوړوي.

د منطقي تړاو خبره مو وکړه. د لرغوني يونان د ډرامو په اړه د ارستو يوه وينا اوس هم په داستاني ادبياتو کې د تطبيق وړ ده، چې اضافي پېښه هغه ده، چې په نشت يې د کيسې پلاټ ته زيان ونه رسي. په ليکنو کې هم که يو پاراګراف له تېرو او راروانو پاراګرافونو سره کلکه منطقي رابطه ونه لري، هغه پاراګراف د دې ليکنې برخه نه دی. مثلا: که پر اداري فساد مقاله ليکو او لومړی يې علتونه واضح کوو، دا علتونه بايد له اداري فساده سره منطقي تړاو ولري، مثلا: سيمه ييزه آب و هوا په دې علتونو کې نه شو شمېرلی. که زه په ازاد نظم کې د وزن پر موجوديت بحث کوم او په منځ کې ناڅاپه يو يا څو پاراګرافه په پښتو کې د قصيدې پر تاريخ وليکم؛ نو لوستونکی پوهېږي، چې دا پاراګراف/ پاراګرافونو اضافي دي.

د پاراګرافونو ترمنځ يواځې د منطق نشت نه، بلکې د منطق کمزوري هم د ليکنې پلاټ مبهم او غړند کوي. ښه ليکوال د خپلې ليکنې معقول انسجام ته پام کوي او هغه برخې ترې وباسي، چې لوستونکی ستومانوي، پام يې اړوي او وخت يې ضايع کوي يا ورته اضافي ښکاري. کلک منطقي تړاو ليکنه د يوه ژوندي کل په توګه راڅرګندوي، دا کل له اجزاوو جوړ دی؛ خو دې اجزاوو پکې د يوه پياوړي سيسټم غوندې خپل انفرادي خصوصيت له لاسه ورکړی او هر يو د کل د نه بېلېدونکې برخې په توګه راڅرګند شوی.

پاراګرافونه له جملو نه جوړ وي. په پاراګراف دننه د جملو ترمنځ هم کلک منطقي تړاو او انسجام ضرور دی. اضافي جملې لومړی پاراګراف او بيا ليکنه کمزورې کوي. په ښه ليکنه کې لوستونکی داسې نه انګېري، چې دا جمله له تېرې جملې سره مناسبت نه لري. همداسې په جملو کې د ژبنيو عناصرو ترمنځ هم منطقي تړاو اړين دی، ځکه کله يوه کلمه د يوه واړه جز په توګه د ليکنې د لوی کل ماڼۍ درزمنولی شي. ليکوال کلمو ته د مرغلرو په سترګه ګوري او د خپلې ليکنې په لړ کې يې په ډېر احتياط پېي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x