افغانستان

بلخ : مرکز کې چاودني مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د بلخ ولايت مرکز مزار شريف کې نن غرمه مهال شاوخوا يوه بجه چاودنه شوې.

عيني شاهدان وايي پېښه د يوه بريدګر له لوري هغه مهال را منځته شوه کله چې نوموړي خپل چاودېدونکي واسکټ ته انفجار ورکړ.

سيميز چارواکي وايي په پېښه کې يوتن ملکي وګړی وژل شوی او ۱۵ نور ټپيان دي.

لا د بريد مسؤليت چا نه دی منلی او نه يې هم موخه په ډاګه شوې.

د مزارشريف ولايتي روغتون کارکوونکي وايي د پيښي له ځايه تر دې دمه يو مړی او ۶ تنه نور ټپيان ور وړل شوي.

بشپړ جزئيات وروسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x