افغانستان

ملا حسن رحماني وایی نه حج ته تللی یم، او نه می د الحیات ورځپاڼي سره مرکه کړې

نن ټکی اسیا: دوه ورځي وړاندي د الحیات په نامه یو عربي اخبار چي په لندن کي نشریږي، او د سعودي د حکومت له خوا تمویلیږي، یو خبر خپور کړ، چي ورسره یې د افغانستان په چارو کي ماهرین او کارپوهان هک پک حیران کړل، خو داسي مالومیږي چي د الحیات ورځپاڼي دا خبر سراسر غلط او بی اساسه وو.
د الحیات ورځپاڼي ویلي وه چي دوی سره د ملا محمد حسن رحماني په نامه د طالبانو د مشرانو څخه یو مهم کس د حج په موسم کي مرکه کړې، او ورته ویلي چي د سعودي د حکومت په بلنه حج ته راغلی،

او د سعودي د پاچا عبد الله څخه ډیره مننه کوي، او په راتلونکي میاشتو کي به د سعودي د حکومت تر څارني لاندي د طالبانو او د کرزي د حکومت تر منځ خبري کیږي.
نوموړي په سی الحیات ورځپاڼي دا هم تړلی وه چي ورته ویلي، ایران هڅه کوي چي د سولي په خبرو کي خنډ جوړ کړي.

نن ټکی آسیا ته په یوه رالیږل شوي لیک کي ملا حسن رحماني دا خبري ټولي درواغ بللي، او دا یې د الحیات ورځپاڼي له خوا د خلګو د اذهانو د مغشوشولو یوه هڅه بللې. په دې اړه د ملا محمد حسن رحماني څرګندوني په لاندي توګه دي، چي مونږ یې هم د خپلو کتونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره دلته کټ مټ نشروو:


 

دالحیات ورځپاڼې د بې اساسه خبر په اړه د اسلامي امارت درهبري شوری غړي ملا محمدحسن رحمانی څرګندونې

  د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر د میاشتې په ۱۸ نېټه د جمعې په ورځ له لندن څخه د خپرېدونکې الحیات ورځپاڼې داسې بې اساسه او بې مسولیته خبر خپور کړ، چې په هېڅ ډول نه له حقیقت سره اړخ لګوي او نه له واقعیت سره.

  نوموړې ورځپاڼې ګومان کړی چې د سعودي په منی کې یې له ما (ملا محمد حسن رحماني)سره مرکه کړې، او د نوموړې خیالي مرکې په ترڅ کې  یې نادر خبرونه تر لاسه کړي او خلکو ته یې وړاندې کړي دي!

   ورځپاڼې ادعا کړې ده چې زه (ملا محمد حسن رحماني)د سعودي حکومت په بلنه د حج لپاره ورغلی وم، او دا ورتګ مې يې د هغه احتمالي ناستې لپاره مقدمه ګڼلې ده کومه چې د نوموړې ورځپاڼې په ګومان په راتلونکي دیسمبر کې به د سعودي حکومت تر څارنې لاندې د اسلامي امارت او د کرزي د ادارې تر منځ تر سره کېږي!  

  ورځپاڼې فکر کړی چې ما (رحماني)  ورته ویلي چې اسلامي امارت تیار دی د کابل له ادارې سره خبرو اترو ته کښېنې، خو په دې شرط چې د سعودي حکومت د دغو خبرو یو اړخ وي! او اسلامي امارت به ګواکي د سعودي حکومت د پاچا هر لزوم دید ته ژمن وي. ورځپاڼې دا او دېته ورته ځینې نورې څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې زه (ملا محمدحسن رحماني) اصلا سږ کال حج ته نه يم تللی، زه اوس هم په دخپل کارپه ساحه کې په خپلو جهادي چارو مصروف يم!

  زه په داسې حال کې چې دغه ډول بې اساسه او بې مسئولیته څرګندونې په کلکو ټکو ردوم او غندم يې ،  دا ډول بې مسئولیته خبرونه خپرول د دښمن د هغو دسیسو یوه کړۍ بولم چې له دولسو کلونو راهیسې یې د خلکو د ذهنتیونو د مغشوشولو او د حقایقو د تحریفولو په موخه په کار اچولې دي.  

   ټولو ته جوته ده چې په سیاسي برخه کې یوازې د اسلامي امارت رسمي ویندویان او د سیاسي دفتر غړي کولی شي د اسلامي امارت پالیسي بیان کړي، او دا هغه مهم ټکی دی چې څو ورځې وړاندې عالیقدر امیر المومنین حفظه الله په خپل اختریز پیغام کې په واضحو ټکو څرګند کړ.

 داسې ښکاري چې نوموړې ورځپاڼې لا په دې اړه سم او بشپړ معلومات نه لري، ځکه خو هر هغه څوک چې د اسلامي امارت په اړه د څه ویلو هیله لري، بايد مخکې له مخکې له پېښو او واقعیتونو څخه ځان  خبر کړي. تر څو له یوې خوا د خلکو ذهنیتونه مغشوش نه کړي او له بلې خوا خپل حیثیت ته تاوان ونه رسوي!

ملا محمد حسن رحماني د اسلامی امارت د رهبري شورا غړی

۱۴۳۴/۱۲/۱۶هـ ق

2013/10/21م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x