د ملا محمد رسول مرستیال د طالبانو مشر سره بیعت اعلان کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۵ل): له طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول مرستیال ملا باز محمد د خپلو ملګرو په ګډون د طالبانو له نوي مشر مولوي هیبت الله اخوندزاده سره بیعت کړی.

د طالبانو پر ویب پاڼه نشر شوي خبر کې ویل شوي چې تېره ورځ (دوشنبه) د طالبانو یو شمېر مسؤولینو، دیني عالمانو او د ملا محمد عمر مجاهد کورنۍ غړو د ملا باز محمد سره غونډه کړې.

په خبرکې ویل شوي چې د غونډې په پای کې د ملا رسول مرستیال ملا باز محمد د طالبانو له نوي مشر هیبت الله اخوندزاده سره بیعت اعلان کړ.

همدا راز د یو بل نظامي قومندان ملا اختر محمد اخوند بیعت خبر هم ورکړل شوی. نوموړی د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، اوس هم خپله نظامي ډله لري.

باید وویل شي چې ملا محمد رسول او ملا عبدالمنان نیازی وروسته تر هغه له طالبانو جلا شول او نوې ډله یې جوړه کړه چې کله د طالبانو له پخواني مشر ملا اختر محمد منصور سره د نوي مشر پر ټاکل کېدو اختلاف را منځته شو.

ملا محمد رسول خپله نوې ډله د عالي شورا په نامه ونوموله او د ځان لپاره یې ملا باز محمد خپل مرستیال ونوماوه.

دغې نوې ډلې د هیواد په لویدیځو ولایتونو کې د افغانستان د ملي امنیت په ملاتړ ځانته د ځای موندلو هڅه وکړه او پر طالبانو یې بریدونه وکړل، چې دواړو لورو ته د درنې مرګ ژوبلي لامل وګرځېده.

ویل کیږي چې په دغو جګړو کې ملا محمد رسول او د ننګیالي په نامه د نوموړي قومندان ټپيان شول چې بیا د ملي اردو په چورلکو کې کابل ته انتقال شول.

تیره میاشت په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازي فرهاد مجیدي رسنیو ته وویل چې په هرات ولایت کې د ملي اردو ځینو قومندانانو د ملا محمد رسول د ډلي سره نظامي ملاتړ کړی او د هغوی سره راشه درشه لري.

د یادونې وړ ده چې ملا محمد رسول له ډیري مودې په رسنیو کې نه دی را څرګند شوی او نه یې هم ډلې د هغه په اړه څه ویلي دي، یو شمېر سرچیني تر ټپې کېدو وروسته د نوموړي د وژل کېدو خبر ورکوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ظمیر
میلمه
ظمیر

الله نور هم مسلمانان سره یوځای او متعهد کری خو قسم چی حیران یم ددی خلک اسلام ته یوه ورځ د خپل ورور وینه تویوی په زرهاوو القابو یی نوموی بله ورځ بیا سره یوځای شی سومره وینی د خلکو توی کری یو خوا بل خوا مرګ ځان لپاره جایز ګنلو هغوی هیبت الله صاحب غاصب او پدری غلام بللو دوی بازمحمد او نیازی د کابل او امریکایانو د لاس آله ګنله خو دادی اوس سره بعیتونه کوی او د هغو ټولو کسانو وینه هدر لاړه چی دی منز کی تویه شوه هو باید هم هدر شی ولی چی وژل… نور لوستل »