fbpx

شفیق الله شفق ولې له شپګیزې لیګ څخه وویستل شو؛ د سترګو لیدلی حال

عینی شاهد: وحیدالله درد

یو شمیر مینوال د شفیق الله شفق خبره ډیره کوي او په کرکټ بورډ نیوکې کوي چې زیاتی ورسره شوی او ولې له شپګیزې لیګ نه ویستل شوی.

زه وحیدالله درد تاسې ته د شفیق الله شفق د یوې بدې خاطرې د سترګو لیدلی حال بیانوم.

تیره روژه کې د پیښور په اسلامیه کالج کې د وړو لوبډلو ټورنمنټ جوړ شوی و چې په کې د ملي لوبډلې یو لوبغاړی هم برخه نه وه اخیستې او نه د نورو لوبډلو لوبغاړي وو یوازې د صوبه سرحد اړوندې لوبډلې وې خو په دغه ټورنمنټ کې یوازې دافغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی شفق و او یو یې ورور چې د یو پاکستاني ټیم سره لوبیدل. دغه ټورنمنټ د شپې لخوا پیل کیده.

شفق ډیرې لوبې وکړې او ښه وځلید. د ده ځلیدلو او زیاتو شپږیزو وهلو سره چې بالونه به ورکیدل مقابل لوري پاکستاني بالاران او نندارچیان ډیر په غوصه کړي وو. کله چې د پایلوبې وخت ورسید په دغه شپه باندې پولیسو میدان ته د افغانانو د ننوتلو اجازه نه ورکوله ځکه مخکنیو لوبو کې هم نندارچیانو د شفق په سر له پاکستانیانو سره په څو څو ځلي جنګونه کړي ول خو بیا هم ځینې افغانانو ځانونه پایلوبې ته له نورو لارو رسولي ول.

کله چې لوبه پیل شوه او پایلوبې کې د هغې لوبډلې د بریا چانس زیات و د کوم لپاره چې شفق لوبه کوله او شفق سخت توپ وهنه کاوه او شپږیزې یې وهلې نو په دې وخت کې میدان ته چا شفق ته د افغانستان بیرغ وروړ او شفق په میدان کې دغه بیرغ په اتڼیز شکل ګډ کړ نو نور پاکستاني مینوالو او کرکټ کونکو په دې غوصه شول او جنګ جوړ شو.

شفق باندې له لسګونو زیات پاکستانيان راټول شول او د وهلو هڅه یې په وکړه خو افغانان هم زیات ول او نوموړي هم د تیښتې هڅه کوله، ځان یې له میدان څخه وویست او یو بااحساسه افغان چې تورو شیشو فریم لروونکی موټر ورسره وو نوموړی یې ژر په کې سور کړ.  کله چې ډریور غوښتل موټر ته حرکت ورکړي له سلو زیات پاکستانيان له موټره تاو شول او د شفق غوښتنه یې کوله. شفق د ملګرو په منځ کې ځان غلی کړ او ډریور هغوي ته وویل چې مونږ سره یی ورور دی، خپله شفق نشته. له دغې خبرې سره یې موټر روان کړ او په تیزۍ سره له میدانه ووتل.

نو کومه بې عزتي چې د ده په دې بې ارزښته ټورنمنټ کې وشوه هغه د ټول افغان ملي ټیم او افغانانو لپاره کافي وه. مینوالو تاسو قضاوت وکړئ څه اړتیا وه چې د یو ملي ټیم لوبغاړی د څو پیسو لپاره په وړو لوبډلو کې ولوبیږي؟

ایا دا به د ټولو افغانانو او افغانستان ملي ټیم رنګ بدي او شرم نه وو چې له ده څخه ټولې جامې ایستل شوې وې او قسم په الله هغو قصد کړی وو چې لباس ورڅخه وباسي. هغوی غوښتل چې دا کار ورسره وکړي خو بخت یې بیدار و او له میدانه وویستل شو. او که چیرې دغه کار شوی وای ایا دا به د ټولو افغانانو لپاره شرم نه وو؟

او دومره بې عزتي چې د ده په دې ټورنمنټ کې وشوه د هیچا نه ده شوې او زه خپله ددې پيښې عینی شاهد یم. کوم ګذارونه چې په ده کیږي ویډیو یې شته که وخت یی راغی ورپسې نشر به شي.

لنډه دا چې د کرکټ بورډ د دې اقدام چې نوموړی یې له شپګیزې لیګ څخه ایستلۍ د زړه له کومې هرکلی کوم چې ترڅو راتلوونکي کې بل لوبغاړی دا کار تکرار نکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د