alhayat fake news

د غربي تبلیغاتو تر څنګ عربي تبلیغات هم شروع شول

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د تیرې جمعې په ورځ له لندن نه خپریدونکې عربې ژبې الحیات ورځپاڼې د طالبانو له یوه مهم چارواکي ملامحمد حسن رحماني سره یوه اوږده ادعائي (له ځانه جوړه کړې) مرکه نشر کړه .

په یاده مرکه کې د ښاغلي رحماني له خولې لیکل شوي چې طالبان هر هغه تړون ته چې د سعودي د باچا ملک عبد الله په منځګړیتوب د هغوئ او کرزي حکومت ترمنځ ترسره کیږي ځان ژمن بولي؛ ځکه چې خادم الحرمین الشریفین په ټوله نړۍ په تیره اسلامي ولسونوکې خاص مقام او ځانګړې مرتبه لري.

همدا راز الحیات ورځپاڼې د ملامحمد حسن رحماني په نوم په دغې عندي مرکې کې ویلي چې په طالبانوکې ډیر کم شمیر طالب چارواکي شته دي چې هغوئ د کرزي له حکومت سره د مذاکراتو مخالفت کوي، زه خپله (رحماني) او د طالبانو اکثریت چارواکي دکرزي له حکومت سره دسولې مذاکراتو پلویان یو ،او دا خو یقیني خبره ده چې هرځای داکثریت پله درنه وي.

 ورځپاڼې په اخیرکې دا هم لیکلي چې د سعودي د باچا په خاصه بلنه د طالبانو په تحریک کې د دریم نمبر مهم شخص (رحماني ) حج ته دعوتول دسولې د هغو مذاکراتو لپاره چې په سعودي کې ترسره کیږي یوه مقدمه بلل کیږي.

د ورځپاڼې په باور چې دغه مذاکرات به د طالبانو او کرزي حکومت ترمنځ د سعودي په منځګړیتوب د راتلونکي دیسمبر په میاشت کې ترسره شي چې په هغوئ کې به ملاحسن رحماني دطالبانو د مشر ملامحمد عمر په استازیتوب ګډون کوي .

 الحیات ورځپاڼې د مرکې په وروستۍ برخه کې د دې لپاره چې خپل دروغ پټ کړې لیکلي چې ملاحسن رحماني مونږ ته د خپل انځور اخیستلو اجازه نه راکړه ؛ ځکه نوموړی ویل چې زمونږ مشر ملامحمد عمر (مجاهد) د خپل تصویر له اخیستلو ډ ډه کوي او تصویر اخیستل ناسم کار بولي.

د الحیات ورځپاڼې په یاده مرکه کې ډیر ترکیز دکرزي له حکومت سره د طالبانو په خبرو اترو شوی او دا هم پکي په ډاګه شوې چې دطالبانو ډیری چارواکي د دغه نظر پلویان دي او دا هغه محوري نقطه ده چې تراوسه پوري طالبان په هیڅ صورت دهغې منلوته نه دي تیار ؛ ځکه دوئ اصلا په دې نظر دی چې دکرزي بیواکه اداره د داشاني برخلیک ټاکونکو پریکړو دتعمیل وړتیا نه لري .

خو د طالبانو د رهبري شوری غړي ښاغلي رحماني دا ټولي خبري دیوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې رد کړي، چي د طالبانو له خوا په ویب پاڼه باندي نشر هم شولی، نوموړي ویلي چي حج ته بیخي تللی نه دی، مرکه خو لا لیري خبره ده. او دا یې د خپل دښمن یو ناکامه تبلیغاتي دسیسه بللې وه.

د الحیات ورځپاڼې له دغې تبلیغاتي (وچ کلک د درواغو) مرکې څخه داسې ښکاري چې غربي جهات دنورو تبلیغاتي شبکو ترڅنګ د طالبانو خلاف پروپاګنډ کې اوس له عربي نشراتي رسنیو څخه هم کار اخلي .

هغوئ غواړي د داشاني ادعائي کاذبو مرکو په خپرولو سره په اسلامي نړۍ کې له یوې خوا د طالبانو خواخوږي پر هغوئ بي اعتماده کړې او له بلې خوا خپله دطالبانو په منځ کې د دغو تبلیغاتو په وسیله بي باورې ایجاد کړي .

د نن ټکی آسیا – سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د