نظــر

آیا نجیب پېژنئ؟ ( ۶)

دریمه برخه: له یوې بدکارې سره د نجیب واده:
په ۱۳۵۰ هـ ش کال کې په پوهنتون کې د محصلینو د ټولنې خوځښت خپل اوج ته ورسېد، سیاسي ګوندونو ( پرچم، خلق، شعله جاوید ) او مسلمانو ځوانانو دکابل پوهنتون د ټولو پوهنځیو له ټولګیو څخه خپل خپل نوماندان د محصلینو د ټولنې شورا ته معرفي کړي وو.

له نوموړو سیاسي ګوندونو نه هر یوه غوښتل په ټولنه کې له زیات نفوذ څخه برخمن وي، تر څو وکولی شي له هغې نه زیاته ګټه پورته کړي.

د محصلینو دټولنې ټاکنیز فعالیتونه ددې لامل ګرځېدل چې د پوهنتون ځوانان د سیاسي برنامو مخ پر وړاندې بیولو کې زیاته برخه ولري. د نوموړي کال په مني کې د محلصینو د ټولنې د شورا د استازو ناستې له ټاکنو وروسته دایرې شوې. د شورا د ناستو په یو کلنه دوره کې د استازو ترکیب متفاوت و، د کابل او ننګرهار پوهنتونونو محصلینو زیاتره د کیڼ لاسو سازمانونو فعالینو ته رایې ور کړې وې. شعله جاوید ۲۱ نفره، پرچمیان ۱۰ نفره، مسلمان ځوانان ۹ نفره، خلقیان ۴ نفره، او بې پرې کسان ۵ نفره، د ټولنې غړي ټاکل شوي وو.

نجیب هم د پرچمیانو د استازو له غړو څخه، د طب له پوهنځۍ نه د خپل ټولګي د استازي په توګه انتخاب شوی و، ده او خلیل ( زمر ) د محلصینو په ټولنه کې د پرچمیانو د نماینده ګۍ د هیئت ګروپونه رهبري کول. د محلصینو ټولنې د همدې کال په ژمي کې د پوهنتونونو د لوایحو د رد لپاره چې د یموکراتیک ماهیت یې نه لرلو عمومي اعتصاب اعلان کړ، ددرسونو جریان قطع شو، د پوهنتون استاذانو هم د محلصینو له ټولنې نه دفاع وکړه، او د مظاهره چیانو له صفونو سره یو ځای شول، له مظاهره چیانو سره د دوی یو ځای کېدل د پوهنتون د استاذانو د ټولنې د جوړېدو اساس وګرځېدل.

نجیب په دې وخت کې د سلیمان لایق په وسیله د دکتور انس  د خور حمیرا سراج له کورنۍ سره وپېژندل ( دکتور انس په شاهي دور کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر و)  ددې موضوع مخینه جالبه ده، سلیمان لایق هغه وخت چې په رادیو افغانستان کې دنده تر سره کوله له شهلا جیلاني سره چې د حمیرا سراج د کورنۍ مشره لور وه عشقي اړیکې لرلې، د نوموړې لپاره به یې عشقي شعرونه زمزمه کول، او ډېری وخت به په خپله اداره کې د ډېرو عشقي احساساتو او شور له وجې له ځان نه بیخوده کېدو!  او شهلا جیلاني به نوموړی د خپل ناز او نخرو او خپلې فحاشۍ د سحر په لومو کې ساتلو!

شهلا جیلاني له مختلفو افرادو سره د پراخه بدکارۍ د اړیکو له وجې بالآخره په ځانوژنې لاس پورې کړ، د شهلا جیلاني د ځانوژنې دلیل ډېرو خلکو ته معلوم و، کله چې شهلا جیلاني له خپل خاوند سره له تحصیلي بورس نه په استفادې سره مصر ته لاړه، هلته  له فضلي سره چې د پولیسو صاحب منصب و، اوهغه هم د تحصیل لپاره راغلی و، آشنا شوه، او اړیکې یې ور سره جوړې کړې. بالآخره دغه اړیکې تر دې کچې مخکې لاړې چې یوه ورځ د شهلا خاوند نوموړې له فضلي سره په یوه بستره کې یو د بل په غېږ کې ګیر کړل!  خاوند یې دداسې یو حالت په لیدو سره له دې کبله چې دا یوه خیانتکاره او بدکاره ښځه ده طلاقه کړه! او بیرته یې کابل ته را ولېږله! شهلا چې د بدکارۍ کسب یې له خپلې مور نه زده کړی و، وروسته له طلاق نه بیا هم خپلې بدکارۍ او بد اخلاقۍ ته ادامه ور کړه! کله چې فضلي کابل ته راغی بیرته یې اړیکې ور سره ټینګې کړې! تر دې چې له نوموړي نه امیدواره شوه! شهلا د خپل له لاسه تللي ژوند د تلافۍ لپاره له فضلي نه د واده کولو هیله وکړه! خو دا چې فضلي نوموړې ته د یوې بدکاره ښځې په سترګه کتل، او همیش یې د دې له بدن نه د خپل شهوت او هوسرانیو د مړولو لپاره استفاده کوله، حاضر نشو چې له نوموړې سره واده وکړي! شهلا د فضلي له خوا د نه، ځواب په اورېدو په ځان وژنې لاس پورې کړ! او ځان یې له هغه موټر نه چې دا او فضلي پکې سپاره وو، بهر ته را وغورځاوه! او دا پېښه یې دمرګ لامل شوه!

له ځانوژنې وروسته کله چې د عدلي طب د ډاکترانو له خوا معاینه شوه، ثابته شوه چې ناروا حمل یې په خپله ګېډه کې روزلو! د شهلا جیلاني مور، حمیرا سراج، او یا که دقیقتر ووایو حمیرا جیلاني، د کابل په هوټل کې د آشپزانو د مشرې په توګه دنده تر سره کوله! نوموړې خورا بد اخلاقه، فاسده او کرکجنه ښځه وه! تل به یې شراب څښل! قمار به یې وهلو! او له نارینه وو سره به د هوسبازۍ لپاره همبستره کېدله! کله به یې چې په قمار بازۍ کې پیسې وبایللې، نو بیا به یې د خپلو هم کسبه او هم مسلکه نارینه وو لپاره د خپلو لورګانو هرې یوې: شهلا، لیلا او فتانې دلالي کوله!  او د خپلو لورګانو په بدنونو باندې د تجارت او معاملې په نتیجه کې به یې پیسې تر لاسه کولې! دا دنده او مسلک یې نه یوازې دا چې د کابل په فسادخانو کې تر سره کولو، بلکې د کابل په هوټل کې یې د پیسو د لاسته راوړلو لپاره بد کاره ښځې او نجونې بهرنیو سیلانیانو ته هم وړاندې کولې! حمیرا له خپلې یوې بلې بد شکله خور سره چې د سردار سمیع جان مېرمن وه په شهر نو کې قلعه فتح الله خان ته نېږدې اوسېده! د نوموړې په کور به یې د شپې مجالس ترتیبول! او د کورنیو شرابو په پخولو سره به یې فاسد او بد اخلاقه کسان بدکاره نجونو ته راغونډول! او خپل دغه شرمناک ژوند ته به یې ادامه ور کوله!  نوموړې له رحمن جوود او تور ببرک سره د ناروا جنسي اړیکو په لرلو سره د لیلا او فتانې په نامه نړۍ ته نورې حرامیانې راوړې!  چې دوی په بدکارۍ او فحاشۍ کې دخپلې مور لاسونه تر څټ ور وتړل!!! د حمیرا سراج بدکاره لورګانې به کله کله د پاچا د زامنو د پام وړ هم ګرځېدې! شهزاده نادر او شهزاده داود پښتونیار به د عیاشۍ لپاره د نوموړو له جسدونو استفاده کوله!

د حمیرا سراج خاوند حاکم جیلاني و، چې ځان ته یې مومند تخلص ایښی و! نوموړی عیاش، شرابخور او مفعول کس و!  چې همیشه یې په خپل ژوند کې د ځان سړولو لپاره یو سړی ساتلو… سلیمان لایق له داسې یوې کورنۍ سره چې خورا پرېوتي صفات او اخلاق یې لرل رفت آمد کولو او اړیکې یې ور سره لرلې! او د شهلا جیلاني لپاره به یې عشقي شعرونه جوړول!
سلیمان لایق  د هغو اړیکو له مخې چې له شهلا جیلاني سره یې لرلې، یو ښه خدمت وکړ! نجیب یې  د حمیرا سراج د دوه ناوړه، بې استعداده خو بدکاره لورګانو لپاره د کورني ښوونکي په نامه ور معرفي کړ!

نجیب په دې توګه یوې نوې فساد خانې ته لاره پیدا کړه او تر ستوني پکې ډوب شو! د حمیرا جیلاني کورته د نجیب تګ راتګ د ګوند د غړو تر جدي نیوکې لاندې راغی! میر اکبر خیبر چې په میکرویانو کې د حاکم جیلاني د ماڼۍ په ګاونډ کې یې ژوند کولو له نېږدې ددغه کورنۍ ټولې اخلاقي فجایع لیدلې! چې دغه کورنۍ څه ډول له بې شرمۍ او فساد نه ډک ژوند کوي!  نوموړي چې د دغه کورنۍ له کورنیو اخلاقو او  له ګناه او دنائت نه له ډکې ماضي نه پوره معلومات لرل،  پر نجیب یې له دغه کثافت پروره، او په ګناه لړلو عناصرو سره د اړیکو له وجې سختې نیوکې کولې! او خپلې اړیکې یې ور سره پرې کړې! نجیب په لومړي سر کې ځان کورنی ښوونکي ښودلو، چې ګواکي نورې هېڅ ډول اړیکې نشته، ولې څه وخت وروسته نوموړی د حاکم جیلاني د بې سویې، بې علمه، نالایقې، بې لارې او بدکاره، څېرې سینه لور په عاشق بدل شو! چې بالآخره دغه ښاغلی با ناموسه انقلابي! او غیرتي پښتون! له همغه معلوم الحاله بدکاره فتانه ( ساقي ) سره واده وکړ! او په شرمېدلي ژوند یې یوه بله د شرم پاڼه ور زیاته شوه!

له فتانې سره د نجیب واده یوه شرمنده ګي او بې شرمې وه! چې د ګوند دغړو تر منځ یې یو ځوږ را پورته کړ! د ګوند ډېرو غړو د نجیب ددې عمل پر وړاندې د خپلې کرکې او نفرت اظهار وکړ!  میر اکبر خیبر ددغه خېښۍ په اړه خپل جدي غبرګون وښودلو!  مګر ببرک کارمل د خپل مکارانه او فتنه ګر دريځ له مخې هم په ميخ وار کولو او هم په بوټ! له یوې خوا یې د ګوند په سازمان کې د نجیب پر ضد پراخه تبلیغات کول، او له بلې خوا بیا له ډاکتر انس سره له فتانې سره د نجیب د نکاح پر دسترخوان  ناست و! د کارمل د ګروپ د پراخه تبلیغاتو، نیوکو، سوالانو د زمزې له و جې نجیب تر دې بریده تر فشار لاندې راغی چې آخر ناروغ شو! او څو ورځې په مسلسل ډول په کور کې له سترګو پټ شو!

د یو څه وخت له تېرېدو وروسته یې د مصلحت لاره ونیوه، ببرک کارمل ته یې د تسلیمۍ غاړه کېښوده، چې د ببر کارمل سره په یو ځای کېدو په ګوند کې د کارمل د یوه فرمانبرداره او مطیع  کس باندې بدل شو! او د میر اکبر خیبر له څنګ نه لیرې شو او د میر اکبر خیبر د مخالفینو له صف سره یو ځای شو!

نجیب چې کله فتانه د مېرمنې په توګه ومنله، څه هڅې یې و کړې چې د نوموړې د شخصیت تشې او کمیانې ډکې کړي، مګر و نه توانېد! فتانه لنډه ونه او زیړې سترګې لري، د واده پر مهال خواره وه، مګر وروسته بیا چاغه شوه، ویښتان یې تور او سپین رنګې ده،  فتانه داسې څوک نه وه چې څه کمې تشې دې ولري! د بدکارۍ او بد اخلاقۍ له پلوه یې  اوږده سابقه لرله! هغه د ظاهر شاه په وخت کې له نجیب سره له واده مخکې،  د شهر غلغله، ګولدن لوتس، او خم زرګر په نایټ کلبونو کې   په  مسلسله توګه ډول ډول نڅاګرۍ کولې! مایع چرس به یې څښل! او لغړه نڅا به یې کوله!

فتانه جیلاني  زیاتره د فتانه ساقي په نامه شهرت درلود او په همدې نامه یادیده! ځکه چې نوموړې به د شرابخورو عیاشانو په محفلونو کې  له شرابو ډک جامونه ویشل!  او  شهوت پرستو سړیو نوموړې د ساقي په ویاړ نازولې وه!

فتانه به له ډېرو سړو سره همبستره کېده، او خپل نا مشروع حملونه به یې د خپل اکا جلال جان او د مستورې په کورونو کې چې د جلال اکا لور یې وه، سقط کول! دا څه د درواغو نکل نه دی، بلکې واقعیت دی. فتانې د آذر خیاط له زوی عبد الله آذر سره ناروا جنسي اړیکې لرلې، تر دې چې عبد الله غوښتل له نوموړې سره واده وکړي، مګر پلار یې له دا ډول واده سره کلک مخالفت وکړ، او پرې یې نښود چې زوی یې عبد الله فتانه د مېرمنې په توګه ومني! فتانې چې له عبد الله نه نا روا حمل اخیستی و، بالآخره یې د مستوره جلال په کور کې سقط کړ! دا سقط کول د فتانې د ورځني ژوند برخه ګرځېدلي وو. کله چې د زرغونې په ښوونځي کې په تحصیل لګیا وه، د هوسبازو جینکو او هلکانو له یوې ډلې سره بامیانو ته تللې وه، یوه هفته ورکه وه، دې پېښې د ښوونځي په چاپیریال کې لوی ځوږ جوړ کړی و! هغه نجونې چې فتانې له ځان سره بامیانو ته بیولې وې، د هغوی کورنیو د ښوونځي ادارې ته له نوموړې نه شکایت وکړ، د ښوونځي ادارې له وزارت معارف نه د لازمو قوانینو په اخیستو سره نوموړې د یوې بدنامې او بد اخلاقه نجلۍ په نامه له ښوونځي نه وشړله! خو دا چې  حمیرا جیلاني د ډاکتر انس خور وه، دوباره واسطه شوه، او له خپل نفوذ نه په استفادې سره خپله په فساد لړلې لور یې بل ښوونځي ته تبدیله کړه! تر څو هلته یو څو ورځې خپل له فساد او فتنې نه ډک ژوند ته ادامه ور کړي! فتانه په متواتر ډول د ناکامېدو په نتیجه کې د خپل بشپړ نالایقتوب له وجې له یوولسم ټولګي نه وشړل شوه! دا ځل د خپلې بدکاره کورنۍ په غېږ کې په پوره او بشپړه آزادۍ سره خپل بدنام کسب ته ادامه ور کړه!  فتانه له ښوونځي نه له شړل کېدو وروسته د معارف وزارت په یوه څانګه کې د ټایپستې په توګه مقرره شوه! کله چې یې له نجیب سره کوزده وشوه، د نوموړي په وسیله یې له نعمت الله پژواک چې د محمد داود د ریاست جمهورۍ په وخت کې د معارف وزیر و، د وزیر داخله فیض محمد په سفارش د جعلي شهادتنامې امر تر لاسه، او د دولسم ټولګي فارغ التحصیله او بکلوریا پاس شوه!

نجیب چې د طبقاتي مبارزې او ور سره نه پخلا کېدونکي تضاد دعوا یې لرله، له فتانې سره په واده کولو د سلطنتي دربار د مفسدینو محفلونو ته ور نېږدې کېدو! او طبقاتي پخلاینه به یې کوله، تر دې چې  دشیرین خورۍ په شپه د کابل په هوټل کې د حمیرا سراج او فتانه جیلاني ولي نعمت مارشال شاه ولی خان دښاغلي انقلابي؟ د کوزدې ګوته له بدکاره نڅاګرې فتانه ساقي سره تبادله کړه!

آفرین د ښاغلي انقلابي په حال چې نه یې په تېر کې اخلاق او پاک ضمیر در لود، او نه په اصطلاح دخپل انقلابي ژوند په دوران کې! چې فتانه جیلاني له خپل ټول فسق او فجور سره پرې ور علاوه شوه!

له فتانې سره د نجیب له واده وروسته او د ببرک کارمل په وړاندې د نجیب له په ګونډو کېدو وروسته په ګوندي حلقاتو کې د نجیب او مېرمنې پرضد یې تبلیغات کم شول! خو له دې سره سره نجیب و نه توانېد چې د فتانې هغه پېژندنه چې په ټولنه کې یې پرېښې وه له منځه یوسي! په ورځو ورځو به نجیب ددغه بد کاره او هرجايي ښځې له وجې له خلکو سره لاس او ګرېوان او په جګړه به اخته و! له غنضفر سره چې د نجیب یو سیاسي رقیب و، د جنګ اودعوې خبره دې حد ته ور سېده چې دنوموړي دوسیه د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ د قتل و جرح آمریت ته ورسېږي، مګر د موسی شفیق په حکومت کې د نیک محمد د نفوذ په وسیله دوسیه بیرته وتړل شوه، او مسله همدلته پای ته ورسېده.

نجیب بل ځل بیا، د محمد داود د جمهوريت د جشن د مراسمو په ورځو کې چې له ۱۳۵۶ د سرطان له ۲۶ سره یې سمون درلود د عبد العزیز خان لندني له لمسي عبد الله سره بله دعوه او جنجال را پورته کړ !  او هغه داسې چې عبد الله له فتانې ساقي سره د خپلو عشق بازیو یادونه د نجیب پر مخ ور ویشتلې وه! او نجیب ته یې د یو بې غیرته او بې ناموس عنصر خطاب کړی و! دغه موضوع د لوی جنګ او جنجال لامل شوه، تر دې چې عبد الله د اووم ثور له کوده تا وروسته د نجیب د غچ اخیستنې له ویرې له هېواد نه بهر وتلو ته مجبور شو!
پیغوونو او طعنو نجیب په ځانګړي ډول د سیاسي رقیبانو له خوا دېته اړ ایسته چې له فتانې سره خبرې غبرګې را غبرګې کړي او تر منځ یې ټکر راشي!

په ۱۳۵۲ هـ ش د چنګاښ په ۲۶ نېټه د محمد داود کوده تا چې د خلقیانو او پرچمیانو په ګډون او هڅو ترسره شوه، په ملکي او نظامي برخو کې د د خلقي او پرچمي سازمانونو لپاره د پرمختګ او انکشاف ډېره ښه زمینه شوه، پلار مې له محمد داود سره د مخکني شناخت له مخې بیا په پېښور کې د افغاني تجارانو د وکیل په توګه وګومارل شو، دا د نجیب لپاره یو طلايي چانس و چې په برخه یې شو، نجیب د پلار له عوایدو نه په استفادې سره په بې غمه زړه له فتانې سره خپل میکروبي ژوند پر مخ وړلو! له ټولو پښتني، انقلابي؟ او مدني اصولو څخه لیرې په بشپړه بې غیرتۍ سره د فتانې تر څنګ پروت و! نجیب په خورا بې شرمۍ سره چې دده خوی دی، فتانه یوه معصومه او با اخلاقه ښځه معرفي کوله! او هڅه به یې کوله چې په دې توګه د نوموړې له ګناهونو، شرارت، فساد او شیطانت نه ډک ژوند پټ کړي!

پلار مې هم چې د فتانې په هکله یې پوره معلومات لرل، د فتانې په اړه به یې د نجیب خبرې تاییدولې! او به احمقانه توګه به یې فتانه په اصطلاح د پښتنې کورنۍ ننګ او ناموس ګڼله! اوهر چا به چې د فتانې په اړه حقیقت ویلو په ده به بد لګېدو! له هغه سره به یې مخالفت کولو او اړیکې به یې ور سره پرې کولې! …

نور بیا

ژباړه: عبد الخبیر جاهد

ټولې برخې په لاندي ادرس:

ایا نجیب پيژنئ؟ ټولې برخې ( لینک)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x