افغانستان

هرات : د ولايتي شورا غړی د اختطاف په تور نيول شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۵ل):په هرات ولايت کې د ولايتي شورا غړی ددې ولايت د ملي امنيت له لوري د اختطاف او سړي تښتوني په تور بندي شوی.

د ولايتي شورا غړی محمد عسکر انوري پرون د دوشنبې په ورځ نيول شوی.

د هرات ولايت ځيني چارواکي وايي که پر نوموړي ياد تور ثابت شي بايد له قانون سره سم سزا ورکول شي.

د ملي امنيت له لوري لا تر دې وخته د نوموړي په اړه له رسنيو سره جزئيات نه دي شريک شوي.

ويل کيږي د ملي امنيت له لوري د انوري د نيول کېدو په مهال د نوموړي سرتيري ډبول شوي.

سيميزو چارواکو د نوموړي د بندي کېدلو او سرتير د وهلو غندنه کړې او وای ملي امنيت بايد د رسمي مکتوب په مټ نوموړی احضار کړی وای.

د يادوني ده چې وړمه ورځ د هرات ولايت محکمې د سړي تښتوني په جرم ۱۳ تنه په اعدام محکوم کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x