هلمند : ناوه ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۵ل):د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې له يوې اونۍ راهيسي د طالبانو له لوري د امنيتي ځواکونو پر پوستو پراخ ډليز عمليات پيل شوي.

د ناوې امنيه قومندان سمنوال احمدشاه سالم وايي تېره شپه طالبانو پراخ بريدونه پيل کړي او د ټولو پوستو تر منځ مو اړيکه شکېدلې.

د ناوې سرتيري وايي طالبان خپل جنګياليو ته له نادعلي ولسوالۍ نه اکمالات کوي او که زموږ د اکمالاتو غم ونه خوړل شي نو ناوه سقوط کوي.

سرتيري هلته د خوراکي توکو او مهماتو له کمښت سره مخ دي.

د لشکرګاه امنيه قومندان اقانور کېتوز په ناوه کې د جګړې تائيد کوي او وايي مرستندوی ځواکونه به ډېر ژر ناوې ته ورسيږي تر څو سيمه له مخاليفينو بيرته تر لاسه کړي.

د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وايي اوس مهال مخالفين د هلمند پر ۹۵ سلنه خاوره واکمن دي.

طالب ويندوی قاري يوسف احمد وايي د ناوې جګړه لا هم روانه ده ، طالبان د مرکز ۵۰۰ مترۍ ته رسېدلي ، د ولسوالی اړوند د مومن خان قرارګاه ، د شین تل قرارګاه ، د فضل الدین دوراهي ماموریت ، د شګلن سړک۲پوستې ، د خواجه بابا۲پوستې او دژړسا۱پوسته تر دې مهاله نيول شوي او زياتو امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

احمدي زياتوي : موږ پر عسکرو ، اربکيانو ، پوليسو او مامورينو ږغ کوو چې له جګړې لاس واخلي تر څو هوسا ژوند يې نصيب شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د