افغانستان

ناټو: پرونی چاودنه کې درې امریکايي عسکر ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د جلال اباد په ښار کې د امریکایانو پر پوځي کاروان د طالبانو یوه سرتیري برید وکړ چې له امله یې د طالبانو په وینا شپږ تنه امریکایان ووژل شول او دوه ټانګونه یې تخریب شول.

د طالبانو له لوري نن ټکی اسیا ته ځینو سرچینو وویل چې چاودنه د مازدا موټر په واسطه را منځته شوه چې د چاودېدونکو توکو ډکه وه.

د پيښي سمدستي وروسته د ننګرهار امنیتي چارواکو وویل چې په چاودنه کې یوازي طالب سرتیري خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور یې هیڅ ډول زیان نه دی اړولی.

خو په افغانستان کې د ناټو ماموریت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په چاودنه کې درې تنه امریکايي عسکر ټپيان شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته وویل چې په دغه زوروه چاودنه کې ۶ تنه امریکایان مړه او یو شمېر نور ټپيان شول.

د کتونکو په باور طالبان او مقابل اړخ دواړه یو بل ته د تلفاتو اړولو په شمېرو کې د مبالغې څخه کار اخلي او تل خپل تلفات کم ښيي ، تر څو د خپل جنګیالیو مورال لوړ وساتي.

یوه عیني شاهد نن ټکي اسیا ته وویل چې تېره ورځ تر چاودني وروسته سیمي ته الوتکي راغلي وې او شاوخوا سیمه بهرنیو او کورنیو ځواکونو کلابنده کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x