ورزش

بند امیر د سپین غر لوبډلې ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمری ۱۹مه ۱۳۹۵ل): نن د شپګیزې لیګ لومړۍ لوبه د بند امیر ښاماران او سپین غر زمریانو تر منځ وه چې دغې لوبې کې بند امیر د سپین غر لوبډلې ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سپین غر لوبډلې وګټله او د بند امیر لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. بند امیر لوبډلې د محمد نبي او حشمت الله شهیدي پیاوړې توپ وهنې په مرسته ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د بند امیر لوبډلې لپاره محمد نبي په یوازې ۳۶ توپونو د ۷ څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته طوفاني ۸۳ منډې جوړې کړې. حشمت الله شهیدي په ۴۵ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره افتاب عالم تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل ۴ اورونو کې ۱۶ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې. فرید احمد او ظاهر شهزاد هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د سپین غر لوبډلې په ۱۸.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۲۳ منډې جوړې کړې او د ۴۱ منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.

د سپین غر لوبډلې لپاره سمیع الله شینواري په ۱۶ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۷، کریم صادق په ۲۳ توپونو د دوو شپږیزو په مرسته ۲۲ او طارق په ۱۹ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د بند امیر لوبډلې لپاره نوید الحق تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۳.۵ اورونو کې ۲۰ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې. نصرت الله دوه او محمد نبي، محمد اصف او احمد قیس یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x